نظــر

ولي د وارسا په غونډي كي د افغانستان پر يوې كرسۍ دوه نانځكي؟!!

زلمى سادات

اروپا او په سر كي ئې بريتانيا د افغانستان د تجزيې منصوبه لري، هغوى ته په افغانستان كي د مسعود ډله او عبد الله عبدالله داسي دي لكه په تركيه كي عبدالله اجلان او په عراق كي مسعود بارزاني. عجيبه دا ده چي د دوى نومونه هم سره ورته دي!!! اروپا په تركيه كي له يوې خوا د اردگان د حكومت ملاتړ كوي خو په څنگ كي ئې د كردانو كمونيست ډلي پي كي كي (PKK) سره په پراخه پيمانه مرستي كوي، پيسې او وسلې وركوي، په اروپا كي ئې دفترونه وركړي، گڼ شمېر تلويزيوني چينلونه ئې په واك كي وركړي، انقره ئې دې ته اړہ كړہ چي د عبدالله اجلان له اعدام ډډہ وكړي، اروپا له پي كي كي داسي وسله واله ډله جوړہ كړې چي د يوه مستقل دولت په توگه چلن ورسره كوي. له همدې ډلي په استفادې سره تركيه تر فشار او گواښ لاندي نيسي، او په دې ئې وېروي چي كه سرغړاوى وكړي نو تركيه به تجزيه كوي. په عراق كي ئې همدا لوبه روانه كړې، هلته ئې عراقي كردانو ته په شمال كي بېل دولت جوړ كړ، د بېل دولت جوړولو لړۍ ئې د صدام حسين په وخت كي پيل كړہ، د دوى سيمه ئې لا هغه مهال مستقله اعلان كړہ او پر عراقي الوتكو ئې د سيمي پر سر د الوتنو بنديز وضع كړ، د امريكا له يرغل وروسته ئې د عراق د تېلو ذخائر او څاگاني د دوى په واك كي وركړل. رئيس جمهور له كردانو او صدر اعظم ئې له شيعه وو غوره كړل، سنيانو ته ئې په اقتدار كي د عزتمني او عادلانه برخي له وركولو نه يوازي ډډہ وكړہ بلكي د هغوى د ځپلو لپاره ئې دواړو ډلو (شيعه او كمونستو كردانو) ته په خلاص لاس د هر جنايت اجازه وركړہ چي په نتيجه كي ئې په لكونو عراقي سنيان يوازي په بغداد كي ووژل شول، د داعش وسله واله ډله د همدې وحشيانه جنايتونو په وړاندي د عراقي مظلومو سنايانو يو طبيعي غبرگون وو. دا هر څه همغسي وو لكه چي په افغانستان كي ئې له پښتنو سره وكړل او لا ئې كوي، نن پښتانه د عراقي سنيانو په څېر د مظالمو په ضد مقاومت او وسلې اخيستلو ته اړ شوي او له خپل عزت او حق د دفاع لپاره له جنگ پرته بله لار نه گوري، نوري ټولي لاري امريكايانو پرې تړلې دي.

متأسفانه ځيني ساده او كمعقل افغانان داسي فكر كوي چي د ملي وحدت حكومت تر غولوونكي نامه لاندي دوه سرى حكومت جوړول؛ هسي له انتخاباتو د راولاړي شوې لانجې لپاره يو موقتي حل وو!! همداراز په حكومت كي دې ډلي ته تر نيمايي زيات واك او اقتدار سپارل، امنيتي ځواكونه او مشرتابه ئې د دوى په واك كي وركول، د كورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت، لوى درستيزوال، د ملي امنيت رياست، خارجه وزارت يو په بل پسي همدې ډلي ته سپارل، په مزار كي داسي اوباش او بدمعاش والي كښېنول او حمايه كول چي د سلگونو پښتنو قومي او جهادي مشرانو په وينو ئې لاسونه سره دي، موازي حكومت ئې جوړ كړى، ارگ گواښي او په ډاگه وايي چي هيڅوك ئې نشي لري كولى، امريكا نه كرزي ته د هغه د لري كولو اجازه وركوله او نه اشرف غني ته دا اجازه وركوي، د وارسا غونډي ته د يوه مشر پر ځاى دوه بلل او هلته د سياسي معمول خلاف د افغانستان لپاره دوه كرسۍ ږدول او دواړہ څنگ په څنگ كښېنول او حتى داسي ترتيب نيول چي عبدالله مخكي روان وي او اشرف غني ئې ترشا؛ او انځور ئې په ټولو رسنيو كي خپور شي؛ دا كمعقله افغانان دا او دې ته ورته د ډېرو ښكارندويو تر شا هغه ناولي او شوم عزائم نشي درك كولى چي د افغانستان دښمنانو زموږ د هېواد د تجزيې لپاره ترلاس لاندي نيولي.

