qateelzoy

د گنج اوونيزې شپږ كلن خپرنيز يون ته ځغلنده كتنه (1)

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

گنج اوونيزه په پښتو او دري ژبو مسلكي خپرونې لري؛ بنسټوال يې ملي پانگوال او د بيات بنسټ، اريانا راډيو- ټلويزيون او افغان بيسيم  لوى مشر الحاج انجنير احسان الله بيات دى، چې د نوموړي پر مالي لگښت او معنوي پانگه د خپلواكۍ او پت ساتنې د ۸۷ كليزې په وياړ د شنبې په ورځ د ۱۳۸۵ ل كال د زمري په ۲۸ چې د ۲۰۰۶ عيسوي كال د اگست له نولسمې سره برابره ده؛

د احسان الله مومند په تخنيكي نوښت او د افغان ليكوال او فرهنگي څېړونكي الحاج احسان الله ارينزي په هراړخيز معنوي څاراو  علمي زيار په ستره كچه او رنگينه بڼه اته مخيزه خپره شوه.

د گنج هيله داوه او دا ده، چې د افغانستان د تاريخي، فرهنگي او ټولنيزو ارزښتونو په اړه خپرونې وكړې .

د گنج اوونيزې د لومړي كال په لومړۍ گڼه كې نه يوازې(( گنج ستاسو اوونيزه ډالۍ)) سرليكنه وړاندې شوې، بلكې د فرهنگ او هويت لومړيتوبونه يې د مسلكي موخې په توگه هم تر څارنې، ژغورنې او هڅونې لاندې ونيول او دا هيله ور سره په ډاگه  شوه، چې :

كه وگړي او هېوادوال مو له خپل تاريخ، وياړنو، فولكلور، انگېرنو، ماتو او پرمختگونو څخه ليرې پاتې شي؛ نو پرته له شكه به همدغه ليرې والى د خلكو په روان او راتلونكي ټولنيز ژوندانه كې د يو لړ هغو ژورو ستونزو لامل وگرزي، چې نه به په كې د هېواد فرهنگ شتمن پاتې شي او نه به يې وگړي د زغم، واك او ځواك لرونكي  ومنل شي.

دا، چې زمونږ هېواد په تېرو درې لسيزو كې اوږدو جگړو ډېر ځپلى؛ نو په ډېر شمېر افغانان مو نه يوازې هېواد پرېښودلو ته اړ شوي، بلكې د خپل هېواد له رواجونو، تاريخ، انگېرنو، فرهنگ او نورو علمي او پوهنيزوارزښتونو هم په يوه تشه كې پاتې دي.

د همدغې تشې د ډكولو په هيله گنج اوونيزې نه يوازې بهر مېشتو او كور مېشتو هېوادوالو ته په هېواد كې دننه خپرونې وغزولې، بلكې په پوره زغم يې د هېوادنيو ارزښتونو په اړه درنو هېوادوالو ته د بېلابېلو مسلكي معلوماتو په وړاندې كولو هم د هېواد په رسنيز ډگر كې غوره او ارزښتمن گامونه پورته كړل او دا غوښتنه  ورسره وغزېده، چې:

كه غواړئ شتمن فرهنگ او متمدن وگړي ولرئ او هېوادوالو ته هېوادني او ملي ارزښتونه وړاندې كړئ؛ نو د هېواد په علمي، فرهنگي، تاريخي، ادبي او اقتصادي ارزښتونو نه يوازې اكاډميكې او علمي څېړنې وكړئ، بلكې خپله قلمي همكاري هم له گنج اوونيزې مه سپموئ.

د همدې موخې د تر سره كولو په هيله د گنج اوونيزې كمپوزيټور ښاغلي احسان الله مومند او كتونكي پلاوي د مشرښاغلي الحاج احسان الله ارينزي په څرگندو هلوځلو په لومړۍ اته مخيزه رنگه گڼه كې د افغانستان غيور، پتپالونكي او ننگيالي ملت ته د ملي پانگوال او لوى مشر ښاغلي الحاج انجنير احسان الله بيات د مباركۍ پيغام، د ازادۍ د اتل امان الله خان وصيت، په كندهار كې د رسنيو او فرهنگي ناستو اوسنى بهير او د نوميالي فرهنگي ليكوال ښاغلي استاذ حبيب الله رفيع (( شمس النهار)) څېړنيزه ليكنه او د ښاغلي عبدالولي امين (( پېغله ملاله)) او يو شمېر نورې ادبي، خبري او سپورتي ليكنې چاپ او خپرې شوې.

د گنج اوونيزې د لومړي كال دوه يمه گڼه، چې د وږي( سنبلې) په يوولسمه نېټه په ستره كچه، توره او سپينه بڼه څلور مخيزه خپره شوي؛ پر سرمقاله(( گنجينۀ آثار باستانى مواظبت مسولانه مى طلبد)) سربېره په كې له ميوند مجلې څخه د ښاغلي رحيم الله بشارت او ارواښاد علامه پوهاند عبدالشكور رشاد مركه ((پښتنې ښځې په افغان تاريخ كې څرگنده برخه لري)) د اهميت له مخې غوره شوې، د ښه ليكوال او ژورنالست ښاغلي حنيف الهام((راديو- تلويزيون اريانا در يك نگاه)) خبريزه ليكنه، د پژواك خبري څانگې دوه څرگندونې((بيش از شش تُن پياز زعفران هرات بين دهاقين ساير ولايات توزيع خواهد شد)) او ((اطراف مجسمۀ مخروبۀ بودا از وجود ماين پاك كاري گرديد))، د ښاغلي فرهنگي هميم جلالزي(( د غزني د ميرمنو لاسي صنايع به نړيوال ريكارډ ټينگ كړي)) او د ښاغلي شهباز وردگ (( له ټولوافغان ټلويزيوني شبكو څخه گيله عادلانه نه برېښي)) خبري كتنه د گنج مينه والو ته وړاندې شوې دي.

