افغانستان

د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼي وايي د امريکا پوځ لوی درستيز کابل ته راغلی.

لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ په کابل کې د ګډ حکومت له مشرانو سره د امنيت اړوند ليده کاته کړي.

ډنفورډ د افغانستان د امنيتي ځواکونو د ستايني تر څنګ ويلي ياد ځواکونه د پام وړ لاسته راوړني لري او په سيمه کې بې ساري دي.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله د امريکا د پوځ له لوی درستيز سره د امريکا او افغانستان د امنيتي ځواکونو تر منځ پر ګډو عملياتو ، له ترهګرۍ سره د مبارزې ، د سولي پر ټېنګښت او نورو موضوع ګانو خبري کړي.

بايد ووايو چې څو ورځي وړاندي د امريکا د فاع وزير اشټن کارټر په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی.

افغانستان ته د اشټن کارټر له سفر نه هدف دا وو چې د ناټو ځواکونو ته نوې روحيه او همداراز عمومي قومندان نېکلسن ته زيات اختيارات ورکړي.

ويل کيږي د شته امريکايي سرتيرو د واک له ډېر والي سره سم به د دولت په مخالفينو هوايي بريدونه هم زيات شي.

لوی درستيز په داسي حال کې ځان کابل ته را رسوي چې د هيواد په ډېرو برخو کې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه زيات شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x