نظــر

د ايتاتورک په ترکیه کې د اردوغان حیثیت

زخمي افغان

تېره شپه په ترکیه کې د پوځ د یوې ډلې لخوا د مسلمان ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت په ضد کودتا وشوه.چې ورسره په ټولنیزو رسنیو کې د ترکیې، اردوغان او ترکي اسلامپالو په اړه پراخ بحثونه راوپاریدل. ډیری اسلامپال فیسبوک کاروونکي چې د اردوغان په ملاتړ ولاړ ول د یوه اقلیت اسلامپالو لخوا تر نقد لاندې ونیول شول،چې ولې د یوه سیکولر هیواد د مشر ملاتړ کوي؟

ترکیه واقعا یو سکولر حکومت لري.د ناټو اتحاد غړیتوب لري چې د همدې غړیتوب په چوکاټ کې یي افغانستان ته پوځیان هم رالیږلي دي.په ترکیه کې لا هم د امریکا او ناټو پوځي اډې فعالې دي.

د ترکیې د نظام غیر اسلامي کړنې یوازې په دې کې نه خلاصه کیږي، بلکې که ددې هیواد څو لسیزې پخوانی تاریخ وګورو نو له اسلام سره ددې هیواد د واکمنو د دښمنۍ ګراف به مو حیران کړي.

څو لسیزې وړاندې د کمال ایتاترک په واک ته رسیدلو سره په ترکیه کې د خلافت اسلامي نظام لغو شو.دیني مدارس بند او په ځای یي سیکولر تعلیمي ادارې فعالې شوې،نوموړي خلیفه او د خلافت له فکر سره تړلي ټول اشخاص له هیواده په هجرت مجبور کړل.ایتاترک د ترکیې د نويو قوانینو جوړولوته اروپایي پوهان راغوښتل تر څو یي د ایټالیا، سویس او المان له  مدني، جنایي او تجاري قوانینو په استفاده ورته قوانین ترتیب کړل.

ایتاترک عربي رسم الخط لغو او پر ځای یي د غرب لاتیني حروف واجب الاجراء وبلل، ایتاترک ټولو حکومتي او تعلیمي ادارو ته ورځ وټاکله چې که له ټاکلې نیټې وروسته حتی یو حرف عربي هم ولیکي نو له وظیفې نه د عزل، له هیواد نه د شړلو او حتی د تابعیت د سلب له سزا سره مخامخیدای شي.

ایتاترک د له متعددو ښځو سره نکاح ناقانونه وبلله، د ښځو او نارینه و تر منځ یي په ټولو حقوقو، وجایبو او مواریثو کې مساوات لازم وباله،ایتاترک د ایاصوفیا او الفاتح تاریخي مساجد په موزیمونو بدل کړل او د نندارچیانو لپاره یي په کې بتان ودرول، په عربي اذان او په عربي ژبه د قرآن په تلاوت یي بندیز ولګاوو یوازې یي په ترکي ژبه د اذان او قرآن ژباړې ته اجازه ورکړه، ایتاترک په دې اړه دومره جدي و چې په  استانبول کې یي د یوه مسجد آذان خانه په دې جرم ونړوله چې په عربي یي د سهار اذان کړی و.

ایتاترک اسلامي هجري تاریخ په غربي تاریخ بدل کړ، د عید الفطر او عیدالا ضحی رسمي ورځې یي لغو کړې، د اونۍ رخصتي یي له جمعې  یک شنبې ته واړوله او په حج او حجاب یي رسمی بندیز ولګاوو.

کمال ایتاترک د اسلام او خلافت ټاټوبی به بشپړ ډول له اسلامي شعائرو خلاص کړ او په ۱۹۳۸ کال کې چې مړ کېدو نو وروستی فرمان یي د یوازیني پاته رکن لمانځه پر ضد و او وصیت یي وکړ چې د جنازې لمونځ دې ورباندې نه کیږي.

په دې ډول ترکیه په بشپړه توګه د بي دینۍ په ګرداب کې ډوبه شوه، ترکیې ته د اسلام د اعادې لپاره بیا بیا هڅې وشوې، د نقشبندي صوفیانو له پاڅون نیولې بیا د سعید النورسي تر سوله ایز تحریک پورې،مګر سیکولر واکمنو دغه ټولې هڅې په سختۍ سره وځپلې.