**د يادونې وړ ده، چې د گنج اوونيزې د لومړي كال درېيمه گڼه د ۱۳۸۵ ل كال د وږي(سنبلې) په اته لسمه خپره شوې، خو په تر لاسه كولو يې بريالى نه شوم؛ هيله ده لوستونكي يې د څرگندولو زيار و گالي.

د گنج اوونيزې د لومړي كال په څلورمه گڼه كې پر سرمقاله((ناټو د جنگ له لارې امنيت نه شي راوستلاى)) سربېره د ښاغلي حبيب الله رفيع(( سراج الاخبار افغانستان)) تاريخي څېړنه، د ښاغلي هادي غفاري(( صنايع دستى و تخنيكي در باميان به نمايش گذاشته شد)) سوداگريزه سپړنه، له ټول افغان څخه په مننه د ښاغلي سرور((د سپتمبر له يوولسمې پاكستان ښه گټه پورته كړه))سياسي سپړنه،د ښاغلي سيد علي كاظمي((تاريخچۀ فوتبال)) سپورتي څېړنه، د ښاغلي وارث حسرت((وزلوبه)) سپورتي ليكنه، د ښاغلي عبدالعزيز جهت(( نگاه مختصرى به سير موسيقي در افغانستان)) فرهنگي څېړنه، له ټول افغان څخه په مننه د ښاغلي احمدزي(( د دولت دا ناكاره بېروكراسي به تر كومه دوام كوي؟)) ټولنيزه څېړنه او له پژواك خبري اژانس څخه په مننه د ښاغلي محمد برات(( فابريكه هاى كوچك صنايع دستي در سمنگان روبه سقوط اند)) خبري ليكنه د دې څلورمخيزې- تورې سپينې گڼې ټوليزه ځانگړتيا څرگندوي.   

د دغې اوونيزې د لومړي كال پېنځمه گڼه د شنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه خپره شوې او خپله توره او سپينه بڼه يې په ستره كچه وساتله. په دې گڼه كې پر سر مقالې(( شمال كشور در آستانۀ فاجعۀ بشرى)) سربېره د ښاغلي زبير بابكرخېل(( افغانستان به مساعدت هاى دوامدار نياز دارد))، د هوسۍ له ادبي ويبلاگ څخه(( څوك به ټولنه جوړوي؟)) بې نومه ټولنيزه راخيستنه، د گنج ټينگار(( د پوستين جوړولو صنعت مخ په ختميدو دى))، د ښاغلي امين الله عادل(( د روژې احكام، آداب او فضايل))، د ښاغلي عبدالعزيز جهت((نگاه مختصرى به سير موسيقى در افغانستان)) له تېرې گڼې پاته برخه، د عربي ژبې او اسلامي زده كړو د ۹۹ فارغانو(( راغلى ليك))، چې د مسوولينو د پام وړ! گڼل شوى او يو شمېر نورې خبري ليكنې ددې گڼې منځپانگه جوړوي.

د گنج اوونيزې د لومړي كال په شپږمه گڼه كې، چې د شنبې په ورځ د تلې په اتمه خپره شوې؛(( ولسمشر دې خپلې ژمنې پوره كړي!)) سر مقاله، د ښاغلي مومند(( اصلاحات بنيادى- يگانه راه عبور از بحران موجود))، د ښاغلي عبدالعزيز جهت((نگاه مختصرى به سير موسيقى در افغانستان)) وروستۍ برخه، د ښاغلي حبيب الله رفيع(( سراج الاخبار افغانيه )) او يو شمېر نورې خبري او هنري ليكنې وړاندې شوي.

د گنج اوونيزې ۷، ۸ او ۹ گڼه په ترتيب د تلې په ۱۵،۲۲ او ۲۹ د (( د دولت نه پاملرنې ښوونه او روزنه نوره هم ستونزمنه كړې، …)) سر مقالو، د اغلې مكيه منير((شش كارمند وزارت معارف به لوى څارنوالي معرفى گرديد))،له هلمند ويبلاگ څخه په مننه د ښاغلي بشير احمد نادم(( اوږد مهاله كډوالي او د افغان ماشومانو راتلونكى))، د ښاغلي آريايي((سناتور امريكايي خواهان حضور طالبان در صحنه سياسي افغانستان شد))، د ښاغلي صالح محمد صالح(( په هلمند كې بېكارۍ ځوانان نشه يان،يا هم ټوپكيان كړل))، (( سخنرانى حامد كرزى رييس جمهور دولت اسلامى افغانستان درپارلمان كانادا))، د ښاغلي ډاكټر صاحبنظر مرادي(( احداث جاده هاى ترانزيتى بمثابه شاهرگ اقتصادى)) او د ښاغلي حبيب الله رفيع(( سراج الاطفال)) ليكنې خپرې شوي دي.

*د يادونې وړ ده، چې د تلې( ميزان) په مياشت كې د گنج اوونيزې پېنځه څلور مخيزې گڼې چاپ او خپرې شوي دي، خو د دوه وروستيو گڼو په لاسته راوړنه بريالى نه شوم. كه درانه لوستونكي  ۸ او ۹ گڼې ولري؛ نو د ليكنو په څرگندونه كې دې پخپله برخمن شي.

د گنج اوونيزې د لومړي كال په لسمه گڼه كې، چې د لړم(عقرب) په ۶ چاپ او خپره شوې(( تلفات غير نظامى در جنوب غرب و پيامد هاى ناگوار آن)) سرمقاله، (( سخنرانى آقاى بيات در مراسم گشايش رسمى نشرات راديو آريانا))، د ښاغلي نبي ساحل (( په سيد آباد ولسوالۍ كې د قومي جرگې د بنسټ ډبره كېښدل شوه)) خبرتيا، د ښاغلي آرينزي(( نگرانيها در موردبازسازي كشور)) كره كتنه، له خوات ويبپاڼې څخه په مننه د ښاغلي  مطيع الله اباسين(( رستم تخت د لرغوني هنر نخښه))، د ښاغلي رفيع د افغان خپرونو په لړ كې(( معرف معارف)) او بېلابېلې سپورتي او سوداگريزې خبرتياوې د گنج لوستونكيو ته وړاندې شوې دي.

