نړۍ

په امریکايې پولیسو بیا ډزي شوي، ۳ مړه او ۳ ټپیان شول

نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د لویزیانا ایالت په باتون روج ښار کې یوه تور پوستي امریکايي پر پولیسو ډزي کړي، چې له امله یې د امریکايي رسنیو سره سم درې پولیس مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

په همدې ښار کې دوه اونۍ مخکې پولیسو یو تور پوستی کس وژلی وو چې له امله یې تور پوستي امریکایان یو ځل بیا پاریدلي دي.

د امریکايي رسنیو د خبرونو سره سم یوه وسلوال کس د لویزیانا ایالت په باتون روج ښار کې پر پولیسو مخامخ ډزي وکړې، چې له امله یې درې پولیس ځای پر ځای ووژل شول او درې نور ټپيان شول، بریدګر هم د پولیسو په متقابلو کې ډزي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تر اوسه د بریدګر هدف نه دی مالوم چې ولي یې دا کار کړی، خو په دې وروستیو کې د تور پوستو امریکایانو او پولیسو تر منځ اخ او ډب زیات شوی چې له امله یې څو ورځي وړاندي هم د امریکا په ټکساس ایالت کې د تور پوستو په ملاتړ په یوه لاریون کې پر پولیسو ډزي وشوې، چې په ترڅ کې ۵ پولیس افسران ووژل شول او ته تنه پولیس نور ټپيان شول.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما دغه پيښه په کلکو ټکو غندلې، او ویلي چې پولیسو خپله ملي دنده تر سره کول کله چې ډزي باندي شوي. نوموړي وویل چې د امریکا پر دولتي مامورینو باندي بریدونه باید ژر تر ژره بند شي.

د یادوني وړ ده چې په کال ۲۰۱۵ کې د پولیسو په ډزو قریب ۱۰۰۰ کسان وژل شوي، چې اکثریت یې تور پوستي امریکایان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x