
غزل: حبيب الله تراب
حبيب الله تراب
غم دې زور هجران دې زور دی څنګه وکړم
بې له تا راته ژوند اور دی څنګه وکړم
لیونی شوم د بیابان په لور مې زړه ځي
کور او کلی راته ګور دی څنګه وکړم
درد او غم دې اوس جوړه راسره درومي
زړه مې ستا د غمو کور دی څنګه وکړم
که خبر وای ما به نه وو درکتلي
چې هجران مو تر منځ خپور دی څنګه وکړم
د اجل داعي ته ځکه لبیک وایم
زړه مې نور له دنیا تور دی څنګه وکړم
په ګریوان مې د غمیو کاروان درومي
خوشحالي راته پیغور دی څنګه وکړم
چې له ژوند یې حبیب الله تراب میلمه کړم
د چا خیال او د چا پور دی څنګه وکړم