ادبي لیکني

شهيدان ښوونکي!

مشفق حريت مل

د سهار له لمانځه وروسته يې يوه شيبه د قرانکريم تلاوت وکړ

ميرمن يې لګيا وه چای يې ورته تياراوه

له تلاوت وروسته يې د ښوونځي کتابونه رواخيستل

د نن ورځې د درس پلان او ترتيب يې برابر کړ

لاس او خوله يې د شين چای او وچې ډوډۍ په خوړلو مصروف وو

مګر سترګې او فکر يې په کتابونو کې دنن ورځې په درسونو خښې کړې

ترڅو زده کوونکو ته ښې زده کړې وړاندې کړي

کله کله به يې خپل ساعت ته هم وکتل چې ورباندې ناوخته نه شي

په نيمه خيټه يې د وخت د سپما له پاره چای وڅښه

جيب کې يې وکتل خپل قلمونه يې سنبال کړل

خپل درسي پلانونه او لارښود کتابونه يې څنګ کې واخيستل

او د ښوونځي په لور يې حرکت وکړ

له ښې شيبې مزله وروسته ښوونځي ته ورسېد

د ښوونځي په شاوخوا کې زده کوونکي راټول دي

ښوونځي ته د داخليدو له پاره لاهم څو شيبې وخت شته

زده کوونکي د استاد مخې ته راغلل

ټولو ورته په ادب او درناوي ستړي مه شي وکړه

خو نه ښوونکی خبر و او نه هم زده کوونکي

چې دا به مو په وروستي ځل له خپل ګران ښوونکي سره روغبړ وي

استاد ښوونځي ته ننوت او زده کوونکو لاهم وخت درلود

له مهال ويش سره سم د مکتب زنګ وکړنګېده

او زده کوونکي ښوونځي ته داخل شول

ټول زده کوونکي خپلو خپلو ټولګيو ته ورغلل

استادان هم يوه شيبه د ښوونځي په انګړ کې له يو بل سره په روغبړ او جوړ پخير تيره کړه

او وروسته يې په خپلو درسونو پيل وکړ

یو، دوه، درې ساعته درس وويل شو

د ښوونکو او زده کوونکو د ذهني ارامتيا له پاره

د ښوونځي زنګ ووهل شو او تفريح شوه

ښوونکو په منظمه توګه زده کوونکي له ښوونځي وويستل

دغه ښوونځی چې نه کوم دولتي او  نه د کومې موسسې دفتر و

نو د ښوونکو د ذهني ارام يا انرژۍ اخيستلو له پاره کوم چای يا تازه ميوه نه وه

په همدې شيبو کې دوه ښوونکي هم له ښوونځي بهر ووتل

خو د نن ورځ وتل يې د پخوا نه بدل وو

نن دوی له داسې څه سره مخ شول

چې په ژوند نه و مخ شوي

نن دوه تنو وحشي ظالمانو

د تنکيو زده کوونکو په منځ کې

دوه تنه ښوونکي په ډزو وويشتل

حالات بدل شول؟!!!

زده کوونکو چيغې کړې او په خپلو ښوونکو راټول شول

د ښوونځي له ادارې نور ښوونکي هم په منډه راووتل

چې ګوري دوه ښوونکي په ځمکه پراته دي

او سترګې يې يوې او بلې خواته اړوي

له بدن څخه يې د وينو دارې روانې وې

ناځوانمردانه مجرمين چې ځانونه ورته اتلان ښکاريدل

له سيمې يې په تيښته پښې سپکې کړې

او ځان ته يې په دې ډاډ ورکاوه چې ستره کارنامه يې وکړه

خو داسې نه ده!!!!

دوی به حتماً الله ته ددغو ظلمونو ځواب ورکوي

ځکه چې دوی نن یوه کورنۍ يتيمه نه کړه

دوی په زرګونو ماشومان يتميان کړل

او د زرګونو زده کوونکو څخه يې د دغو روحاني پلرونو د سر سيوری واخيست

دغه ښوونکي يې په عاجله توګه روغتونه ته ورسول

خو نور ددغو سترو هستيو عمر په دې نړۍ کې نه و پاتی

او  روح يې خپل حقيقي مالک ته وسپاره

څوک چې په هيواد کې د علم ډيوه مړه کوي، د هغوی ژوند دې تياره تياره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x