
د مال او دولت تږي ته / محمدعلي غزنوي
په برطانيه کي يو زښته لوی مالدار يهودي ” روډ تشلډ ” چي کله کله به يې د برطانيې حکومت ته قرض هم ورکاوه , يوه خزانه يې درلوده .
ددې خزانې ور چي به کله وتړل شو نو يوازي د بهر له خوا پرنستل کېدی .
دغه خزانه يې په خپلي پراخي او لويي بنګلې کي جوړه کړې وه .
دده عادت دا و چي کله کله به له سلا او مشورې پرته يو خواته مسافر سو .
د ژوند په اخيري شپو کي يوه ورځ خزانې ته ننوت , په غلطي که دروازه ځني وتړل شوه .
د کور غړو فکر کاوه چي حسب عادت په سفر تللی , اما دی د خزانې په کوټه کي بند پاتي و .
هر څه چغي , نارې , اه و فرياد يې وکړ خو چا نه اورېدې , تر څو لوږي او تندي د مرګ زېري ورکول پيل کړل .
اخير يې خپله ګوته زخمي کړه , او پر دېوال يې په وليکل :
.
.
.
د نړۍ تر ټولو لوۍ مالدار او شتمن نن د لوږي او تندي له کبله مري !!!!!!!
خلګ هم له څو اونيو وروسته پرې خبر شول او را ويې يوست .
. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . .
هغه چا ته دا پيغام دی څوک چي د مال بندګي کوي , په دې فکر چي مال او دولت به يې ټول حاجتونه او اړتياوي ورپوره کړي .