نن په انځورونو کي

د ګرځنده تلیفونونه تاریخ کال په کال

مارټن كوپر  ېر پېژندل سوى  نوم نه دى، خو نيمه دنيا د ده له ايجاد سره اشنا ده، د ټليفون په لاس كي ګرځولو خيال د ده په ذهن كي راغى، بيا يې د موټرولا ټيم په مرسته په 1973 كي لومړنى لاسي فون جوړ كړ، چي وزن يې يو كلو و، په لومړني موبايل فون جوړولو باندي د مټرولا تقريبا 10 زره ډالره خرچه راغله.

د دې دور موبايل فون د صنعت په نړۍ كي يو انقلاب راووست، او د دې د استعمال نوې طريقې هم راووتي، د نوي ټيكنالوجي په مرسته اوس يوازي فون كولو تر څنګ، پورټايبل مډياپلير، ويب برواوزر او د كېمرې تر څنګ نور هم ډېري اسانيتا وي لري

راځي چي له پيل نه نيولي تر اوسه پوري په موبايل فون باندي يو نظر واچوو،

1

په 1973 كي د نړۍ لومړى موبايل فون موټرولا كمپنۍ جوړ كړ، دا يو پروټو ټايپ analogue موبايل و

2

په 1989 كي چي د موبايل كوم ماډل جوړ سو، په هغه كي د سايز د كموالي ډېر كوښښ سوى و، چي په اساني سره په جيب كي ولوېږې، دا هم analogue   موبايل و

3

په 1994 كي نوكيا Nokia د جي ايس ايم ټيكنالوجي، د 2100 سيريز موبايل جوړ كړى

4

په 1995 كي سوني كمپنۍ چي كوم موبايل ماركيټ ته وړاندي كړ، د هغه سايز د يوه كرېډيټ كارډ غوندي و، او وزن يې يوازي 185 ګرامه و

5

په 1995 كي موټرولا 1100 د موټرولا پاكيټ كلاسيك په نامه د خپل وخت يو نوى ماډل موبايل جوړ كړ

6

په 1996 كي NEC كمپنۍ د opera په نوم خپل موبايل ماركيټ ته وړاندي كړ

7

په 1997 كي جاپان په موبايل فون كي يو نوښت راووست، په نړۍ كي يې د لومړي ځل لپاره ټي وي موبايل جوړ كړ، چي په هغه كي په خلكو يو بل سره ليدل، خو دا موبايل يوازي سپين او تور و، رنګه نه و

8

په 1997 كي مشهوري كمپنۍ Ericsson’s  د 738 ماډل موبايل جوړ كړ، دا ده وخت تر ټولو كوچنى او سپك ماډل موبايل و، د دې وزن يوازي 137 ګرامه و او خلكو ډېر زيات خوښ كړ

9

په 2000 كي Ericsson’s  كمپنۍ په موبايل كي يو بل نوښت وكړ، هغه دا چي په موبايل كي يې د انټرنيټ اسانتيا هم ور زياته كړه، چي هغه كي به خبرونه، او محدود ويب پاڼو ته لاس رسى كېداى سواى

10

په 2003 كي نوكيا N-gage په نامه موبايل جوړ كړ، چي د يو ګيم په شكل و، چي خلكو به په اسانۍ سره ګيم كي كولاى سواى

11

په 2004 كي نوكيا له روايتي يا عام ډيزاين څخه مخ وګرځوى، او په يوه نوي ډيزاين يې موبايل جوړ كړ، د دې ماډل يې 7280 كېښود، چي د خلكو د راجزبولو هڅه په كي سوې وه، او زيات كامياب و

12

په 2007 كي موبايل فون يو مخ تغير وموند، د نړۍ مشهوري كمپني ايپل په لومړي ځل آي فون جوړ كړ، په دې كي خاص شى د ميموري زيات والى و، چي 80 ګيګا بايټ وه

13

په 2010 كي ګوګل د آي فون په مقابله كي خپل موبايل جوړ كړ، په كوم كي چي يې د Android  ټيكنالوجي كارولې ده

د 2012 كال نوي موبايل په انتظار اوسئ، راروان دى.

انځورونه، او لیکنه: محیب رحمتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x