fbpx

پاکستان ۲۰ کاله وروسته په لارډز لوبغالۍ کې ټیسټ لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان او انګلینډ تر منځ په لارډز لوبغالۍ کې پیل شوې ټیسټ لوبه نن د پاکستان په بریا پای ته ورسیده. پاکستان ۲۰ کاله وروسته په لارډز کې ټیسټ لوبه وګټله.

پاکستانۍ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه کړې وه. د پاکستان لوبډلې لومړی وار توپ وهنې کې د مصباح الحق سلیزې په مرسته په ۹۹.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره مصباح الحق په ۱۹۹ توپونو د ۱۸ څلوریزو په مرسته ۱۱۴، اسد شفیق په ۱۳۰ توپونو د دولسو څلوریزو په مرسته ۷۳ او محمد حفیظ په ۵۹ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د انګلینډ لوبدلې لپاره ووکس تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. نوموی خپل ۲۳ اورونو کې ۷۰ منډو ورکولو سره شپږ ویکټې واخیستې. براډ درې او بال یوه ویکټه واخیسته.

انګلینډ خپل لومړی وار توپ وهنې کې په ۷۹.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کوک غوره توپ وهنې په مرسته ۲۷۲ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره کوک په ۱۲۴ توپونو د دولسو څلوریزو په مرسته ۸۱ او روټ په ۷۳ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۸ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د پاکستان لپاره یاسر شاه خپل ۲۹ اورونو کې ۷۲ منډو ورکولو سره ۶ ویکټې واخیستې. محمد عامر، راحت علي او وهاب ریاض یوه یوه ویکټه واخیسته.

په دوهم وارتوپ وهنې کې پاکستان په ۷۹.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د اسد شفیق او سرفراز احمد غوره توپ وهنې سره ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

اسد شفیق په ۹۶ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۹ او سرفراز احمد په ۶۸ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د انګلینډ لوبډلې لپاره ووکس ۵، براډ ۳ او معین علي ۲ ویکټې واخیستې.

انګلینډ خپل دوهم وار توپ وهنه د ۲۸۳ منډو په تعقیب پیل کړ خو په ۷۵.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره يي یوازې ۲۰۷ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره دوهم وار توپ وهنې کې وینس ۴۲، بېلېنس ۴۳ او بییرسټو ۴۸ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د پاکستان لپاره یاسر شاه ۴، راحت علي ۳، محمد عامر ۲ او وهاب ریاض یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د