ټولنیزه برخه

ځان په بشپړه توګه دمه او تازه كړئ

 (د براین ټریسي د لنډو لیکنو د لړۍ څخه)

لیکوال: براین ټریسي

ژباړن: مشتاق رحیم

منظمه دمه د اوږد عمر او شخصي اغيزناكتوب دپاره اړينه ده- دلته يو څو د فزيكي دمې تخنيكونه چې په امريكا كې د برياليو خلكو لخوا كارول كيږي وړاندې كوو-

هره اونۍ له كار څخه رخصت واخلئ

له ټولو نه وړاندې، په اونۍ كې پنځه او يا شپږ ورځې كار وكړئ او په اوومه ورځ بشپړه دمه وكړئ- په دې اړوند ټولې څيړنې ښاي چې كه تاسې پنځه او يا شپږ ورځې كار او يوه او يا دوه ورځې د كار څخه بشپړرخصت واخلۍ نو ستاسې كاري ګټورتوب به په دغه ورځو كې د اوو پرله پسې ورځو كار كولو پرځاې خورا ډير وي-    

خپل ذهن په بل ځاې كې بوخت كړئ

د كار څخه د رخصتۍ پر مهال د دفتر اړوند رپوټونو باندې كار مه كوئ، خپل ميز مه تنظيموئ، وړانديزونه مه ليكئ او يا داسې څه مه كوئ چې ستاسې ذهني هڅې ته اړتيا لري- خپل ذهن په بشپړ ډول دمه كړئ او خپلو ملګرو او يا كورنۍ سره بوخت شئ- كيدې شي چې په كور كې كار وكړئ، قدم وهلو ته لاړ شئ، فزيكي تمرين وكړئ، ټلويزيون وګورئ، د فلم كتلو ته ولاړ شئ او يا هم د خپلو ماشومانو سره لوبې وكړئ- هر څه چې كوئ خو ځان په داسې ډول منظمه كړئ ترڅو خپل ذهن په اوو ورځو كې يو وار د څلورويشت ساعتونو دپاره دمه كړئ-

رخصتۍ دپاره دباندې لاړ شئ

دويم، د هرو دريو مياشتو نه وروسته درې ورځې رخصتي واخلئ او د هر ډول كار كولو څخه ځان وژغورئ- ان تر دې چې يو څه واړه رسمي كارونه هم مه كوئ- كه چيرې كوچني كارونه وكړئ نو تاسې خپل ذهن بوخت ساتئ چې په پايله كې نه دمه كوئ او نه كوم د پام وړ كار كولې شئ-

د اوزګارتیا د وخت لويې برخې څخه كار واخلئ

دريم، د كال په اوږدو كې كم تر كمه دوه بشپړه اونۍ رخصت واخلئ او دغه مهال هيڅ داسې يو څه چې د رسمي كار پورې اړه لري مه كوئ- تاسې يا خو كار او يا دمه كولې شئ خو دواړه هيڅ كله نه شي كيدې- كه تاسې د رخصتۍ پر مهال لږ كار هم وكړئ نو خپل ذهن ته د بيرته چارجيدو چانس نه وركووئ او تاسې به د خپل رخصت څخه بيرته راتلو پر مهال همدومره ستړي راځئ څومره چې د تګ څخه دمخه وئ-

ځان ته همدا نن دمه وركړئ

كه چيرې تاسې په يو پيچلې اړيكې كې بوخت ياست، او يا په يو ستړي كونكي كار كې نو ځان منظمه كړئ او او همدا نن كم تر كمه په اونۍ كې يوه ورځ  بشپړرخصت واخلئ- ټول تشويش د ذهن څخه دباندې اوباسئ- په دغه اړوند فكر كول پريږدئ- په دغه اړوند خبرې،  تيلفونونه او يا هم ژور فكر مه كوئ- په داسې يو حالت كې چې ستاسې فكر د يو حالت او يا د يو چا سره بوخت وي تاسې د خپل ذهن څخه ښه كار نه شئ اخيستې- تاسې هرو مرو رخصت واخلئ-

په طبيعي ښكلا كې قدم وهلو ته ووځئ

تغير همدومره ښه دې څو مره چې دمه نو اوږد چكر (قدم وهلو) د ذهن او د احساساتو د دمې دپاره ډير ښه دې- كله چې تاسې خپل فزيكي بدن په حركت كې اچوئ نو ستاسې فكرونه او احساسات پخپله دمه كيږي-

ساده خواړه وخورئ

دا هم په ياد ولرئ چې د هاضمې پروسه هم ډيره فزيكي انرجې مصرفوي- نو كه چيرې تاسې ساده خواړه وخورئ نو تاسې به ځان ډير ارامه او تازه احساس كرئ- كه چيرې تاسې ميوې، سبزي او حبوبات وخورئ نو ستاسې د هاضمې سيستم به دخپل د كار كولو دپاره كمې انرجۍ ته اړتيا ولري-

خپل ځان سره ښه وكړئ

دا چې ستاسې خوراکي رژیم ستاسي په فزیکي انرژۍ باندې ژور اغیز لري، او له دغه لارې ستاسې د ذهن او د احساساتو په انرژۍ، که تاسې د هغه څه په اړه چې په خوله کې یې اچوئ ځیرک و اوسئ نو تاسې به ښه احساس وکړئ او تاسې به لا ډیر ګټور و اوسئ- مونږ ته اوس معلومه ده چې هغه خواړه ستاسې بدن دپاره ښه نه دي کوم چې ډیر غوړ، خواږه او مالګه لري- څومره چې تاسې سپک خواړه خورئ همدومره به تاسې ډیره انرژي تر لاسه کړئ-

عملي تمرین

د وړاندې شویو لارښونو په کار اچولو دپاره تاسې ته هغه درې لارې ښودل کیږي کوم چې تاسې همدا اوس کولې شئ:

لومړې، خپلې اونۍ د مخه پلان کړئ او یوه ورځ داسې وټاکئ چې پکې به له کاره ځان بیخي بې غمه کوئ- خپل ځان منظمه کړئ ترڅو تاسې په دغه ورځ له کاره لرې پاتې شئ-

دویم، د خپل درې ورځني رخصت تیرولو دپاره څو میاشتې تر مخه ځاې ونیسۍ او په دغه موخه پیسې پیشکي ورکړئ- کله چې تاسې پیسې ورکړې وي نو تاسې به د خپل رخصت د ځنډولو پرځاې چکر ته لاړ شئ-

دریم، پریکړه وکړئ چې د خپل رخصت پرمهال به بیخي کار نه کوئ- او کله چې تاسې دمه کوئ نو پوره سل سلنه وخت په دمه کې تیر کړئ- دا ډیر مهم دي-

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x