نظــر

هغه کودتا چې اردوګان وګټله

لیکنه: په قاهره کې د بي بی سي خبریال مهرداد فرهمند

ژباړه: خالد افغان

هغه کودتا چې د ترکیې د مشر رجب طیب اردوګان د نسکورولو په غرض پیل شوې وه اوس داسې ښکاري چې د نوموړي د سیاسي موضع د لا نورې پیاوړتیا له پایلې سره به پای ته ورسیږي، د کودتا ناکامي به د سیاسي تغیراتو او لا نورو واکونو د خپلولو په چاره کې د اردوغان په ځان باور نور هم زیات کړي. له دې علاوه به د کودتا شکست د پوځي ګواښونو په وړاندې د اردوغان مقاومت ګارنټي کړي او په راتلونکې کې به د ورته ګواښونو د تکرار احتمال په صفر کې ضرب کړي.

د کودتا په وړاندې د مقاومت په اړه د اردوغان غږ ته د عام اولس فوري او پراخ هرکلي وښوده چې د مخالفتونو له شتون سره سره لا هم نوموړی د ترکیې په اولس کې له پراخ نفوذ څخه برخمن دی.له کودتا سره د مبارزې او د خپلو پلویانو د سریع او پراخ بسیج په برخه کې د عدالت او پراختیا ګوند هم خپل کارندوالی په اثبات ورساوو.

اما بالمقابل د اردوغان مخالفو احزابو د پوځي کودتا په وړاندې منفعلانه او زړه نازړه غبرګون وښود چې کیدلای شي ددې ګوندونو په حیثیت منفي اغیز پریباسي.د کودتا د پیل په شیبو کې د خلق جمهوري ګوند رهبر کمال قلیچدار اوغلو د کودتا په مقابل کې له هر ډول اقدام څخه امتناع وکړه او خپل غبرګون یي په دې مبهمو تورو کې وړاندې کړ چې ( موږ به دموکراسي او خپل بشري حقوق ترلاسه کړو) د نوموړي دا خبره دومره مبهمه او دوه اړخیزه وه چې په هماغو شیبو کې کیدلای شوای له کودتاچیانو سره د ملګرتیا معنی ترې واخیستل شي ځکه هغوی هم کودتا د دموکراسۍ او بشري حقوقو د لاسته راوړلو له شعار سره پیل کړې وه.

وروسته کله چې خلک واټونو ته راووتل او له کودتاچیانو سره ښکیل شول د حکومت مخالفو احزابو په هغه کې هیڅ سهم نه درلود او په دې تاریخي شپه یي هیڅ مثبت کردار وړاندې نکړای شو.د خلقو دموکراتیک ګوند چې زیاتره پلویان یي کردان دي یوازې یي له کودتا سره د مخالفت اعلان وکړ اما واټونو ته په وتلو او له کودتاچیانو سره د ښکیلېدلو زړه یي ونکړای شو.

په دې ترتیب رجب طیب اردغان په دې تاریخي شپه تر پخوا له قوي دریځ سره وځلېد اما سیاسي مخالفان یي د پخوا په نسبت په مراتبو ضعیف موقف کې پاتې شول. د دې کامیابۍ په بنسټ اردوغان کولای شي د ترکیې د اساسي قانون د تغیر طرح په بریا سره تعقیب او تر منزله ورسوي هغه طرح چې د ترکیې نظام به له پارلماني څخه په ریاستي واړوي او رئیس جمهور به د هیواد د رهبر او اجرایي واکمن په حیث له اضافه واکونو برخمن کړي.

ښاغلي اردوغان د خپل سیاسي ژوند یو سخت کال تر شا پرې ایښی د هغه د عدالت او پراختیا په نوم ګوند د تیرکال په ټاکنو کې ونه توانید چې د پارلمان اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي. نوموړی په مټ کې وتوانېد چې حکومتي واک په کنټرول کې وساتي.په دې سربیره په کردنشینو سیمو کې بحران، په هیواد کې د ناامنۍ د پیښو زیادت، اقتصادي افول او په بهرنیو اړیکو کې د خړپړتیا پېښیدو اردوغان تر دې حده تر انتقادونو لاندې کړ چې د سیاسي نظام د تغیر ارمان یې د لومړیتوبونو له لسته وغورځېد. اما اوس د ترکیې سیاسي حالت په کاملا بیل وضعیت کې قرار لري.او که فرضا په همدې نږدې راتلونکې کې ټاکنې ترسره شي د اردوغان ګوند به د پام وړ بریا په کې ترلاسه کړي.

