نړۍ

مصري حکومت د ترکیې سره خپله عقده د کودتا په نه غندنه وویستله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر هغه وروسته د ترکیې د ناکامې کودتا په غندنه کې پاتې راغله چې مصر يې د غندنې په بیانیه باندې اعتراض وکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بیانیه کې له ټولو غړو هېوادونو غوښتل شوي وو چې د ترکيې دیموکراتیک منتخب حکومت احترام وکړي.

رویټرز خبري اژانس د یوه ديپلومات له قوله چې نه غواړي نوم یې ذکر شي لیکلي چې امریکا لخوا وړاندې شوې مسوده کې د ترکيې د روان حالت په اړه اندېښنه څرګنده شوې وه، په ټولو لوریو غږ شوی و چې له تاوتریخوالي او وینې بهونې څخه لاس واخلي، کړکېچ ژر تر ژره ختم او د قانون حاکمیت ته ور وګرځي.

UN-Sec-Council-690x450
ملګرو ملتونو امنیت شورا

د کودتا د غندنې دغه بیانیه باید د ټولو ۱۵ غړو هېوادونو لخوا منل شوې وه.

یاد دیپلومات زیاته کړې چې مصر د بیانيې د خپرېدو په مخ کې خنډ شو او په وینا یې دغه هېواد ټینګار کاوه چې د امنیت شورا اوس په دې حالت کې نه ده چې دا معلومه کړي چې د ترکیې حکومت په دیموکراتیکه توګه انتخاب شوی و.

په مصر کې اوسمهال کودتاچي رژيم حاکم دی او له اردوګان سره چې د ترکيې د منتخب حکومت ملاتړی و، ښې اړیکې نه لري.

پخواني جنرال او د مصر اوسنی کودتاچي ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ۲۰۱۳ز کال کې د منتخب ولسمشر محمد مرسي حکومت د یوې نظامي کودتا له لارې ړنګ کړ. مرسي د ټولټاکنو له لارې واکمنۍ ته رسېدلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x