نظــر

د ترکیې کودتا او د غبرګ سري ادارې غبرګ دریځونه…!!

موسی فرهاد

وړمه شپه په ترکیه کې کودتا وشوه ، د پوځ د یوې ډلي لخوا د طیب اردوګان د حکومت پر ضد ناکام بغاوت ترسره شو ، ولسي خلک د اردوغان په ملاتړر لارو کوڅو ته را ووتل ، هغه یې ناکامه کړه .

د معمول سره سم د نړیوالو حکومتونو له لوري دیپلوماتیک غبرګونونه ورته وویل شول . په دې لړ کې زموږ د هیواد پلازمینه کابل کې د ملي جلاوالي حکومت له لوري هم د دیپلوماتیک معمول خلاف دوه رسمي غبرګونونه ورته وړاندي شول . یوه ورقه د ارګ له ماڼۍ نه را ووته چې د اشرف غني په نوم ، څوک چې ځان د لوګر ولایت اوسیدونکی معرفي کوي ؛ یوه سړي لاسلیک ورباندي پروت وو یو ډول څرګندوني یې لیکلي وي .

بله پاڼه بیا د سپیدار له آپارتمان څخه را بهر شوه چې د ډبل عبدالله په نوم د پنجشیر د یو سیاسي ټوپکوال دستخط ورباندي له ورایه ځلیدی ؛ د مفکر برعکس یې نوري بابولالي ږغولي .

د اشرفغني په پاڼه کې راغلی وو چې د ارګ ماڼۍ یعنی افغان حکومت د ترکیې پر حالاتو اندیښمنه ده ، تاو تریخوالی دې نه
وي ، په دې اوسني حکومت خوښ یو چې پر ځای پاتی شي .

خو د ډاکټرصیب عبدالله په ورقه کې بیا نویشته وو چې اجرائیه ماڼۍ یعنی بل افغان حکومت د ترکیې کودتا په ترټولو کلکو ټکو غندي ، له ترکیې سره د افغانستان نه شلیدونکي تاریخي اړیکي یادوي ، او زیاتوي چې موږ په سر او مال د اردوګان تر شا ولاړ یو ، دا راز نوري ډېري اوږدې پرپړې یې پسي کتار کړي وي .

اوس پوښتنه دا ده چې په نړۍ کې خو ټول هیوادونه یو بادشاه لري ، یو حکومت لري یوه پالیسي لري ، د هري مسئلې په اړه له یوه ادرسه یو موقف خپروي ، خو له موږ سره د ویتنام د1971م کال د جګړې د جنګي مجرم او د امریکا د خارجه امورو اوسني وزیر ښاغلی جانکیري یوه لویه جفا همدغه ده چې د کابل په هره حکومتي ودانۍ کې یې جدا یو ګوډاګی د مستقل بادشاه په نوم راته کښینولی دي .

د نوموړي جنګي مجرم په ابتکار جوړه شوي اداره د عمر په لحاظ قریباً اوس درې کلنه کیږي . اما په دې درې کاله کې داسی ورځ رانغله چې نوموړي دوه سره اداره دې د کورنۍ یا بهرنۍ مسئلې په اړه یو موقف څرګند کړی وي. حتی د ملګرو ملتونو ، وارسا ، واشنګټن او نورو دا ډول غونډو کې بیلابیل دریځونه بیانول خو ټول په ریکارډ پراته دي ، دا راز په کور دننه کې د منصبونو او ټاکنو پر سر روزمره د دوی خپلمنځي شخړي او ناندرۍ هره ورځ د لارو کوڅو او سرچوک د خلکو د مزاحیه ګف شپ اجنډا جوړه وي .

هغه غربي رسنۍ چې د کابل د ګوډاګۍ ادارې لپاره هغوی استخدام کړي ؛ د خپلو مشرانو دغه بیلابیل نظرونه بیله کومه سانسوره خپره وي . چې په حقیقت کې دا د یرغلګرو لخوا د دوی یو سپکاوی بلل کیدای شي .

متاسفانه چې په دنیا کې دوی د افغانستان په نوم پیژندل کيږي او په دې سره په نړۍ کې د افغانستان بدنامي کیږي . چې داسی نا أهله او نادیده خلک ورباندي واکمن دي .

د ګډسري ادارې د دې ګډو وډو دریځونو نه داسی بریښي چې د دوی موقفونه خپل هم نه دي ، بلکي د دوی د هغو بادارانو دي چې دوی ورته میلان لري . که د دوی هره یو موقف ته په ژوره توګه وکتل شي نو ترمنځ یې دومره واټن وي لکه څومره چې د دوی د ځینو شرقي او غربي بادارانو ترمنځ فکري بعد جوتیږي . د اشرف غني موقف ته په کتو داسی ښکاري چې د سپیني ماڼۍ د مشرانو لاره یې تعقیب کړي او که د عبدالله عبدالله موقف ته وکتل شي نو د وایټ هاؤس ترڅنګ د نورو پخوانیو محسنینو (روسانو) پر نقش قدم هم پل ایښودل نه هیروي.

په هر صورت د کابل د ګډسري ادارې دا ډول ګډ وډ دریځونه خپرول دا په ډاګه کوي چې دوی څومره پر یوه فیج سره قرار لري .

یوازي یو شی چې د ارګ او سپیدار ټیمونه ورکي متحد ښکاري هغه دادی چې د امریکایانو په غلامۍ کې یو د بل سره سبقت ، د اسلامي افغانستان د خپلواکۍ پرضد د مجاهدینو په وړاندي دریدل ، د ملي منافعو له منځه وړل او مالي فسادات ترسره کول ، د غربي میډیا په مرسته د فحشا بربنډتوب لپاره هڅي کول . د اسلامي شعایرو له منځه وړل ، د وطن پلورني پرسر له لیري او ګاونډي هر یوه دښمن سره معامله کول . او داسی نور … موارد دي چې دوی ورباندي متفق ښکاري . نور په هرڅه کې سره لیري دي . له همدې ځایه ده چې افغانستان یې اوس له یوې بدي ورځي سره مخ کړیدی .

په دې هیله چې هیواد مو نور له دا ډول نا أهله واکمنانو نه الله تعالی وژغوري د ډېرو دوعاګانو اړتیا ده . آمین …!

پای ….

موسی فرهاد

2016 د جولای 17

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x