
خوښي
مقتصد ستړی
له کومې ورځې چې د کایناتو وجود جوړ سوی له هغې ورځې غم او خوشحالي له انسان سره لاس په لاس جوړه ګرځي، دا دواړه یو داسې عمل دی چې یواځي او یواځي یي احساس کولای سو؛ د غم او خوشحالي تعریف په لنډ ډول داسې کولای سم:
”ته ! زما د ژوند خوښي او تګ دې غم دی“
زما او ستا تر منځ اړیکي “خوښي” او پرېښودل یي دواړو ته درد او “غم” دی، که مونږ په خپله دا فکر وکړو د یو بل خوښي او غم په همدې ډول سره احساسولی شو.
اورېدلي مي دي ”خوشحالي یو هنر دی زده یي کړئ تر څو خوښ ووسئ “ زمونږ په ژوند کښې وړې، وړې خوښۍ مونږ ته لویې او زیاتې خوشحالۍ راکولای شي.
”که انسان هر څومره غریب هم شي بې یوې مسکا نه دی“
د باران او لوبو ننداره، د یو چا تر لاس نیول، څو قدمه د اوبو له غاړې اخیستل، په بازار او لاره کښې سلام اچول، ستړي مشي کول، د بوډا او ضعیف سره مرسته کول د ماشومانو په څڼو کښې لاس وهل؛ دا او دې ته ورته نورې ډیرې وړې خوښۍ شته چې زمونږ ورته پام نه دی.
خوښي په شخصیت پورې اړه لري، هر څوک دخپل شخصیت په مطابق سره خوښۍ غواړي لکه یو څوک د مالدارۍ تمه لري که یي پیدا کړي خوشحاله به شي، همدارنګه یوه مور د خپل اولاد په مسکۍ کیدلو کښې د زړه خوښۍ او سکون ویني.
د ملګرو او خپلوانو سره نږدې اړیکي لږ تر لږه یوه لحظه ناسته، یا دهغوئ حال پوښتل د خوښیو تار مظبوط ساتي.
د خوښۍ سرچینه د کور په کارونو کښې ګډون کول دي، د کشرې خور بنګړي شمېرل، د ورور په لاسي ساعت لوبي کول، مور ته د جامو وینځلو په نیت اوبه راوړل له وینځلو وروسته جامې په تناو یا رسۍ ځوړندول حقیقي خوشحالۍ دي.
خوښي له ډېرې مودې وروسته د بهار په راتګ سره د یوې وچې ونې زرغونېدل، په یوه سپېره بیدیا کښې د رڼو اوبو د څاه موندل، وږي ماشوم ته د مور د شیدو راویښېدل، د اوړي په تودخه کښې د لارې ستړي ته د یوې ونې یا سیورې لیدل، د ژمي په سړه هوا کښې یو بې کوره مسافر ته د کمپلي ورکول او یو مئین ته د معشوقې راتلل دي .
او ددې ټول برعکس راتلل په ژوند کښې د غم او درد سبب ګرځي، خوښې کډه ژر باروي، غم په تلنو، کلو زمونږ په زړونو کښې ځای نیسي، درد ورو، ورو د انسان په وجود حملې کوې ترهغه یي خورې تر څو انسان له خوښي او غم دواړو سره په تورو خاورو کښې دفن کړي.