نړۍ

ترکيه : ترکودتا وروسته د نيول شويو کسانو شمېر ۶۰۰۰ ته ورسېد

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۵ل):د ترکيې عدليې وزارت ويلي له کودتا وروسته تر دې مهاله ۶۰۰۰ هغه کسان نيول شوي چې غوښتل يې د رجب طيب اردغان پر حکومت کودتا وکړي.

وروسته له هغه چې د ترکيې د پوځ يوې ډلي د اردګان په مقابل کې د کودتا هڅه وکړه او ناکامه شوه اردوګان پرېکړه وکړه چې پوځ به چاڼ کوي او د کودتا عاملين به په خپل سزا رسوي.

د ترکيې د عدليې وزير بکر بزداغ وايي د پوځ د تصفيې لپاره عمليات روان دي او د نيول شوو کسانو شمېر به له دې هم زيات شي.

يوازي نن ۵۰ تنه لوړ پوړي پوځيان د ترکيې په لويديځ نيزلي ولايت کې نيول شوي.

د طيب اردغان د پلويانو له لوري د نيول شويو کسانو په ډله کې زيات شمېر مهم افسران او پوځيان هم شامل دي.

تر اوسه لا د اردوغان پلويان په ښارونو کې د پوځ د هغي ډلي په ضد شعارونه ورکوي چې د شنبې په شپه يې د کودتا هڅه کړې .

له ځينو سيمو څخه ځايي خبريالان د حالت د ترينګلتيا راپورونه ورکوي او زياتوي چې اوس هم چورلکي په ټيټه ارتفاع کې الوتني کوي او کله نا کله ميده ډزي هم اورېدل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x