ټولنیزه برخه

ژوند ته مو خپله بدلون ورکړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

څه ته په تمه یاست؟

ایا ټول وخت له ځان سره وایاست چې که حالات داسې نه وای، کولای مو شوای د خپلې خوښې وړ کارونه مو ښه ترسره کړي وای؟ ایا له یوه اړخیز ژونده ستړي شوي یاست او فکر کوئ چې څنګه کولای شو په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولو؟ په هر صورت، ستاسو ژوند د یوې دایرې په څېر دی، هره ورځ څرخي او د ژوند ورځې دې یو پر بل پسې تېریږي، کله مو چې احساس کړه چې ژوند درته یو اړخیز شوی او غواړئ بدلون په کې راولئ نو پرېکړه وکړئ، که پرېکړه نه شئ کولای، یوازې خبرې او شکایتونه کوئ، داسې ده لکه فلم چې دوه ځلئ یا څو ځلې يې ګورئ. زړه مو غواړي چې بې له ځنډه خپل ژوند بدل کړي، خو نه پوهېږئ چې څه وکړئ، همدې (څه وکړئ؟) درته ژوند سخت کړی دی.

تاسو ته هم د نورو کسانو په څېر د لویو کارونو فکر په سر کې در ګرځي، خو نه پوهېږئ چې څنګه مو خپلو لوړو موخو ته ورسېږئ او کومه لاره تعقیب کړئ؛ کېدای شي د یو اړخیز او یو ډول ژوند تېرولو یو لامل مو همدا وي، وېرېږئ چې که د ښه ژوند کولو هڅه وکړئ، هسې نه له بده بدتره شئ او دغه کار مو د دې لامل کېږي چې پر خپل ځای پاتې شئ.

پر دې باید پوه شئ چې هېڅ شی هم بدلون نه کوي تر څو چې خپله ونه غواړئ. حالات، د ځان او نورو ملامتول نه شي کولای ستاسو په ژوند کې بدلون راولي. که په زړه کې د ډېرو شیانو د درلودو غوښتونکی یاست او د زړه له تله ونه غواړئ او خپل بخت پلمه کړئ چې دا هر څه ممکن نه دي، هېڅکله هم خپلو ټاکلو موخو ته نه شئ رسېدای. تاسو باید خپلو هیلو ته وزرونه ورکړئ او تل داسې فکر وکړئ چې هر څه ممکن او کېدونکي دي. کله مو چې پر خپل ځان باور پیدا کړ او دا مو احساس کړه چې هر څه ممکن دي، خپله به د یوه نوي کار او کړنې په لټه کې شئ، که تاسو فکر کوئ چې که زه په یوه مالداره کورنۍ او یا یوه بډای هېواد کې دنیا ته راغلی وای نو اوس به د ښه ژوند خاوند وای نو اشتباه کوئ، راځئ دا هر څه مو له ذهنه وباسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صديق الله مصطفى

ماشاالله داچى زه هيڅګـــــــله خپل وخت دخبر پاڼو په کتو نه تيروم خو داسى يوه خبر پاڼه مى پيدا ګړه لکه نن ټکى اسيا تل مى خپل قدردان وخت ددى په کتو کى تير کړى او دخبرونو سره سره ښي جالبى قيصى او تجربى يي را ښودلـــى نړۍ مننه
ايا زه کولى شم چى پوه شم چى زما داليکنه تر تاسو پورى ورسيده کنه نو مهربانى وکړۍ په ايميل اړيکه راسره ونيسۍ که کله کلـه نوى خبرنه وه دداسى منطقى چى تاسو ترى ناخبر ياست خبرتيا درکړم اوستاسى همکار جوړ شم ،،مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x