احمد زیدان: ترکیه کې کودتا «الجزیرې» شنډه کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۵ل): سوریايي ژورنالیست او مشهور خبریال احمد موفق زیدان د ترکیې د ناکامې کودتا په اړه د الجزیرې تلویزوني چاینل خبري پوښښ ستایلی او ویلي يې دي چې کودتاچیانو ته یاد تلویزوني چاینل ماتې ورکړه.

ښاغلي زیدان په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: «کودتاچیانو ته یوازې اردوګان ماتې نه ده ورکړې، بلکې دا الجزیره وه چې د کودتا ټول پلویان او ملاتړي یې مغلوب کړل او میدان یې ترې وګاټه».

نوموړي الجزیره د «قوماندې مرکز» بللې، چې په اند یې دغه چاینل په ترکیه کې د کودتا د شنډولو لارښوونې صادرې کړي.

د الجزیرې تلویزوني چاینل د ترکیې له ګوټ ګوټ څخه په ژوندۍ بڼه د کودتا خبرونه نشرول او لومړنۍ رسنۍ وه چې په ترکیه کې یې د پوځي کودتا د ناکامۍ هیلې او اټکلونه خپاره کړل.

الجزیره په ۱۹۹۶ کال په قطر کې تاسیس شوی، د عربي رسنیو په ډله کې د لیدونکو د شمېر له اړخه په لومړۍ مرتبه کې قرار لري.

نوموړی چاینل د عربي هیوادونو او نړۍ په سیاستونو او عامو نظریاتو باندې تر ټولو اغیزمن چاینل بلل کیږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

مګر الجزیره په ترکي ژبه خپرونې لري؟

یا دا چې ترکي وولس ټول په عربي پوهیژي؟؟

خدای مو خوار نکړه په دې دعوی!

کابل جان
میلمه
کابل جان

په ۲۱مه پیړۍ کې دومره ساده نیوکه؟ سوشل میډیا او په انټرنټ کی ګمنامی ژباړونکی دالجزیری او ترکی ولس ترمینځ دارتباط پول تشکیلوی . الجزیره په عربی اوانګلیسی ژبو خپرونی لری او دانټرنټ په زمانه کی هره تازه موضوع په عین لحظه کی لسګونو ژبو ته ژباړل کیږی اوپه خواله رسنیو کی خپریږی. په دی حساب دترکیی ولس په غیرمستقیم ډول دالجزیری څخه هغه معلومات ترلاسه کول چی نورو رسنیو پټول.
خدای مو ښه لره!

غوربندي
میلمه
غوربندي

ښه ښه، پس غیر مستقیم یې شنډه کړې ده، هاها

م. عبدالله
میلمه
م. عبدالله

یو عملی کودتا ده On the ground
او بله په رسنیو کې کودتا ده. د عملي کودتا نه وړاندې رسنیزو کودتاچیانو د اردوغان حکومت چپه کړی وه او په جرمني کې يې پرې سیاسي پناه اخیستې وه. خو دا الجزیره وه چې رسنیزه کودتا یې ناکامه کړه. د موفق زیدان هدف همدغه دی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا فیسبوک د اکثره بې وزګار خېلو لپاره حقیقي دنیا ګرزېدلې ده، ها ها