شعـــــرونه

غزل: محمد يوسف خدمتګار مزدور زی

 

را ځـنې وپـوښتـل یـوځوان ژوند کې هجـران څنګه وي
د محـبـت پــه لــورې تـلـل ګــــټـه تـاوان څــنګــه وي
د ژونــد غــوښـتـنې خـو د ژونـد له تجـربـو زده کـیږي
ورځ نـه تـر بـلې سړی پـوه شي چې آرمان څـنګه وي


څـو چې سړي د سـړیـتـوب په مانا ځان پـوه نه کـړي
څـنګـه بـه پـوه شي چې هوښـیار څنګه نادان څنګه وي


کــه محـبـت پـیـژنـــدګـــلــوي وي د مئـیــنـو زړونـــو
بـیـا يي تـر مـنځ غـرونه سـنـدونه بیابان څنګه وي


ما وې ژونـدون مـبـارزه او سړیـتـوب يي هــوډ دی
خوچې سړی ځان په دې پوه کړي چې انسان څنګه وي


د خـدمـتـګار د سـړیـتـوب بـنـســټ د خـلـکــو مـیـنــه
مـیـنـه درښايي چې هجـران څـنګـه جانان څـنګـه وي

 

محمدیوسف خدمتګار مزدورزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x