نړۍ

اردوګان : کودتا ناکامه شوه ، واک له موږ سره دی او عاملين به يې دروند تاوان پرې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه ، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۵ ل):تېره شپه د ترکيې د پوځ يوې ډلي غوښتل کودتا وکړي خو هڅه يې ناکامه شوه

کودتا کوونکو له فعاليت سره سم د ترکيې ملي تلويزون اشغال کړ ، ګرځبنديز يې اعلان کړ او ويل يې نور واک له موږ سره دی او د طيب اردګان حکومت له منځه لاړ .

د کودتا د هڅي په مهال زيات شمېر پوځيان چې له کودتا کوونکو سره مل وو لارو او کوڅو ته راووتل او همدار راز ددوی الوتکو په سيمه کې ګزمې کولې چې وروسته د اردګان د پلويانو له لوري د جيټ الوتکو په مټ ناستي ته مجبوري او نسکوري شوې .

د انقلاب هڅه هغه وخت د ناکامۍ سره مخ شوه کله چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ولس ته وینا وکړه او د هغوی څخه یې وغوښته چې هوايي ډګرونو او واټنونو ته راووزي او د انقلابي هڅې پر ضد اواز اوچت کړي.

انقلابي عسکرو پر هغه هوټل هم د هلیکوپتر په واسطه برید وکړ په کوم کې چې تیره شپه اردوګان میشت وو او ولس ته یې وینا کړې وه، خو د برید تر مخه نوموړی په ولسي لاریونونو کې د ګډون په موخه د استانبول نړیوال هوايي ډګر ته روان شوی وو.

د الجزیره تلویزون د خبر سره سم تر اوسه په دغه انقلابي هڅه کې ۹۰ کسه وژل شوي او تر ۱۱۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

ولسمشر طيب اردګان د ترکيې جنوب ته په رخصتۍ تللی وو او له هم هغه ځايه يې د تلوېزون په مرسته خپل پلويان په لاريون کولو امر کړل .

د اردګان پلويانو په لاريون پيل وکړ او له کودتا کوونکو سره هر ځای لاس او ګرېوان شول تر دې چې زيات شمېر يې اړ کړل تر څو ځانونه تسليم کړي .

د ترکیې چارواکو نن اعلان وکړ چې د انقلابي عسکرو او جګپوړو چارواکو په شمول یې تر اوسه تر ۱۵۵۰ زیات کسان نیولي دي چې چې زیات شمېر پوځي قومندانان او جنرالان هم په کښي شامل دي.

طيب اردګان پرېکړه کړې چې د هيواد پوځ به چاڼ کوي تر څو مخالفين د بيا لپاره داسي ناکامه هڅه ونکړي.

اردګان حالت نورمال ښودلی ، اولس ته يې ډاډ ورکړی او وايي د کودتا هڅه کوونکي به دروند تاوان پرې کړي.

پاته دي نه وي چې څو شېبې مخکې د ترکیې ملي هوايي شرکت (ترکیش ایرلاین) اعلان وکړ چې د معمول سره سم به خپل نړیوالو پروازونو ته ادامه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

پدی لیکنه کی ‌‌‌‌‌‌ډیر په مهارت هڅه شوی چی یوی نامشروع کودتا ته د انقلاب او نامشروع د قدرت غاصبینو ته د انقلابیانو نوم ورکړی . انقلاب د د یوه کارنه ورکونکی زاړه سیستم پرضد اولسی پاڅون ته ویل کیږی او دا نن چی کوم څه په ترکیه کی روان وو دا د یوی ‌‌‌‌‌‌ډلی لخوا د اولس د خوښی په مخالفت د قدرت غصب وو

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د اسلامي هيوادونو په لړ کي يواځني هيوادونه ( سعودي عربستان ، ترکيه ، ماليزيا ، اندونيزيا ) دي چي نن ورځ پکښي امن او ثبات موجود دی ، او مسلمانان پکي د ساه کښلو فرصت لري . نړيوال ښکيلاک او د هغوی طامع او زرخريده مرئيان خپله نهايي هڅه او تلاښ کوي ، چي نوموړي هيوادونه ناارام او هرج و مرج پکښي را مخکي کړي ، ښه څرګندي بيلګي يي په سعودي عربستان او بالخصوص د سرورکائنات مقبرمطهرته نږدې چاودنه او د شنبي په ماښام په ترکيه کي د ناکامه کودتاه حرکت دی. الحمدالله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x