د گنج اوونيزې د لومړي كال په يوولسمه گڼه [ شنبه د لړم ۱۳ – ۱۳۸۵ل كال] كې پر سر مقاله(( ملت له اداري فساد سره د جهاد پايلو ته انتظار باسي)) سربېره د ښاغلي م. هادف(( افغان دولت او د ځنگلونو تالان))،له سيند ويبلاك څخه  په مننه د ښاغلي عبدالصمد روحاني(( پر هلمند مېشتو كډوالو څه تېريږي؟))، د هېواد د سرلوړي تاريخپوه ارواښاد احمد علي كهزاد(( بالاحصار كابل و پيش آمدهاى تاريخي)) لومړۍ برخه او يو شمېر خبري څرگندونې چاپ او خپرې شوي دي.

د گنج اوونيزې دولسمه گڼه، چې د شنبې په ورځ د لړم په شلمه خپره شوې؛ پر سرمقاله(( مشكل كشور راه حل نظامي ندارد)) سربېره د كيسه ليكنې ځانگړې كړكۍ(د اوونۍ داستان) پرانستل شوې، د ښاغلي آرينزي(( ښاروال ليونى شو!…)) ژباړه، د ښاغلي حبيب الله رفيع د افغان خپرونو په بهير كې (( اتحاد مشرقي ))  څېړنه، د ښاغلي م.هادف(( مورنۍ ژبه د ماشوم د فكر او اند ژبه ده))، د هېواد د سرلوړي تاريخپوه ارواښاد احمد علي كهزاد(( بالاحصار كابل و پيش آمدهاى تاريخي)) دوه يمه برخه او په امريكا كې د ډيموكراټانو د بري بېلابېلې خبري څرگندونې د مينه والو لوستلو ته وړاندې شوې دي.

د گنچ اوونيزې ديارلسمه گڼه، چې د ۱۳۸۵ل كال د عقرب په ۲۷ د تېرې گڼې په څېر رنگه او څلور مخيزه خپره شوې؛ پر سرمقاله(( د سيمه ييز امن گډه جرگه او د ملت اندېښنه)) سربېره په كې د ښاغلي م.هادف(( د سيمه ييز امن جرگه د سولې هڅه))، له سايت آريائى څخه د(( نگاهى به انتظارات افغانها از ايجاد جرگه امن منطقه اى))، د ښاغلي خان ولي كامران(( په كونړ كې دځنگلونو وهل يو ځل بيا پيل شول))، د ښاغلي ص. وفا(( نگاهى به تاريخچۀ خوشنويسي در افغانستان))، د ښاغلي قادر مرادي((گريه هاى درخت)) لنډ داستان او يو شمېر سوداگريزې خبري خبرتياوې درنو لوستونكيو ته وړاندې شوي دي.

د گنج اوونيزې څوارلسمه گڼه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۵ ل كال د ليندۍ( قوس) په څلورمه چاپ او خپره شوه. په دې گڼه كې پر سرمقالې((وضعت اندوهناك سيلاب زده گان نياز به توجه جدى دارد)) سربېره د ښاغلي م. هادف((هند ته د ولسمشر او سيمې ته د بلير سفرونو ته يوه كتنه))، د ښاغلي ح. داود)) بنى آدم اعضاى يكديگرند))، د ښاغلي صبور الله سياه سنگ(( آيا ديپانكارا را نديده ايد؟)) د ميرمن دوپري د ليكنې ژباړه، د ښاغلي حبيب الله رفيع(( د افغانستان لومړنۍ ورځپاڼه)) تاريخي څېړنه، د اوونۍ داستان(( ماشومان)) د ښاغلي احسان الله آرينزي ژباړه او نورې خبري كره ليكنې راغلي دي.

د گنج اوونيزې پېنځلسمه گڼه د ۱۳۸۵ ل كال د ليندۍ(قوس) په ۱۱د شنبې په ورځ خپره شوه. په دې گڼه كې پر سرمقاله(( د ملت استازي كه د شخصي گټو ليونيان؟)) سربېره د ښاغلي جاويد فرهاد(( مرورى بر روش هاى داستانى رهنورد زرياب))، د ښاغلي گل اغا احمدي وردگ(( تش پارلمان او ډك اميدونه))، له ارغوان ويبلاگ څخه د خوږياڼو د(( روان باغ يا باغ روان)) او(( پاچا غونډۍ)) ليكنې، د ښاغلي رفيع د(( ستاره افغان)) خپرونې څېړنه، د دا ستان هفته تر سرليك لاندې د ښاغلي رهنورد زرياب(( نخستين پرواز)) داستاني ژباړه، د ښاغلي عزت الله شمزي (( څڅېدلې اوښكې)) ادبي ټوټه، د ښاغلي استاد ارمان(( يادى از پراناتهـ غنيمت)) هنري پېژندنه او يو لړ نورې خبري، سياسي او فرهنگي نيوكې چاپ او خپرې شوې دي.

