ادبي لیکني

د رحمان بابا پيغام

 کانديد اکادميسين محمد صديق روهي

يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي. 

عبدالرحمن سړبنی په پښتنو کې ډير لوی شاعر تير شوی دی او عام او خاص د ډيرې مينې او اردات له کبله د (رحمان بابا) په نامه يادوي. داسې ښکاري چې ده ته به د (بابا) لقب د هغه په ژوند او يا د مړينې په څو لومړيو کلونو کې ورکړ شوی وي. (پټه خزانه) چې د رحمان بابا له مړينې ۱۳ کاله وروسته ليکل شوې ده، د ده په باره کې داسې ليکي:

«عبدالرحمن بابا يو عالم رباني او عابد سړی و. او ‌ډير شعرونه يې د خدای تعالی جل جلاله په محبت کې وويل او په پښتنو کې په (رحمان بابا) مشهور شو.»

د (پټې خزانې) له يوه روايت څخه داسې نتيجه لاس ته راځي چې رحمان بابا لا ژوندی و چې خلکو د ده په ديوان فالونه کتل. حاجي ميرویس خان له ګرګين سره د جګړې په ارتباط دوه ځله د رحمان بابا پر ديوان فالونه کتلي دي. دا خبره په زړه پورې ده چې ميرويس نيکه او رحمان بابا په زمانه کې سره له دې چې د ترانسپورټيشن او د اطلاعاتو وسايل ډير ابتدايي وو، د رحمان بابا د شعر انګازه تقریباً په ټوله پښتونخوا کې خپره شوې وه.

اوس نو دا پوښتنه راولاړيږي چې د رحمان بابا د دومره عالمګير محبوبيت وجه به څه وي.

په دې برخه کې زمونږ ځوابونه پر حدس بنا شوي دي. د پښتون ولس په ذهن کې رحمان بابا د يوه داسې روحاني شخصيت په توګه تصوير شوی دی چې هغه له دنيوي چارو لاس اخيستی دی او تل به په يوه ګوښه ځای کې د خدای په عبادت او د شعرونو په جوړولو لګیا و.

د دغه تصوير په جوړولو کې په خپله رحمان بابا شعرونه هم مرسته کوي، لکه چې وايي:

څوک دې راکاندي قسم په کردګار

که درم لرم په کور کې يا دينار

زه دينار او درم نه لرم په کور کې

ولې نور عالم مې بولي دنيا دار

هم په دا چې نه له ځايه چرته خوځم

نه د هيڅ يوه مخلوق يم منت بار

آب و خور، لکه آسيا په ځای رارسي

په خپل کور کې مې سکون دی هم رفتار

له دغه بيتونو څخه معلوميږي چې رحمان بابا د هيڅ مخلوق منت بار نه و. طبعاً د خلکو په فکر کې دا يوه معما وه چې دی نه چا ته د سوال لاس وروغځوي او نه دنيوي چارو ته لاس وروړي، نو خپله نفقه څنګه تامينوي.

غالب احتمال دا دی رحمان بابا به په لږ خوراک او ساده پوښاک قناعت کاوه او زيات وخت به يې په لوږه او فاقه کې تيراوه. په دې باره کې رحمان بابا وايي:

ټوک روټۍ يوه شړۍ درلــــــــره بس ده

نــــــــور همــــه واړه اسراف دی مسلم

له خوراکـــــه غرض قوت لايموت دی

نه چې غوښې، غوړي، وريجې يا غنم

ځينې روايتونه وايي چې رحمان بابا د ملک عزيز خان ورور و. کيدای شي چې ده به د پټې له حاصل نه خپله ګوزاره کوله او دومره څه به لاس ته ورتلل چې بل چا ته محتاج نه وي.

په هر صورت رحمان بابا د ملنګۍ ژوند غوره کړی او له درويشۍ سره يې مينه درلوده پښتانه دغو درويشانو ته چې د ريا زهد او طفيلي ژوند نه کوي په درنه سترګه ګوري او رښتيني ملکان او د کرامت خاوندان يې ګڼي.

په دې کې شک نشته چې د رحمان بابا د محبوبيت يوه وجه د ده روحانيت، فقيرانه ژوند، درويشانه استغنااو صوفيانه سلوک و. او تر دې مهمه وجه يې هغه پيغام دی چې په خوږه، روانه، سپېڅلې او زړه وړونکی ژبه يې خلکو ته وړاندې کړی دی.

د رحمان بابا شعر يو کتاريس (Catharis) دی چې د غمونو بار سپکوي. زړونه تصفيه کوي. رنځيدلو او کړيدلو ولسونو ته تسلی ورکوي. او په زخمونو يې ملهم ږدي. رحمان بابا د يوه فقر ځپلي ولس زړه ته د خپل پيغام په واسطه لاره پيدا کوي. د دغه پيغام اصلي جوهر مينه او محبت دی. عشق او محبت نه يوازې د انسان د نجات وسيله ده، بلکی د جهان تکوين او لومړنی محرک هم دی:

دا جهان دی خدای له عشقه پیدا کړی

د جملـــــه وو مخلــــوقاتـو پلار دی دا

او دغه عشق له انسان سره د خدای عشق دی. له چا سره چې د لولاک تاج يې ور په سر کړی دی. په کرمنا يې نازولی او د خليفه په لقب وياړلی دی.

 

پاتې په نورو برخو کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x