ادبي لیکني

انصاف! « ادبي ټوټه»

اسدالله غيرت

دهرې ورځې په تيريدو سره د بې عدالتيو ډيريدو سخت وځورولم تر دې چې د شپې خوب مې ورک شو ,نپوهيدم څه وکړم? د څو ورځو سوچونو او فکرونو وروسته لکه ليونی د ښار واټونو ته راووتم د ښار په يوه واټ کې مې په زوره له خولې دا ناره ووته چې…

انصاف غواړو ! انصاف انصاف انصاف

د همدې نارې په زوره او بار بار تکرارولو سره په ښار کې مخ پر وړاندې روان وم د ښار خلک ددې نارې په اوريدلو سره ټول پر ماپسې روان شول.

له ما څخه ددې نارې په تکرارولو کې ډير جدي او احساساتي ښکاريدل.

د ښار په واټونو کې د څو دقيقو مزل وروسته ددې غږ د لارويانو شمير زرګونو ته ورسيد
په لسګونو ژورناليستان راغلل زمونږ د غږ د اخستلو لپاره يې ويډيويي کمرې د ښار په بيلابيلو برخو کې نسب کړې.

څو ورځې وروسته چې خبريدم د بې انصافه ادارو دروازې بندې او پر ځای يې د عدالت او انصاف دروازې خلاصې وې .

نو له دې وروسته په دې وپوهيدم چې د حق او عدالت په اواز کې څومره زور پروت دی
او څومره خلک په ځان پسې روان کولی شي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x