د تیر کال په ټاکنو کې د اردوغان د ګوند د ناکامي مهم علت د خلکو د دموکراتیک ګوند رامنځته کیدل و چې د ډیری کردانو رایې یي د عدالت او توسعې له ګوند څخه د ځان لور ته جلب کړې.اما اوس چې د خلقو دموکراتیک ګوند د خپلو توندو موضع ګیریو او په کرد میشتو سیمو کې د روان بحران له امله د زیاتره محافظه کارو او سنتي سیمو ملاتړ له لاسه ورکړی کارپوهان باور لري چې ددې سیمو رایې به بیرته د عدالت او پراختیا ګوند صندوق ته راوګرځي.او د خلکو دموکراتیک ګوند به ونه توانیږي چې په پارلمان کې تر لس فیصده زیاتې څوکۍ د ځان کړي.

د جمهوري خلق او ملي حرکت په نومونو دوه نور مطرح ګوندونه چې د کودتا په مقابل کې یي منفعلانه غبرګون ښودلی نور د تیر کال په شان له اعتبار څخه برخمن نه دي او وبه نه توانیږي د اردوغان د مخالفینو رایې د ځان کړي.دغه راز د اردوغان د مخالفینو وړاندوینې او ادعاګانې چې د عدالت او پراختیا ګوند دننه یي د انشعاب، اختلاف او داخلي شړیدلو په اړه وړاندې کولې تراوسه یي هیڅ یوه رښتیا نه ده ختلې.

همدا اوس ښاغلی اردوغان نظر مخالفینو ته یي په خورا ښه دریځ کې قرار لري او کولای شي د ملي پیوستون هغه احساس چې د کودتا په شپه یي هیوادوالو ته ورولید په خپله ګټه وکاروي. نوموړی که پارلمان د سیاسي نظام د بنسټیز تغیر په برخه کې له ځان سره ملګری نکړای شي دا کولای شي چې راتلونکو انتخاباتو ته له قوي دریځ سره وروړاندې او په پایله کې یو موافق او ملګری پارلمان له ځان په اردوغان د سیاسي مخالفینو یو مهم انتقاد د بهرنۍ تګلارې له اړخه و اما اردوغان په دې وروستیو کې توانیدلی له روسیې او اسرائیلو سره د اړیکو په رغولو کې د پام وړ اقدامات وکړي.چې دا به په نړیواله کچه د ترکیې په اعتبار او د هیواد په کچه په اقتصادي وضعیت ښه اغیز وکړي. حتی په دې وروستیو کې خو اوریدل کیږی چې د سوریې د موضوع په اړه هم ترکیه په خپل سیاست له سره ښاغلي اردوغان د وروستۍ کودتا د پړې ګوته خپل مخالف مذهبي شخصیت فتح الله ګولن ته ونیوله، په دې اساس تمه کیږي چې نوموړی به د ښاغلي ګولن ډله تر هغه حده کمزورې او له پښو وغورځوي چې بل ځل ونه کړای شي د نوموړي په وړاندې جبهه پرانیزي او یا د ترکیې اسلامپالي د اردوغان په ضد وکاروي.

هغه کودتا چې د ترکیې په تاریخ کې یي د یوې مهمې شپې یاد تر شا پرېښود شاید د اردوغان لپاره یوه مهمه بخت آزموینه وه چې نوموړي یي ګټه ترلاسه کړه اما د ترکیې پوځ چې ترپرونه په عامه ذهنیت کې یو سپیڅلی ځواک بلل کیده د تیرې شپې له حادثې یي ژور زخم خوړلی دی.

هغه پوځ چې په هرو لسو کلونو کې یي یوه کودتا کوله او نظامونه یي بدلول دتیرې شپې له ناکامۍ وروسته یي اقتدار او اعتبار له جدي ننګونې سره مخامخ ښکاري په داسې حال چې هیواد هم له امنیتي ګواښونه سره لاس او ګریوان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x