د قندیل بلوچ میړه عاشق حسین او زوی

قندیل بلوچ په ملتان کې خپل ورور ووژله

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۵ ل): په دې ورستیو کې د خپل جرآت او په فحاشي باندي مشهوره شوې پاکستانۍ ماډله قندیل بلوچ د خپل ورور له لوري په ملتان ښار کې ووژل شوه.

ابتدائي راپورونه وايي چې پر قندیل بلوچ ډزي شوي خو د پاکستان ځیني رسنیو د پولیسو له خولې ویلي دي چې ورور یې پخپل لاس زیندۍ کړې او وژلې ده.

قندیل بلوچ پر فیسبوک خپله مشهوره پاڼه لرله او هر وخت یې پر خپله صفحه داسي څه خپروله چې د رسنیو د توجو سبب ګرځېدله.

په دې وروستیو کې د پاکستان د رویت هلال کميټې یوه غړي مفتي عبدالقوي سره یې ملاقات کړی وو او د خپل ملاقات ویډیو او انځورونه یې پر انټرنیټ خپاره کړه چې د رسنیو لپاره یې یو ځل بیا د تشویقي خبرونو جوړولو لپاره ښه فرصت برابر کړ.

قندیل بلوچ باندي په دې وروستیو کې د دوه کسانو له لوري دعوه شوې وه چې واده یې ورسره کړی خو قندیل بلوچ یو واده ومنئ او وې ویل چې په ۱۷ کلنۍ کې رشتیا هم واده کړی وو او یو زوی ځیني لري چې ددې د پخواني میړه سره دی.

عاشق حسین پر رسنیو را ښکاره سو او د واده داسي انځورونه یې نشر کړه چې د نوموړي سره د قندیل بلوچ د واده مراسم په کښي انځور شوي وه.

قندیل بلوچ وویل چې پخواني میړه یې دا وهله ځکه یې د خپل زوی سره یو ځای د کوره د تيښتي پریکړه وکړه خو زوی یې اوس د پخواني میړه سره دی.

د قندیل بلوچ اصل نوم فوزیه عظیم وو، ۲۵ کاله عمر یې درلود، د ډیره غازي خان په یوه کلیواله سیمه شاه سدر دین کې زیږېدلې وه. په خپلو ورستیو پوسټونو کې ویلي وه چې دا په پاکستان کې ځان خوندي نه بولي، ځکه یې پریکړه کړې چې له هیواده ووزي او په یوه بهرني هیواد کې میشته شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د