نظــر

اردوګان د ترکیې حقیقي اتاتورک / استاد مزمل

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

د سرطان ۲۶ مه د ترکیې په تاریخ کې هغه توره شپه وه چې د ترکیې ملت په یو حساس پړاؤ کې د اتاتورک د منحط نظام ماتونکی اردګان پکې په نښه شو او بیا د هیواد د پولو بهر د هغو دښمنانو د لاسه په نښه شو چې هغوی پکې د یوې خوا د اردګان او ترکیې د ملت روان پیوند نه شي زغملی او دبلې خوا هغوی پکې د برم په خوا د ترکیې ملت یون هم نشې زغملی .

تنګ زړو کودتاچیانو لنډه منډه وکړه چې د څو ساعتونو منډه وه ولې اردګان پکې د خپل ایمان او ښه نیت له طفیله په پاتې څو ساعتونو کې د ترکیې ملت په ایمانداری په دغه توره شپه کې هغه حماسه جوړه کړه چې ترکیې ته یې د ملت په دې حماسه کې هغه ریښتینی اتاتورک ورکړ .

دا چې په خوب بیده ترکان څنګه او چا ویښ کړل او بیا په خوبه ولو سترګو څڼګه د ټانکونو مخې ته بارلیف شول او څنګه پکې یو لنډ کروزر د زره دار ټآنګ مخې ته چیلنج شو او دغه تور ساعتونه ترکي ملت پهخپل حماسه اي دریځ کې هغه برمیال تاریخ کړ چې د تحول کیلي پکې د اردګان او ترکیې د دښمنانو په لاس کې وچلیده.

دا نو پکې رښتیا یوه معجزه وه ؟!.ترکي سیکولرانو ثابته کړه چې هغوی د یوې خوا د ترکیې د پرمختګ او سیمه ایېز تاریخي کردار له عظمت سره جوړ نه دي او د بلې خوا یې ثابته کړه چې هغوی څومره چې د امریکایې او اروپایې بادارانو د اشارو پورې تړلې دي د هغه په نیمه هم د ترک له ملت او تاریخ سره هیڅ و جداني غوټه نلري .

په داسې حال کې چې د ترکیې اوسنی مشر او سیاستونو اردګان د ټولو مسلمانانو د مشري او رهبري هسکې ته پورته کړی هغوی پکې د غربي بادرانو په لمسه نه د اردګان د مقام د زعملو دې او نه هم د خپل ملت د دغسی تاریخ سازې مرحلې .

د ترکیې د دغسی نیمې شپې غلاګرو او د پردو لپاره مصروفو کودتاچیانو کار هومره خام هم نه و لکه خام چې وخووت ولې دا پکې د غیب لاسونه و چې ترکیې او ټول مسلمان امت ته خدمتګار اردګان ته د یوه موبایل سست او د دولسو ثانیو تماس په نتیجه هغه سرلوړي او کامیابي په نصیب کړه چې د هر پاخه تدبیر پورته وه .

مونږ په داسې حال کې د فتنو او د غربي دولتونو د مداخلو او د مسلمانانو د جنګولو په دې ناولې پړاؤ کې د ترکیې سلامتي او تیر عظمت ته د عزیزو ترکانو د عزم او سفر بري لپاره دعا کوو .

اردګان ته ددې بري او نورو پاتو بریو مبارکي وایو او لوی خدای دې وکړي چې دا پېښه پکې د ترکیې د سیکولر لنډ او مزدور تاریخ پای شي او د هغه نه پورته دا پکې د یوه نوي او ریښتیني اتاتورک د زیږیدو تاریخ شي چې اردګان ته د اسماني پریکړو په نصیب کړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

استاد مزمل صیب حقیقي اتاترک څه معنی؟ زه یې داسې فهموم چې ګواکي اردوغان په حقیقي توګه ترکیه د بې دینی ګرداب ته وغورځوله نه اتاترک!! په هر حال زه د یو عادي افغان وګړي او مسلمان په صفت د اردوغان د حکومت پرځول نه خوښوم بلکه پرې خواشینی کیژم، خو ترې ښه زړه هم نشم لرلای، ځکه تر ټولو لومړی یې زمونږ د هیواد په اشغال کې د اشغالګرانو لوری نیولی (دا چې بخوانی قرارداد ورسره لري یا نه د توجیه وړ دلیل نشي کیدای) بل دا چې زمونږ د هیواد په اړه یې د حق ویلو او اظهار… نور لوستل »

معتصم

اتاتورک په عزبي ژبه کی (د ترکانو پلار) معنی لري. مزمل صیب وايي چې د ترکانو حقیقي پلار اردوغان دی.

حضرت

ترکیه نه د تېر عظمت ! د ویاړ حق لری او نه هم د نن ورځی د عظمت! د فخر پرودنی حق لری. ښاغلی مزمل او فکری انډیولان ئې باید پدی پوه شی چه ترکیه د نړیوال صهیونیزم یوه مهمه مُهره ده.سکولاریزم په ترکیه کی ژوری ریښې ځغلولی دی او دا خطر هم موجود دی چه نوی اسلامی سکولاریزم یعنی وهابیزم او سلفیزم دې هیواد ته نور هم درانه تاوانونه پېښ کړی. په هر حال د مزمل د ادعا په خلاف، نوموړی کودتاه ( البته که ثابته شی چه یوه رښتینی کودتاه وه، چه د تقلبی او خود ساخته کودتاه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x