شعـــــرونه

غزل: فتحان حنفي

فتحان حنفي

زړه مې ګله ستا سره نغښتلی ده
ستا له پاکې میني سره ښکلی ده

عشق درسره سخت بې انتها کوي
مینه کې مـــــــقام ته رسیدلی ده

وي خفه خفه چې ستادیدار نشته
نن یې ستا تصویر ځکه ساتلی ده

سخته ده پرې ستاداد فراق شېبه
ستا په جدائ کې ژړيــــــــدلی ده

تنها یادګـــارونه دي ورپـــــاته دي
ځکه خو ظــــهیر ده غم ځپلی ده

کوم ظالم بیلتون ورنه جــدا کړلې
ګوره چې رنځـــور ده زوریدلی ده

ندي راځي حــــال اې زنداني اشنا
بس له انتـــــــــظاره غلی غلی ده

رب دي بېرته راوله ژونـــدی ورته
تاته یې ټول عمر صـــــبر کړی ده

بېرته په راتلو تر او تــازه به شي
زما (فتحان) زړګۍ که کړېدلی ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x