د گنج شپاړلسمه گڼه د ۱۳۸۵ ل كال د ليندۍ(قوس) په ۱۸ نېټه د شنبې په ورځ چاپ شوې ده. په دې گڼه كې پر سرمقاله(( در گيرى در نزديكى  موسى قلعه و نگرانيهاى تازۀ امنيتي)) سربېره د ښاغلي استاد عزيزالدين وكيلي ((كوه نور و افغانستان)) د لومړۍ برخې پښتو ژباړه، چې ښاغليو محمد نعيم حقمل او فضل واحد تر سره كړې، د ښاغلي رفيع له هرات څخه د خپريدونكې خپرونې(( اتفاق اسلام)) څېړنه، د اوونۍ د داستان په لړ كې د ښاغلي آرينزي(( واورينگ))نومې كيسه، د ښاغلي م. هادف((ناټو، چې ملكي وگړي وژني؛ پايلې به يې څه وي؟))، د ښاغلي بلال احمد(( نړيوال ولې له پاكستان څخه د شفاف عمل غوښتنه نه كوي؟!))، د ښاغلي مومند(( بنياد بيات بيش از دوهزار جلد كتاب را به كتابخانۀ شوراى ملي مساعدت كرد))، د ښاغلي احسان (( قانونى چلنج ميدهد_ بشردوست سند ارائيه ميكند؛ حقيقت چيست؟)) ، د ښاغلي غوث زلمي(( يادى از استاذ سراهنگ)) او  نورې ليكنې خپرې شوې دي.

د گنج اوونيزې اووه لسمه او اته لسمه گڼه په ترتيب د ليندۍ(قوس) په ۲۵ او ۳۰ نېټو خپرې شوي، چې پر سرمقالو(( انتقالي عدالت؛ د خوب او واقعيت تر منځ)) او((…)) سربېره په كې د ښاغلي لوى مشر بيات(( پيام آقاى بيات به مناسبت دريافت جايزۀ كميسيون مستقل حقوق بشر افغانستان)) مننه، د ښاغلي كانديد اكاډميسين محمد اعظم سيستاني((انجنير احسان الله بيات، قهرمان كمك هاى بشر دوستان افغانستان)) ډاډگېرنه، د ښاغلي استاد عزيزالدين وكيلي د((كوه نور و افغانستان)) د ليكنې د دوه يمې برخې پښتو ژباړه، د ښاغلي حبيب الله رفيع د افغانستان له جنوبه خپريدونكې اوونيزه(( غازي))، د داستان هفته تر سرليك لاندې د ښاغلي غلام حيدر يگانه ((پدر)) نومې لنډه كيسه، ((د نړيوالو خبرونو د مهمو ټكو اوونيز بهير)) او((نگاهې به رويداد هاى مهم داخلى)) د دوه غوره سرليكونو د نوښت راپيليدنه، د ښاغلي غوث زلمي ((آواى روح پرورى، كه هميشه با ماست)) پر ارواښاد استاذ رحيم بخش ليكنه ، د ښاغلي م. هادف(( په وزيرستان كې د پاكستان سياست بريالى نه دى))، د ښاغلي بلال احمد((د بشري حقونو پېنځه اتيايمه كاليزه ونمانځل شوه)) او يو شمېر نورې ليكنې ددې گڼو منځپانگه جوړوي.

*د يادونې وړ ده، چې  گنج اوونيزه د ليندۍ(قوس) له څلورمې تر دېرشمې په پېنځه بېلابېلو رنگينو گڼو كې چاپ او خپرې شوې او خپلې خپرنيزې موخې يې په پوره ډاډ لوستونكيو ته وړاندې كړي، خو د اته لسمې گڼې د منځپانگې په تر لاسه كولو كې برياليتوب را په برخه نه شو.

د گنج اوونيزې نولسمه گڼه هم د ښاغلي آرينزي په څارنه د ۱۳۸۵ ل كال د شنبې په ورځ د مرغومي(جدي) په نهمه چاپ او خپره شوې ده.

په دې گڼه كې پر سرمقاله(( قرباني د امت روح ژوندى كوي))  سربېره د ښاغلي سعيد الله شېرزوى(( د لوى اختر فضايل، آداب او د قربانۍ احكام))، د ښاغلي استاد عزيزالدين وكيلي د((كوه نور و افغانستان)) د ليكنې د درېيمې برخې پښتو ژباړه، د ليكوال له نامه پرته د داستان هفته تر سرليك لاندې(( انگشت فيروزه)) داستاني طرحه، د گنج اوونيزې په نوښت((نگاهى به رويدادهاى داخلى))، ((مهمو نړيوالو پېښو ته كتنه)) او يو شمېر نورې ليكنې او ژباړې خپرې شوې دي.

د گنج اوونيزې شلمه گڼه د ۱۳۸۵ ل كال د مرغومي په شپاړلسمه د شنبې په ورځ خپره شوې، چې پر سرمقاله((بهبود مناسبات با پاكستان نياز مبرم براى استقرار امنيت)) سربېره په كې د ښاغلي م. هادف(( د پاكستان او افغانستان د خبرو اترو نوي پړاو ته كتنه))، د ښاغلي مومند (( اعدام صدام حسين و پيامد هاى آن))،  د ښاغلي استاد عزيزالدين وكيلي د څېړنيزې ليكنې ((كوه نور و افغانستان)) د څلورمې برخې پښتو ژباړه، د ښاغلي رفيع د حرب وزارت د مجلې((مجموعۀ عسكريه)) څېړنه، د هانري باربوس لنډه كيسه، چې ښاغلي آرينزي د((عدالت)) تر سرليك لاندې ژباړلې، د ښاغلي دستگير نايل(( عرس مولانا، در هالند)) لوستونكيو ته وړاندې شوي دي.

د گنج اوونيزې يوويشتمه گڼه د ۱۳۸۵ ل كال د مرغومي په درويشتمه د شنبې په ورځ چاپ او خپره شوې، چې پر سرمقاله(( ولسمشر ولې چُپ دى؟!…)) سربېره په دې گڼه كې د ښاغلي م. هادف((ملگري ملتونه بايد له پاكستان او افغانستان سره په تفاهم د پولې ستونزې ته معقوله طرحه وړاندې كړي))، د ښاغلي جاويد فرهاد(( جُستبارى در بارۀروشنفكرىو نقد مقوله هاى افسونگرائى و عقلانيت))، د ښاغلي استاد عزيزالدين وكيلي د څېړنيزې ليكنې ((كوه نور و افغانستان)) دوروستۍ برخې پښتو ژباړه د ښاغلي صادق هدايت(( سه قطرۀ خون))، د ښاغلي رفيع د(( ارشاد النسوان)) جريدې څېړنه، د ادارې(( نگاهې به رويدادهاى مهم داخلى))، د اوونۍ نړيوالو مهمو پېښو ته كتنه)) او (( استاذ مهوش د افغان موسيقۍ ځلانده ستورى)) ليكنو ته ځاى ور كړ شوى دى.

