نړۍ

اردوګان له امریکا وغوښتل چې فتح الله ګولن ورته تسلیم کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۵ل): ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان له امریکا غوښتي چې فتح الله ګولن څوک چې د ترکيې د تېرې شپې د ناکامې کودتا مسوول ګڼل کیږي، د محاکمې لپاره ترکیې ته وسپاري.

اردوګان چې په استنبول کې يې لسګونه زره ترکانو ته وینا کوله، په امریکا غږ وکړ چې د کودتا اصلي طراح فتح الله ګولن تبعید کړي: « زه له دې ځایه په امریکا غږ کوم، زه په ښاغلي ولسمشر (اوباما) غږ کوم، متحده ایالاتو، تاسو باید دغه کس تبعید کړئ».

اردوګان وویل چې هغه د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته په کراتو مراتو ویلي چې ګولن د ترکيې امنیت ته ګواښ جوړ کړی او دوی یې باید له خپل هېواده وباسي.

فتح الله ګولن د چا په اړه چې ویل کیږي چې په ترکیه کې د پرونۍ ناکامې کودتا تر شا یې لاس دی.

«ښاغلي ولسمشره، ما په خپله تاسو ته وویل چې تاسو دغه کس چې د پینسیلوانیا په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې اوسیږي، یا خو يې له خپل هېواده وباسئ یا یې موږ ته وسپارئ».

اردوګان زیاته کړه: «ما تاسو ته وویل چې هغه د کودتا دسیسې جوړوي، خو زما غږ وانه وریدل شو. اوس تر کودتا وروسته زه بیا وایم، دغه کس چې په پینسیلوانیا کې اوسیږي ترکیې ته وسپارئ».

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي وو چې امریکا به له ترکیې سره د ناکامې کودتا په اړه څېړنو کې مرسته وکړي. هغه له ترکيې وغوښتل چې د ګولن خلاف شواهد له امریکا سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې د ترکيې پوځ یوې باغي ډلې بېګا د شپې ناوخته هڅه وکړله چې د خلکو په رایه ولاړ حکومت چپه او پوځي نظام حاکم کړي. دغې ډلې لومړی د ترکيې دولتي رسنیزه اداره TRT ونیوله او له دغې لارې یې یو اعلامیه خپره کړله چې په ترکیه کې پوځي حکومت نافذ او ګرځبندیز لګیدلی دی او هېواد اوس د «امن شورا» لخوا چلول کیږي څو عامه امن اخلال نه شي.

په اعلامیه کې ویل شوي وو چې اوسنی حکومت د ترکيې دیموکرات او سیکولر قوانینو ته زیان رسولی او دوی به ژر تر ژره نوی اساسي قانون تصویب کړي.

باغي پوځ سرکونو ته ټانګونه را ویستي وو خو تر هغه وروسته چې په انترنیټ د اردوګان د څو ثانیو پیغام چې په کې يې له ترکانو غوښتي وو چې سرکونو ته را ووځي خپور شو، کودتا د څو ساعتونو په ترڅ کې ناکامه شوه.

د ترکیې باغي پوځ په ولسي وګړو ډزې وکړې او ځېنې ځایونه یې بمبار کړل. په نښتو کې ټول ۱۹۴ کسان و وژل شول. رسمي سرچېنې وايي چې د ترکيې پوځ تر دې دمه ۱۵۶۳ باغي پوځيان نیولي دي او دا سلسله لا هم روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x