نظــر

بي انصافه نړۍ

 صــابرجان

په میوند کې زما مظلوم هیوادوال په اور کباب پراته دي د چا سر نشته د چا لاسونه نشته د بدن غوښې يي سره ګډي شوي قریبان یي حیران دي چي د ورور زوی پلار لاس یي کوم یو دی ځینو د خپل قریب سره پردي لاسونه را اخیستي محشر جوړ دی پلار د زوی چغي وهي مور بی هوشه پرته ده فقط چي په هوش راشي دا خبره کوي چي زویه خو هغه داختر په جامو کې شهید شوي میرمن په ژړا کې وايي په کومه ګناه کې راته شهید کړي ورور په اوښلنو سترګو دې ته فکر وړی چي د کور مسولیت هم ورته د غاړي شو ځکه مشر ورور یي د لحد ملیمه شو ماشوم بچۍ ټولو خلګو ته ناري وهی وايي ای بي عقلانو دا زما لالا نه دی دا خو غوښي دي.

کلیوال هر یو په خپل وېر اخته دي ځکه یو کس نه دی شهید شوي پوره شل کسان د بمبار لاندي راغلي پوره شل ښځي کونډي شوي پوره شل مورګاني بوري شوي پوره شل هغه خویندي بي وروره شوي چي د اختر د نکریزو رنګ یي لا پر لاسونو پروت دی په دې کې خو هغه ناوي هم کونډه شول چي د روژي دري ورځي مخکي یي واده و.

خو زما کلیوال خپل غم په خپله کوي دا نه پاریس دی چي دنیا پري غبرګون وښایې او نه امریکا ده چي د فرانسي برجونو ورته رنګین شي بس خړ پړ میوند دی څو ساده کلیوال دي په هدیره کې سره راټول دي کتار قبرونو کاږي او غوښي ور اچوي ولسمشر مو د فرانسي له غمه زموږ غم ته فارغه نه دی رشتیا همدي ولسمشر ورته امر کړی و چي همدا دهشتګر دي بمبار پري وکړی په نړي کې هیڅوک زما غم ته خلاص نه دی ځکه د فرانسي ماتم شروع دی خو بي انصافه نړی ته زما وینه هیڅ ارزښت نه لري ځکه د نړی د امپراتور اباما په اجازه زما پر ساده کلیوالو همدا حمله شوي همدا غمجني فرانسي هم سلګونو ځلي زه په غم کښینولۍ یم نړیوال دومره بی انصافه ده چي خپلو ځانونو ته ازادخیاله او خواخوږي مشران ټاکې خو ماته يي خپل هغه غلام ټاکلی چي د فرانسي له غمه زما کړیکې هم نه اوري نړی ځان ته د وطن خواخوږي وزیران ټاکې خو ماته د خپلو هوټلونو کارکونکې وزیران ټاکې هغه ددي پر ځای چي زما زخمونو ملهم کړي د خپل جیب په فکر کې دي بي انصافه نړی ځیني لوچګان ماته د مدني فعال او خبریال په نوم ټاکلي هغه ددي پر ځای چي زما اواز نړی ته ورسوي په زخمونو مي مالګي اچوي د تسلیت پر ځای راته د طالب او تروریست نومونه راکوي نن مي بي بي سي امریکاغږ اشنا او ازادی راډیو ته ددې لپاره غوږ نیولی وچي ګوندي زما د سوي جسدونو یو انځور دنیا ته نشر کړي خو هغوی شل ځلي د فرانسي د نیس خبر نشر کړی بیاهم نا امیده نه وم ماویل ګوندې اخر یي نشر کړي خو په پای کې زما د کلیوالو دشهادت خبر داسي نشر کړی چي ویل په میوند کې د خارجیانو په بمبارکې دیرش طالبان وژل شوي چي داخبر ضیاء دوراني دولت وزیري اوصدیق صدیقي هم تایید کړی له ځان سره سلګو ونیولم او له زړه څخه مي وویل چي یاالله ته خو درانی صدیقی وزیري اوهر هغه څوک زما پر حال کړي چي زما په مرګ خوشحالي کوي
نو ای بی انصافه نړی ولې یواځي فرانسویان انسانان دي.

زه انسان نه یم ؟

ولې یواځي فرانسویانو د ژوند حق درلودی زه یي نه لرم؟

رښتیاهم تاسي زیات بی انصافه یاست خو زما کړیکې او اهونو به یوه ورځ ستاسي سپینه ماڼی اوایفل برج در سوځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x