د گنج اوونيزې دوه ويشتمه گڼه د ۱۳۸۵ل كال د مرغومي په ۳۰ چاپ او خپره شوې؛ په دې گڼه كې پر سرمقاله((گفتگو هاى صريح، روشن، سازنده و مستقيم با پاكستان بهترين گزينه براى ختم بحران كنونى)) سربېره، د ښاغلي عبدالروف(( د محرم او عاشورا د ورځې فضيلت))، د ښاغلي مومند(( اعترافات ډاكټر حنيف سخنگوى بازداشت شدۀ طالبان))، د ښاغلي جاويد فرهاد(( داستان، شرح خصوصيات فردى نويسنده است)) چې اغلې سپوږمۍ زرياب ته ډالۍ شوې، د ښاغلي رفيع د(( طلوع افغان)) څېړنه، د ښاغلي عظمت هُما(( هرتال)) نومې لنډه، د ادارې خبري څرگندونې(( د اوونۍ مهمو كورنيو پېښو ته كتنه))، رويداد هاى مهم بين المللى)) ، د احمد خان كاكړ(( افغان كلاسيكه موسيقي بيا ژوندۍ كيږي)) او نورې خبري ليكنې خپرې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې گنج اوونيزه د مرغومي په مياشت كې څلور مخيزه څلور رنگينې گڼې خپرې شوي.       

د گنج درويشتمه گڼه د ۱۳۸۵ ل كال دسلواغې(دلوې) په اوومه چاپ او خپره شوې، چې پر سرمقاله((آيا يوازې پيسې او سرتېري د افغانستان ستونزه حلولى شي؟)) سربېره په كې د ښاغلي احسان(( به ارزش سيزده ميليون افغانى كمك هاى اصطرارى بنياد بيات به مستحقين در ولايات مختلف كشور توزيع گرديد)) څرگندونه، د ښاغلي نويد(( په افغانستان كې ولې چاپي رسنۍ نه بريالۍ كيږي؟)) څرگندونه، د ښاغلي ډاكټر اسدالله شعور(( صابر هروى صابر واقعي)) فرهنگي ليكنه، د ښاغلي رفيع پر(( لومړنۍ اصلاح)) ورځپاڼې څېړنه، د ښاغلي اكرم عثمان(( از مرگ تا زنده گى)) لنډه كيسه او د گنج ادارې(( رويدادهاى مهم داخلي)) او(( د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې)) د پاملرنې وړ گڼل شوې دي.

د گنج اوونيزې څليريشتمه گڼه، چې د ۱۳۸۵ ل كال د سلواغې په پېنځلسمه د شنبې په ورځ چاپ شوې؛ په تر لاسه كولو يې بريالى نه شوم.

د گنج اوونيزې پېنځه ويشتمه رنگينه گڼه د ۱۳۸۵ ل كال د سلواغې په ۲۱ څلور مخيزه چاپ او خپره شوې، چې په كې پر سرليكنه((د ملت لويه اندېښنه! آيا ناټو به راتلونكى كال بيا ړانده او كاڼه عمليات كوي؟)) سربېره د ښاغلي نويد(( د ملي روغې جوړې طرحه او پر افغان دولت د بې باورۍ اوج)) خبري ليكنه، د ښاغلي حبيب الله رفيع د(( آئينه عرفان)) خپرنيزه څېړنه، د ښاغلي اسد الله شعور(( خرابات كابل و نقش آن در تداوم و طريقت هاى عرفانى)) فرهنگي څېړنه، د ښاغلي جاويد فرهاد(( خلاقيت در سينما، عمليۀ فردي است!)) ژباړه، د ښاغلي اكرم عثمان (( گهوار اى خالى)) داستاني ليكنه، د گنج ادارې(( د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې)) او ((رويداد هاى مهم داخلي)) لوستونكيو ته وړاندې شوي دي.

*د گنج اوونيزې د لومړي كال شپږويشتمه گڼه، چې د ۱۳۸۵ ل كال د سلواغې په ۳۰ چاپ او خپره شوې؛ هم ددې اوونيزې له ځانگړي كلكسيون ايستل شوې او زه يې په موندلو بريالى نه شوم.

– د گنج اوونيزې د لومړي كال اووه ويشتمه گڼه هم په پراخه كچه او رنگينه بڼه د ۱۳۵۸ ل كال د كب(حوت) په پېنځمه څلور مخيزه چاپ او خپره شوې ده. په دې گڼه كې پر سر مقاله(( پاكستان غواړي پښتانه د القاعده په نوم نور هم وځپي))سر بېره د ښاغلي سرور يورش(( نجات افغانستان))سياسي ژباړه، د ښاغلي حامد حيدري((د نړۍ هېنداره بشپړه شوه)) خبري ليكنه،د ښاغلي حبيب الله رفيع((ثروت)) نومې پېنځلس ورځنۍ جريدې څېړنه، د ښاغلي جاويد فرهاد(( ملت چيست و بشريت كدام است؟)) ژباړه، د ښاغلي اكرم عثمان((گربۀ چهارم))داستان، د گنج ادارې((رويداد هاى مهم داخلي))،((د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې)) خپرې شوې دي.  