څوك چي د دې حالت دوام غواړي يا ئې له دوام سره موافق وي، د بدو پايلو له درك كولو ئې عاجز وي، د دې پروا نه لري چي د څومره نورو افغانانو ويني به توئېږي، نه پوهېږي چي دښمن د دې تر شا څه شوم عزائم لري، دې ته ئې عقل نه رسي چي غرب د اسلامي نړۍ د لازيات تجزيې اوږده منصوبه لري، په اسلامي نړۍ كي رواني جگړي ئې په همدې موخه او غرض پيل كړې، په افغانستان كي ئې دوه سرى حكومت د همدې لپاره جوړ كړى، د همدې لپاره ئې غله، مفسدين، وطن پلورونكي، ملي خائنان او اوباشان پر افغانانو مسلط كړي، په خپله خوله اعتراف كوي چي د كابل اوسنى حكومت د نړۍ لومړۍ درجه مفسد حكومت دئ!! پوښتنه دا ده چي كه دوى د جنگ دوام او د هېواد تجزيه نه غواړي ولي ئې غلو او مفسدينو ته حكومت سپارلى؟ ولي ئې يوې داسي وړې ډلي ته تر نيمايي زيات حكومت سپارلى چي ټول غړي ئې د يوې ولسوالۍ دي؟!، هغه ولسوالۍ چي د ولايت نوم ئې وركړ په داسي حال كي چي نفوس ئې شاوخوا درې نيم لكه دئ، په انتخاباتو كي ئې ټولو نوماندانو ته يوازي شپيته زره رأيي وركړې وې، د هېواد تر ډېرو ولسواليو ئې نفوس لږ دئ. په شمال، شرق، جنوب او غرب كي ډېري ولسوالۍ تر درې نيم لكه زيات نفوس لري.

آيا هغه څوك چي دا دردوونكي واقعيتونه په خپلو سترگو گوري خو نه اعتراض كوي، نه د حالت بدلولو لپاره ملاتړي او نه د هغه چا ملاتړ او تأييد كوي چي له دې حالت سره د مقابلې لپاره ميدان ته راوتلى، آيا صحيح نه ده چي ووايو: داسي بې شعوره انسانان نه له ايمان څه برخه لري، نه له عقل، نه له غيرت او نه له افغانيت؟!! نه پوهېږم د هغو په اړہ به څه وايو چي له حزب اسلامي غواړي: راشئ دا حكومت ومنئ، د بهرنيو ځواكونو له دائمي حضور سره توافق وكړئ، د امريكا او افغانستان تر منځ امنيتي تړون باندي اعتراض مه كوئ، مه په حكومت كي د مشاركت مطالبه كوئ او مه د انتخاباتو اړوند بنسټونو په تركيب كي د مشاركت مطالبه، بس همغه سند لاسليك كړئ چي امريكا ئې د كابل چارواكو په لاس ستاسو مخي ته ږدي؟!! ذليل او سپك خلك به همداسي سپك او له ذلت ډك وړانديزونه كوي او همدا به هوښياري او عقلمني گڼي!! خو حزب اسلامي نه پر خپل ايمان سودا كوي او نه پر خپل عزت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x