شعـــــرونه

آزاد نظم «جانان خدرخېل»

جانان خدرخېل

مجنون به هسې په جنون مئین و
کنه نو کله په دې ارزېده چې
دی دې له قیسه په مجنون بدل شي
او یا دې څیرې ګرېوان
لوڅې پښې
او تور سر
د لیلا کوڅو کې
لکه مجنون دغسې وګرځېږي.
مجنون نو کله په یو داسې چا
په داسې لیلا
او په داسې ګل مئین و
چې د هغه خندا
د هغه ادا
او د هغه مینه دې
په دې بدرنګه دنیا
د خدای د ښکلي جنت
او د تلپاتي ژوندون
ښکلې معنا ولري
او په یوه مسکا دې
له سړي ټول غمونه
ټول دردونه
داسي یوسي
لکه په شګو پراته
نري نري ګردونه
چې د باران تېزه شېبه
ځان سره یو مخ یوسي
او غمي غمي پاتي شي
هغه برګې برګې
داسي شګې
لکه زما د میني
برګې برګې
او ګولۍ ګولۍ سترګې.
مجنون به هسي په جنون مئین و
مجنون به هسي لېونتوب غوښت
مجنون به هسي یو تاریخ جوړاوه
کنه مجنون نو کله
داسي پښتون و
چې هغه دي د رواج کړۍ کې
او د نادوده او بې ځایه دود
په بند کې بند وي.
مجنون نو کله په یو داسي چا
په داسي لیلا مئین و
چې هغه دي خپل مجنونه سره
له زړه نه مینه لري
خو د پښتو او د پېغور له وېرې
دي مینه پټه ساتي
پټه ساتي
پټه ساتي
او غږ دي نشي کوای
تر دي چې هغه ښکلې
او هغه مسته لیلا
دي د مجنون نشي او
هغه دي بل چا ته
او یوه داسي چا ته
په زور واده شي چې
ورسره مینه څه
چې بیخي هیڅ هم نلري.
خو یو مجنون
او لېونی پښتون دې
بس داسي پرېږدي چې بس
نه وي ژوندی او نه مړ.
خو پښتنه لیلا دي
د خپلې پټې خولې،
د قام له ډاره
او د ناوړه بد دستور د لاسه
د خپل عاشق
د خپل مئین
او خپل مجنون قاتله شي.
مجنون نو کله په یو داسي چا
مئین و چې
هغه دي کلونه وروسته هم
د ده په نوم
د ده په سترګو
او د ده لپاره ژوند تېروي
خو د بل چا په څنګ کې
په یو پردي کور کې
د بل د لاسه لاندې
خو لا دې هم هغې کې
دومره وفا
دومره مینه او
دومره مینه وي چې
خپل پښتانه مجنون ته داسي وایي
چې زه اوس هم په تا مئینه یمه
تاسره مینه لرم
او زما په زړه کې اوس هم
یوازې ته اوسېږې
خو بس پښتو ده
څه ویلی نشم
او دې پښتو زما خولګۍ ګنډلې.
مجنون به هسې په جنون مئین و
کنه مجنون ته کله
د هغه ښکلې لیلا
په پاکه صافه ژبه
او پښتو داسې ویل:
چي ورور مي مري یار مي رنځور کړې
چي مي د ورور په بانه یار ته وژاړمه….

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۵/۴/۲۳

ننګرهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x