د گنج اوونيزې اته ويشتمه گڼه د ۱۳۵۸ ل كال د كب په دولسمه په رنگينه بڼه څلور مخيزه چاپ او خپره شوې، چې په كې پر سرليكنه((موسى قلعه آزاد نشد…؟)) سربېره د ښاغلي جاويد فرهاد((نجات افغانستان)) نومې ژباړې دوه يمه برخه، د ښاغلي رفيع(( مجموعۀ صحيه)) څېړنه، د ښاغلي محمد حنيف حيران(( انگېرنې او عقيدې)) فرهنگي ليكنه، د ښاغلي ح- رفيع((چهارچتۀ كابل)) تاريخي څېړنه، د ښاغلي احسان الله آرينزي((مور او زوى)) داستاني ژباړه، د گنج ادارې(( شفاخانۀ صد بسترصالحه بيات در مزارشريف افتتاح شد))، (( د اوونۍ مهمو كورنيو پېښو ته كتنه))، (( رويداد هاى مهم بين المللى)) او نورې خبري ليكنې وړاندې شوې دي.

د گنج اوونيزې د لومړي كال نهه ويشتمه گڼه د ۱۳۵۸ ل كال د كب په نولسمه  رنگه او څلور مخيزه په پراخه كچه چاپ او خپره شوې ده، چې په كې پر سرليكنه(( افغانان د سولې، جنگ او وېرې قربانيان)) سربېره د ښاغلي حبيب الله رفيع(( پښتون ږغ)) څېړنه، د ښاغلي جاويد فرهاد((نجات افغانستان)) نومې ژباړې درېيمه برخه، د ښاغلي زمريال(( د افغانستان جوړول په افغانانو پورې اړه لري))سياسي او ټولنيزه ليكنه، د اغلې زهره رحيمي((نگاهى به هشتم مارچ روز جهاني زن)) فرهنگي ليكنه، د شاغلي عبدالغفور ليوال(( آيا مونږ يوه بې كتابه ټولنه يو؟!)) د كتاب تړيوالې ورځې په وياړ سياسي ليكنه، د ښاغلي دستگير نايل(( مكتب ما)) داستاني ليكنه، د ښاغلي ح.رفيع(( د بست كلا)) تاريخي ليكنه، د ښاغلي جاويد فرهاد(( شاعر ببر هاى تاميل)) ادبي ژباړه، د گنج ادارې(( رويدادهاى مهم داخلي))، ((د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې)) او يو لړ نورې سياسي ليكنې خپرې شوې دي.

د گنج اوونيزې دېرشمه گڼه د ۱۳۵۸ ل كال د كب په شپږويشتمه خپره شوې ده. په دې څلور مخيزه رنگه گڼه كې پر سرليكنه(( منشورى در ميان”  مصالحه “ و ” عدالت”)) سربېره د ښاغلي ح. رفيع(( بودا و بتهاى باميان)) تاريخي ليكنه، د  ښاغلي جاويد فرهاد((نجات افغانستان)) نومې ژباړې وروستۍ برخه، د ښاغلي ب. جهش(( دود يا كولتور څه ته وايي؟)) دوديزه ليكنه، د ښاغلي حبيب الله رفيع(( آزاد پښتون)) مجلې سپړنه، د ماكسيم گوركي(( كمكى غل)) داستان، د ښاغلي وحيدالله بخشي(( مسوولان امور صحي كشور با حيات شهروندان تجارت ميكنند)) ټولنيزه ليكنه، د اغلې وحيده آرينزۍ پر لومړنۍ شعري ټولگې[ د هيلو غوټۍ] د ښاغلي زمريال(( د هيلو غوټۍ راوټوكيدله)) ادبي څرگندونه، د ښاغلي جاويد فرهاد(( “ انجم شرما “ شاعر زنده گي)) ادبي ژباړه د گنج ادارې(( د اوونۍ مهمو كورنيو پېښو ته كتنه))، (( رويدادهاى مهم بين المللي)) او نورې ليكنې راغلې دي.

د يادونې وړ ده، چې د گنج اوونيزې د دوه يم كال لومړۍ او پرلپسې يودېرشمه گڼه د ۱۳۸۶ل كال د وري(حمل) په پېنځمه د تېر ۱۳۸۵ ل كال په پرتله په منځنۍ كچه اته مخيزه رنگه چاپ او خپره شوې، خو ما ته تر لاسه نه شوه.

د گنج اوونيزې د دوه يم كال دوه يمه؛ پرلپسې دوه دېرشمه گڼه، چې د ۱۳۸۶ل  د وري په يوولسمه چاپ او خپره شوې د نورو خپرونو په پرتله په كې د خپرنيز كال نوښت څرگند دى. يعنې د دوه دېرشمې گڼې پر تندي نه يوازې((سال دوم، شمارۀ سى و دوم- شنبه ۱۱ حمل ۱۳۸۶ هـ.ش)) ليكل شوى، بلكې د تېر كال په پرتله سرليكنه له دوه يم مخ څخه لومړي مخ ته راوښتې او درېيم مخ  يې شعر و ادب ته ځانگړى شوى دى.

له دې گڼې څرگنديږي، چې د گنج اوونيزې دوه يم خپرنيز كال د نوي كال د بدلون له مخې غوره شوى، خو خپرنيز لړ يې پرلپسې خوندي ساتل شوى دى.

په هره توگه گنج اوونيزه د ۱۳۸۵ ل كال د زمري(اسد) له ۲۸ د كب(حوت) تر ۳۰ نېټې دېرش گڼې چاپ او خپرې شوي، چې په ټولو گڼو كې د گنج اوونيزې ځانگړى نوښت خوندي شوى دى.

