
روزنه او پرمختګ یعنې څه ؟
الهام الله بابر
روزنه او پرمختګ یعنې څه، ولې بې پایلې او څرنګه پایلې لرونکې کیدای شئ؟
روزنه او پرمختګ د بشري سرچینو مدیریت دنده ده چې د یوې ادارې د وګړو د اجرااتو لا غوره والې او ګټورتیا فعالیت دپاره ترسره کیږي یا هغه منظمه رسمي د زده کړې لړۍ ته ویل کیږي چې په ترڅ کې یې د خوې بدلون د تعلیم ورکونې، لارښونو او پلان شویو تجربو له امله رامنځته کیږي د روزنې په نامه یادیږي:
• روزه عموماً لند مهاله وي
• د تخنیکي او مخانیکي ستونزو د لارښود باندې اسناد وي
• زیاتره وخت د عملیاتي کارکوونکو دپاره په نظر کې نیول کیږي
• د ځانګړي دندي اړوند موخو دپاره وي
روزنه د کارکوونکو سره په اوسنې دنده کې مرسته کوي، پداسې حال چې پرمختګ د کارکوونکو سره د راتلونکو مسولیتونو اخیستلو کې مرسته کوي لکه:
• روزنه د کارکونکو عملیاتې کمښتونه لمنځه وړلو کې مرسته کوي
• لوی ثبات،د یو سازمان د ودې لپاره د انعطاف او د ظرفیت زمینه سازي کوي
• د ماشینونو مقابل کې د پیښو او زیانونه مخنیوې کیږي
• د استخدام موثرې منبع په توګه کارکوي
• د بشري سرچینو برخه کې ښه پانګه اچونه ده او د کارکوونکو د راتلونکې عایداتو ژمنتیا ښایي
• د نارضايتي، نه شتونتیاوو، شکايتونو او د کارکوونکو ادلون بدلون کموي
د روزنې او پرمختګ اړتیا د کارکوونکو د اجرااتو کسر په ترڅ کې څرګندیږي لکه: رزونه او پرمختګ = ټاکل شوی اجراء – رښتنې اجراء
د روزنې ډولونه په لاندې ډول دي:
د دندې روزنه: دا ميتودونه عموما په کارځای کې استعمال کیږي په داسې حال کې چې کارکوونکو په حقیقت کې خپل کاري ځای کې کار کوي. په لاندې توګه د دندې روزنې میتود ډولونه دي:
o د دندې تناوب
o د دندې الرښودنې
o زده کړیالي یا شاګردي
o ستاژ یا مرستیالي
د کاري ځای د باندې زده کړه: دا له کاري ځایونو څخه لرې کارول کیږي په داسې حال کې چې کارکوونکي د ټولګي زده کړې په څېر کار نه کوي؛ لکه سيمينارونه.
او نور وروسته د باندې د کار میتودونو دي؛ لکه: د ټولګي لکچر، صوتي او تصویري، فرضي، موردي مطالعات، رول لوبول او داسې نور…
پرمختګ: هر هغه د زده کړې کړنه چې د راتلونکې اړتیا دپاره وي نه د حال لپاره او همدارنګه ډیرې وخت د مسلک پرمختګ پورې نغښتې وي نه د عمل ترسره کول، نو نوموړې لړۍ ته پرمختګ یا انکشاف ویل کیږي:
• پرمختګ عموماً اوږد مهاله لړۍ وي
• د فلسفي او نظري زده کړو مفاهیمو پورې تړاو لري
• مدیریتي وګړې وي
• د عمومي زده کړې یا پوهې په موخه وي
د لاندې دلایلو له امله روزنه بې پایلې وي:
• د روزنې ګټې پورته سطحې مدیریت ته په پیل کې نوي روښانه شوی.
• د لوړې سطحې مدیران چې د روزنې لازمه ستاینه وه نه کړي.
• کله چې د منځني سطحې مدیریت په مناسبه توګه د لوړې سطحې مدیریت څخه تشویق نشي او له دې امله په تولید مهال ویش کې د روزنې ته اهمیت او ځای ورنه کړل شي.
• کله ناکله د باندې روزنه کې داسې تخنیکونه او تګلارې ښودل کیږي چې په عملی چاپیریال کې د تطبیق وړ نه وي.
• روزونکې محدودې مشورې او خدمتونه وړاندې کوي.
د روزنې پروګرامونو کې د لاندې عوامل په پاملرنې سره کیدای شي اغیزمن او بریالي کړئ:
• بايد د روزنې مشخې موخې په ګوته شي.
• دا بايد معلومه شي چې آیا زده کوونکې د اړتيا وړ استخباراتو، پوخوالي او انګيزې د روزنیز پروګرام دپاره لري چې بشپړ یې کړي.
• زده کونکې ته باید هغه شخصي ګټې، لاسته راوړنې چې په رفتار کې یې وروسته د روزنې منځته راځي باید هم په ګوته او څرګندې شي.
• د روزنې پروګرام باید د زده کوونکې مخکینۍ تجربې او مسلک سره نیغه رابطه باید ولري.
• سازماني شرایط باید د زده کړې چاپیریال لپاره مساعد او ساز ګار وي.
راتلونکو لیکونو کې به ان شاء الله په تفصیلاتو نظر واچوو.