افغانستان

غزني: چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او ژوبل کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او ژوبل کړي دي.

د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل ویلي چې دغه چاودنه تېره ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ په نظروال سیمه کې رامنځته شوه.

هغه زیاته کړې چې په چاودنه کې د پنځو ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او ژوبل شوي دي.

«یو پلار له درې لوڼو او دوه بچیانو سره په ټریکټر موټر کې خپلې کروندې ته روان و چې په لاره کې پر ماین برابر شو او ټول ناست کسان په کې ټپیان شول».

د اندړ ولسوال محمد قاسم دیسي وال هم د پېښې تایید کړی او ویلي چې ټپي شوې انجونې د غزني ملکي روغتون ته ولېږدول شوې او پاتې نور د ولسوالۍ په روغتون کې بستر دي.

د غزني د ولایتي روغتون رییس ډاکتر بازمحمد ویلي چې روغتون ته درې انجونې انتقال شوي چې له منځه یې یوه مړه شوه، بله یې کابل ته ولېږدول شوه او درېیمه لا هم له دوی سره بستره ده.

هغه ویلي چې د درېیمې انجلۍ روغتیايي وضعیت هم د اطمینان وړ نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x