د گنج اوونيزې د دوه يم كال په دوه يمه – پرلپسې دوه دېرشمه گڼه كې، چې د ۱۳۸۶ ل كال د وري(حمل) په يوولسمه په رنگه اته مخيزه بڼه چاپ او خپره شوې؛ پر سرمقاله(( اجمل نقشبندى را آزاد سازيد)) سربېره د ښاغلي بريالي جهش(( ميلادالنبي يا په نړۍ كې د ستر معنويت او عدالت زوكړه))، د حبيب الله رفيع(( د نوروز ورځ)) چې د كښت ورځ نومول شوې، تاريخي څېړنه، د ښاغلي ډاكټرزيوري(( مشرف در استانۀ خروج)) ژباړه، د ښاغلي زمريال(( قانون ټاكنې يا د قانون تر پښو لاندې كوونكي، د شاغلي حبيب الله رفيع((آزادي شرق))جريدې څېړنه، د ښاغلي قادر مرادي(( بوى خاك هاى بار خورده)) داستاني ليكنه، د ښاغلي هارون يوسفي((كيسۀ مال)) طنزي شعر، د ښاغلي جاويد فرهاد(( دشنۀ از پشت)) شعر، له الماس ناشكن څخه(( د ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواك ژوند ليك)) او څو نورې ليكنې راغلي دي.

*  د گنج اوونيزې د دوه يم ۱۳۸۶ل كال پر لپسې درې دېرشمه گڼه اته مخيزه په منځنۍ كچه د وري(حمل) په ۱۸ چاپ او خپره شوې، چې پر تندي يې د حافظ دوه بيته ځليږي؛ په كې ((ملي او كه نا ملي جبهه)) سرليكنه، د ښاغلي ر. بيژنپور((كنفدراسيون آريانا براى آسياى مركزى)) سياسي څېړنه، د ښاغلي بريالي جهش((حساب وركول  كه د ببولالو اورول)) خبري شننه، د درانه عبدالحميد اعتمادي((يك ميليون انسان معتاد به مواد مخدر يا فاجعه ى ملي)) ټولنيزه شننه، د ښاغلي ح. رفيع((كوچه ى خرابات)) فرهنگي څېړنه، د ښاغلي احسان الله آرينزي((د اخلاقوښوونكى)) داستاني ژباړه، د ښاغلي محمد كبير محمدي((برايند حسابدهى و واقعيت هاى نا گفته))سياسي شننه، د ښاغلي حبيب الله رفيع د پېنځلس ورځنۍ جريدې((افغانستان)) تاريخي پېژندنه، د ښاغلي جاويد فرهاد((تاگور [و نظريه ى] جهانى شدن)) فلسفي شننه، د گنج خبري څانگې((افغانستان د سارك غړى شو))، ((د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې))، ((رويداد هاى مهم داخلي)) او يو شمېر ټولنيزې – سوداگريزې خبرتياوې رانغښتل شوې دي.

* د گنج اوونيزې د دوه يم خپرنيز ۱۳۸۶ ل كال پرلپسې څلوردېرشمه گڼه د وري په ۲۵ نېټه خپره شوې، چې لومړى مخ يې پر سرليكنه((آقاى عظيمى! لطفاَ به مردم توهين نكنيد)) سربېره د افغان خبريال اجمل نقشبندي انځور ته ځانگړى شوى او تر انځور لاندې يې ليكل شوي، چې:

((جنازه ى اجمل در امتداد قرنها بر دوش تاريخ كشور سنگينى خواهد كرد. ما پيشنهاد ميكنيم كه ۲۰ حمل به عنوان روز ملى خبرنگار نامگذارى شود و همه ساله از اين روز تجليل بعمل آيد)). د همدې گڼې په نورو مخونو كې د لاندې ښاغليو څېړنې، څرگندونې او شننې درنو لوستونكيو ته وړاندې شوې دي:

د ښاغلي محمد اسحاق فياض((اجمل نقشبندى، قربانى معامله ى يك بام و دو هوا)) په دوه يم مخ كې.

د ښاغلي جهش((جرات= ژوند، وېره= مرگ)) همغه مخ.

د ښاغلي پروفيسور خالق رشيد((د جواهر لعل نهرو پوهنتون پښتو څانگه او ناخوالې))درېيم مخ.

د ښاغلي غفار عريف لنډ داستان(( تنگ نظر)) څلورم او پېنځم مخونه.

د ښاغلي محمد آصف ننگ((د سارك غړيتوب د افغانستان پر اقتصادي او سياسي و ضعيت څه اغېز ښندلى شي؟)) شپږم مخ.

د ښاغلي استاد حبيب الله رفيع((د مطبوعاتو رياست)) ۷ مخ.

د ښاغلي محمد ابراهيم امرخېل مركه((پخواني لكه سره زر دي)) له سندر غاړي نعمت الله كامه وال سره- اتم مخ. د يادونې وړ ده چې دا مركه د گنج اوونيزې لومړنى نوښت دى چې له همدې گڼې پيل شوى.

دغه راز د گنج اوونيزې شعري، خبري او سوداگريزو څرگندونو دا گڼه ښكلې كړې ده.

* د گنج اوونيزې د دوه يم خپرنيز كال په پرلپسې پېنځه دېرشمه گڼه كې پر سرليكنه((د مطبوعاتوآزادي له گواښ سره مخ ده)) سربېره د ښاغليو احسان((مساعدت هاى انسان دوستانه ى بنياد بيات))، د زمري((له لامل پرته عمل)) خبري څرگندونې، د  جهش ((له نړيوال سنگره د خپلو مخالفينو په نخښه كول)) سياسي شننه، د بريالي ((د كابل ښار ستونزې او د حل لارې))، د يعقوب يسنا ((جنسيت، مسالۀ كاملاً متنى و كلامى مردانه))، د احسان الله ارينزي د((جېل)) داستاني ژباړه، د احسان اسلام ((به بينى ضرورت نداريم))، د عبدالله څار(( د مينې كلمه))، دعلم گل سحر((ستومانه نظر)) ، د بيدل ((رنگ اختيار))شعرونه، د دريا باري((رابطه علم با اقتصاد و سياست)) شننه، د دكتور دستگير رضايى (( ايا حسابدهى دولت را ميتوان حسابدهى ناميد؟)) وټه ييزه شننه، د حبيب الله رفيع(( صداى افغان)) اوونيزې رسنيزه شننه، د جاويد فرهاد ((آسيب شناسى مقولۀ ملت و ملى گرايى در انديشه تا گور)) فلسفي شننه او د گنج ادارې د ((رويداد هاى مهم بين اللملى))، ((د اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې)) او يو شمېر نورې سوداگريزې خبرتياوې ددې گڼې منځپانگه جوړوي.

