ورزش

یاسر شاه د کرکټ ۱۲۳ کلن ریکاډ مات کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د پاکستانی لیګ اسپنر یاسر شاه په لارډز ټیسټ لوبې کې د استرالیا د پخوانی توپ اچوونکی چارلی ټرنر په ۱۳ ټیسټ لوبو کې د تر ټولو زیاتو ویکټو ترلاسه کولو ۱۲۳ کلن ریکاډ مات کړ او تر ټولو چټک ۱۰۰ ویکټو ترلاسه کولو ریکاډ جوړولو ته ډیر نژدې شوی.

یاسر شاه د انګلینډ په خلاف د ټیسټ لوبې په لومړی پړاو کې ۶ ویکټې واخیستې او په دې ډول د نوموړی د ویکټو شمیر ۸۲ ته ورسیدلې کوم چې له ټرنر څخه یوه ویکټه زیاته ده په داسې حال کې چې دغه توپیر زیاتولو لپاره د لوبې دوهم پړاو لا هم پاتې.

د دې لپاره چې یاسر شاه تر ټولو چټکې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړي نوموړی باید د ټیسټ لوبې په پنځو پړاونو کې ۱۸ نورې ویکټې ترلاسه کړي.

د انګلینډ د لوبډلې پخوانی توپ اچوونکی جارج لوهمېن ۱۲۰ کاله وړاندې توانیدلی و یوازې په ۱۶ لوبو کې دغه ریکاډ جوړ کړي چې تر اوسه هم نه دی مات شوی.

یاسر شاه د ۲۰۱۴ز کال په اکتوبر کې د استرالیا په خلاف لومړۍ لوبه ترسره کړه چې له هغې څخه وروسته يي د چټکو ۵۰ ویکټو ریکاډ په جوړولو بریالی شو.

لیګ اسپنر یاسر شاه په ۱۳ لوبو کې پنځه ځلي د لوبې په یو پړاو کې د پنځو ویکټو ترلاسه کولو لاسته راوړنه لري، تیره ورځ د انګلینډ په خلاف ټیسټ لوبې په لومړی پړاو کې ۵ ویکټو ترلاسه کولو سره خپل نوم د لاسته راوړوونکی په لست کې ثبت کړ.

هیره دې نه وي چې په ټیسټ لوبې کې تر ټولو چټکې ۱۰۰ ویکټې لاسته کوونکو کې په دوهم نمبر د استرالیا چارلی ترنر، کلیري ګریمټ او د انګلینډ سډ بیرنس دي چې په ۱۷ لوبو کې يي دغه ریکاډ جوړ کړی. د هندوستان روی ایشون په ۱۸ لوبو کې ۱۰۰ ویکټو اخیستلو سره درییم مقام خپل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x