fbpx

ډرون بریدونه په هیواد کې د ولسي تلفاتو اساسي لامل

نن ټکي اسيا ـ سرليکنه

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د وروستي رپوټ له مخې تير ۱۳۹۴ کال په افغانستان کې۹۴۳۱ تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي (۳۱۲۹ مړه او ۶۳۰۲ ټپیان).

د ولسي وګړو د تلفاتو د غه بوږنوونکي ارقام په داسې حال کې ورکول کیږي چې هم دولت او هم طالبان هریو د ولسي وګړو د حفاظت او خوندیتوب ادعاوي کوي او له خپلو وسله والو څخه غواړي چې د ملکیانو د سراومال ساتنه وکړي.

د هیواد وروستیو پوځي پیښوته په کتو سره داسې ښکاري چې روان ۱۳۹۵کال به تر تیر کال ډیر خونړی او د ملکی تلفاتو ګراف به يې تر تیرو کلونو ډیرلوړ وي.

ځکه سږکال د دولت او طالبانو تر منځ په جګړو سر بیره په شمالي ولایتونو کې د جمعیت اسلامي او جنبش ګوندونو ترمنځ وسله والې نښتې، د جنرال دوستم لخوا د ولسي خلګو پرخلاف پوځي عملیات ، د امریکايي ځواکونو د ډرون الوتکو هوايي بریدونه او د هیواد په ختیځ کې د داعش جګړه مارو لخوا د ملکي خلګو پرخلاف پوځي عملیات هم ور اضافه شوي.

پر دې علاوه د بارک اوباما لخوا په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته د اضافي جنګي صلاحیتونو ورکول هم د بشري تلفاتو په زیاتیدو کې فوق العاده رول لري چې په کندوز او کندهار بند تیمور کې وروستې خونړۍ پیښې یې ژوندۍ بیلګې دي.

د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د ډرون الوتکو هوايي بریدونو زیاتوالی د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي سربیره د هغوی لپاره د ګڼو رواني او صحي ستونزو د رامنځته کیدو لامل هم کیږي ، ځکه یادې الوتکي چې د خپلو هدفونو د تعقیب لپاره په ملکي ساحو پروازونه کوي هلته هرڅوک په هره لحظه کې د خپل ځان د په نښه کیدو خطر احساسوي.

د واشنګټن پوست ورځپانې د وروستي رپوټ په حواله ویل شوي چې د روان میلادي کال له جنوري ترمی میاشتې پوري امریکايي ډرون الوتکو د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ۴۵۱ هوايي بریدونه تر سره کړي، حال دا چې تیر کال دا شمیره فقط ۱۸۹ بریدونو ته رسیده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو میشت چارواکي د ډرون الوتکو هوايي بریدونه د خپلو عملیاتو تر ټولو موثره وسیله ګڼې او ښايي په راتلونکي کې هغه نوره هم ګړندۍ کړي چې خامخا به ورسره د ولسي تلفاتو شمیره څوچنده نوره هم لوړیږي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه او په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون که واقعا هم غواړي په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي هغوی ته په کار دی چې تر هرڅه وړاندې د ډرون الوتکو د ړندو بمباریو او پر ولسی ساحاتو د هغوی د هوايي ګزمو د مخنیوي په اړه خپل بشري او انساني مسؤلیت ترسره کړي.

ځکه په افغانستان کې د دولت مخالف وسله وال (طالبان) مشخصي پوځي جبهې او عسکري تشکیلات نه لري چې ډرون الوتکي یواځي هغه په نښه کړي ؛ بلکي هغوی ټول له ولس سره یو ځای د هغوی په منځ ، مسجدونو ، کلیو او ولسي کورونو کې اوسیږي چې د په نښه کیدو په صورت کې په حتمي ډول د ملکي تلفاتو احتمال یقیني وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د