شعـــــرونه

غزل: ابراهيم صياد

ابراهیم صیاد

د سر په بیه مو ساتلې مینه
تل مو په وینو ده پاللې مینه

د ګل لپاره په ازغو تیریږو
ځکه مو هر وختې ګټلې مینه

له دار او ناره سره لوبې کوو
ټولې نړۍ مو ده منلې مینه

د عرش مزل په ککرو لنډوو
د لیونو سر ته ختلې مینه

په وچو شونډو باندې مه شه خطا
د زړه رخسار کې مو ټومبلې مینه

د یو شهید په مزار سپینو جنډو
راته بیان کړله سپېڅلې مینه

په لاس او پښو کې د زلمو شرنګیدې
له زولنو مې ده ژباړلې مینه

هم عبادت هم اطاعت ده پکې
صیاد په مینه ده ستایلې مینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x