*  د دوه يم كال ۳۶ گنه، چې د ۱۳۸۶ل كال د غويي(ثور) په اتمه خپره شوې؛ پر سرليكنه((افغانستان به مقام كشور فقير و مقروض جهان نايل امد!؟)) سربېره د ښاغليو مهرالدين مشيد(( گفتگو و مذاكراه يگانه راه براى پايان دادن به تراژيدى دردناك و وهم الودى زير نام مبارزه تروريزم)) ټولنيزه- سياسي شننه، د حنا((سربازان امريكايى با گذشت هر روز در وسايل حفاظتى غرق ميشوند)) خبري ژباړه، د جهش((د هېواد د اوبو او نرژۍ وزير كه د هرات!!؟)) ټولنيزه شننه، د حبيب الله رفيع((ازاد مطبوعات)) رسنيزه شننه، د ارواښاد فاني((فرياد جرس)) د سيد نورالحق صبا((شكست سكوت))شعرونه، د دستگير نايل((گيتار نواز)) داستان، د حبيب الله رفيع ((منار چكرى)) تاريخي-سياسي شننه، د گنج ((عبدالرزاق فاني به جاويدانگان پيوست)) د مړينې خبرتيا او يو لړ اوونيزې ملي او نړيوالې خبري، هنري او سوداگريزې څرگندونې لوستونكيو ته وړاندې شوې دي.

*   د دوه يم خپرنيز كال په ۳۷ گڼه كې، چې د ۱۳۸۶ ل كال د غويي په ۱۵ چاپ او خپره شوې پر سرليكنه(( افغانستان د انسان وژنې لابراتوار)) سربېره؛ د ښاغليو، ب. جهش((مافيا څه ته وايي؟))ټولنيزه شننه، د فضل الحق ملك زاده((مشكلات در تربيت كودك))، د عبدالرحيم دانش((برداشتهاى از مباحث ارتباطات و روزنامه نگارى)) لومړۍ برخه، د حمزه بابا ((وايه څه شم؟)) شعر، د اسدالله غضنفر((قلمداد)) داستان، د دكتور دستگير رضايى((رشد اقتصادي))، د حبيب الله رفيع د ملي جريدې((انيس)) رسنيزه څېړنه، د گنج((نقدى بر چند شعراز لطيف پدرام)) او يو شمېرنورې معلوماتي، خبري او سوداگريزې څرگندونې د دې گڼې معنوي ښكلا د پاملرنې وړ كړې ده.

*    د گنج اوونيزې د دوه يم خپرنيز كال په ۳۸ گڼه كې، چې د ۱۳۸۶ ل كال د غويي په ۲۲ خپره شوې پر سرمقاله((اتخاذ راهكارهاى گذار از جنگ به صلح مستلزم دقت بيشتراست)) سربېره؛ د ښاغليو، ب. جهش((په افغانستان كې د نيومن ماموريت بريالى نه و))، د ډاكټر نجيب الله مسير((نسبت نظام سياسي با مردم))، له هالينډ څخه د ډاكټرظفر لرغون((د انسان د تكامل روان پوهنه او د ځوانانوسالمه روزنه))، د ننگيار نا اشنا((د يوه مامور د يوې ورځې يادښتونه))، د اكرم عثمان((كوچكترين)) داستان، د حبيب الله رفيع(( نسيم سحر))اوونيزه جريده، د عبدالرحيم دانش(( برداشتهاى از مباحث ارتباطات و روزنامه نگارى))دوه يمه برخه، د ح.رفيع((منار جام))، د عزيز تحريك((د خداى بخښلي استاد اولميرد ۲۵ تلين په ياد))شعر او يو لړ نورې خبري، اقتصادي او معلوماتي څرگندونې رانغښتې دي.

*   د گنج اوونيزې په پرلپسې ۳۹ گڼه كې، چې د ۱۳۸۶ ل كال د غويي په ۲۹ له چاپه راوتې ؛ پر سرليكنه((افغانستان بايد د متقابل عمل جوگه شي)) سربېره د ښاغليو، ب جهش((په افغانستان كې د جگړې له لارې سوله ناشونې ده))، د پرتو نادرى((كتاب سوزان در انجمن نويسنده گان افغانستان)) ژباړه، د حبيب الله رفيع(( نوروز)) پېنځلس ورځنۍ جريده، د احسان الله آرينزي((د جنوري نهمه)) د ماكسيم گوركي د داستان ليكنه، د دستگير نايل((استاد لطيف ناظمي))، له ليدا عظيمي سره د گنج اوونيزې له نوښت ډكه لومړنۍ مركه او يو شمېر نورې خبري، معلوماتي او اقتصادي څرگندونې په بشپړ ډاډ راغلې دي.

*  د گنج اوونيزې د پرلپسې ۴۰ گڼې، چې د ۱۳۸۶ ل كال د غبرگولي(جوزا) په پېنځمه خپره شوې پر سرليكنه(( گزارش سازمان عفو بين الملل هشدار جدى به دولتمردان افغانستان!)) سر بېره د لاندې ښاغليو ليكنې خوندي شوې دي:

د حبيب الله رفيع((پښتون)) مجله، د قادري مرادي((سگ سپيد)) داستاني ليكنه، د پرتو نادرى(( كتاب سوزان در انجمن نويسنده گان افغانستان)) دوه يمې برخه، د ليكوال له نامه پرته د((احزاب پاكستان و تاثيرگذارى آنها در بحران موجود آن كشور)) او د گنج يو شمېر هنري، خبري، معلوماتي او سوداگريزې څرگندونې راغلي دي.

نور بيا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.