ورزش

ملي لوبډلې نننۍ لوبه د توپ اچوونکو پر مټ وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): نن د افغانستان او ایرلینډ ملي لوبډلو تر منځ څلورمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې ملي لوبډلې پیاوړې توپ اچونې سره سیالې لوبډلې ته په ۷۹ منډو ستره ماتې ورکړه.

ملي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د ملي لوبډلې توپ وهوونکو ښه ونه ځلیدل او په ډیره چټکۍ سره يي خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

ملي لوبډلې په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د راشد خان، محمد نبي او رحمت شاه غوره توپ وهنې سره ۲۲۹ منډې جوړې کړې.

توپ وهنه محمد شهزاد او نور علي ځدران پیل کړه چې نور علي ځدران یوازې په ۱۰ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه. له نور علي وروسته محمد شهزاد په ۲۲ منډو وسوځید.

رحمت شاه ښه وځلید او په ۷۰ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته يي ۴۸ منډې جوړې کړې. سمیع الله شینواری یوازې ۱۱ منډې جوړې کړې او اصغر ستانکزی یو ځل بیا په صفر وسوځید. نجیب الله ځدران هم ونه ځلید او یوازې ۳ منډو جوړولو سره يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د ملي لوبډلې لپاره راشد خان او محمد نبي تر ټولو غوره او پیاوړې توپ وهنه وکړه. محمد نبي په ۶۷ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې. راشد خان په ۴۴ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۰ او میرویس اشرف په ۲۵ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۴ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره چېس او میک براین دوه دوه ویکټې او مورټاغ، میک کارتي او سټرلینګ یوه یوه ویکټه واخیسته. میک براین خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۹ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

په ځوابي توپ وهنې کې د ملي لوبډلې توپ اچوونکو د ایرلینډ لوبډلې توپ وهوونکو ته يي د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ. ایرلیڼډ په ۴۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د اوبراین او سټرلینګ د غوره توپ وهنې په مرسته ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره اوبراین په ۴۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۴ او سټرلینګ په ۵۲ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره غوره منډې جوړوونکي ثابت شول.

په توپ اچونې کې هم راشد خان تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. راشد خان خپل ۸ اورونو کې یوازې ۲۱ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې. رحمت شاه دوه او دولت ځدران او یمین احمدزی یوه یوه ویکټه واخیسته.

د دې لوبې له ګټلو سره ملي لوبډله د پنځو نړیوالو یوه ورځنیو سیالیو دغې لړۍ کې د ۲-۱ توپیر سره له ایرلینډ څخه وړاندې دی. د دغې لړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله ترسره نشوه او وروستۍ لوبه به يي د جولايي په ۱۹مه د سې شنبې په ورځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x