اما که د نن خبره کوو. آیا ترکیه په هماغه حالت پاته ده چې په ۱۹۳۸ م کې له ایتاترک نه په میراث پاته وه؟

ځواب منفي دی. نه هیڅکله نه. دری کاله وړاندې چې حج ته تللی وم په هماغه کال د ترکیې صدر اعظم هم حج ته راغلی و. له دې معلومه شوه چې په ترکیه کې نه یوازې په حج رسمي بندیز نشته، بلکې واکمن یي په حج عقید لري او ترسره کوي یې.

ایتاترک د ترکیې ښځې د برچې په زور له حجاب څخه لغړې کړې، اما اوس د ولسمشر اردوغان میرمن حجاب په سر کوي. ایتاترک په عربي اذان بندیز لګولی و، اما تیره شپه چې د ایتاترک پاتې شونو د کودتا ټانګونه غرول په وړاندې یي د استانبول له مساجدو د آذان هنګامې پورته کیدلې او د ترکیې ښارونه د الله اکبر نعرو په سر اخیستي و.

له دې او په حکومتي، تعلیمي، تقنیني او ګڼو نورو برخو کې دیني اصلاحاتو او ترکیې ته د اسلامي ارزښتونو له راستنېدو بریښي چې ترکیه یو ځل بیا اسلام ته غیږه خلاصوي او د بي دینۍ نښې کرار کرار کډه اخلي.

ترکانو ته د اسلام د ورپه زړه کولو او اسلامي شعائرو د راتاندولو ټول کریډیت د نجم الدین اربکان په نوم د هغه اسلام پال ګټلی ویاړ دی، چې ۱۹۷۲ میلادي کال کې د اسلامي ګوند بنسټ کیښود او په ډیره هوښیارۍ یي د ترکانو تر منځ د اسلامپالنې او خپل ماضي ته د ورګرځیدو دعوت وچلاوو.

اربکان او شاګرد یي اردوغان په تیرو لسیزو کې د اسلامی مبارزې په لړ کې له بیلابیلو سړو او تودو پړاوونو تیر شول، بیا بیا د پوځ لخوا سرکوب شول، د ګوند د نوم او تشکیلاتو بدلیدو ته اړ شول خو په پوره هوښیارۍ یي د سیکولرانو په وړاندې خپل پایښت وساته او په یو مخیز شکل ذووب نه شول.

د اربکان او اردوغان مبارزه اوس هم روانه ده، دوی لکه وړاندې چې وویل شول د پام وړ اصلاحات راوستي او د نورو اصلاحاتو لپاره هم هڅې کوې.په سیکولر ترکیه کې د اسلامپال اردوغان حیثیت باید موږ ته داسې وي لکه په اسلامي هیواد افغانستان کې چې امریکایانو او بي دینانو ته د اشرف غني حیثیت دی.

امریکا او نور بي دینان له اشرف غني دا تمه نه کوي چې په یوه ورځ ورته ټول لادینیت نافذ کړي، که اشرف غني د مجبوریتونو له امله حج او عمره کوي هم بي دینه باداران یي پرې هیڅ اعتراض نه کوي، هغوی له  ظاهري اسلامي حرکاتو سره سره ځکه د اشرف غني ټینګ ملاتړ کوي چې هغه د سیاسي واک غوندې یو مهم ځواک په لاس کې لري او په تدریج سره افغانستان د بي دینۍ په خوا رهبري کوي.

موږ هم باید په سیکولر ترکیه کې د اسلام د ارمانجن اردوغان نفس شتون غنیمت وبولو، له هغه څخه د هغه د امکاناتو او شرایطو په تناسب تمه وکړو، او وخت ورکړو چې د راوستو تبدیلیو غوندې ترکیه په بشپړه توګه د دین په رنګ ورنګوي او د ناټو او امریکا له ځغ نه یي خلاصه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Nazar Gul Dilsooz

اسلام علیکم! نظرگل دلسوز یم دی ترکیہ سخہ!
تاسی باید چی ویڈیو راپورنہ ھم ولرئ او نشر یئ کڑی.
او بل باید چی ستاسی راپور ڈیر لنڈ او مختصر وی چی مینوال یئ پہ آسانی او پہ مینہ ولولی.
ستاسو لہ خدمت سخہ یو جھان مننہ.!
والسلام بہ احترام

wali khan

کا ش چی زمونګ سیا سیون هم لکه اردوعان دخلکو په زړونو کار وکړی او داسلام لپاره بنیادی خدمت وکړی نه دخپل ورور په وژلو او نفرت پیداکولو سره په خلکو خپل نظر ومنی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x