
لوړ پامیر: عزيزالله حسينی
عزيز الله حسيني
د سرو په قر بانیو دې اباد وي
د شملو شملو وطن دې زنده باد وي
له ډبرینو سر درو يې نړۍ ترس خوري
لوړ پامیر که هندوکش او که شمشاد وي
لکه تیر دی له بنسټه رغید لی
د حق مخې ته په هر قرن مرصاد وي
پیدا کړی خدای د کبر ما تیدو ته
تر قیامته به جاری په کې جهاد وي
وخت به راشي دحق توغ به کړي خدای پورته
بیخ ختلی به د ظلم استبد اد وي
ځو ریدلی درد ېدلی خوار اولس به
د هیواد د ازادۍ په خوښۍ ښاد وي
یو د عدل او انصاف دوران به راشي
ادارو کې نه رشوت نه به فساد وي
د تاریخ په ترازو کې یې هر توری
تلل شوی لوړ له کچې د نقاد وي
حسیني غلام تندی به خدای کړي خاورې
چې ژوندی مو د زلمیو استشهاد وي
که