خبر یاست، چې څومره استعداد لرئ؟

 لیکوال: براین ټرېسي 

محمد اکبر حقمل
ستاسو ټولې ذاتي وړتیاوې او استعدادونه په زړه پورې او غوره دي. همدا اوس تاسو ددې وړتیا لرئ، چې د خپلې خوښې موخې ته مو ورسېږئ. ستاسو اړینه دنده دا ده، چې یواځې په خپلو اړتیاوو غور وکړئ، خپلو دقیقو او څرګندو موخو ته د رسېدو لپاره مخکې له مخکې وخت وټاکئ. هر څومره مو چې موخې دقیقې او څرګندې وي همدومره به مو د خپل استعداد په واسیطه ښه پایله لاسته راوړئ. ستاسو استعدادونه ډېر پیاوړي او غټ دي اما په ریښتیا سره تاسو له خپلو استعدادو څخه لس سلنه ګټه هم نه ده اخیستې. شاید دا مو اورېدلې وي، چې وایي هر کس په عادي ډول له خپل استعداد څخه لس سلنه ګټه پورته کوي. که مو اورېدلي وي دا خو مو بیا هم ښه اورېدلي له دې څخه بدتره خبره هم داده، چې د استانفورد پوهنتون څېړنو ښودلې ده، چې هر کس په خپل ژوند کې د خپل استعداد له دوه سلنه برخې څخه ګټه پورته کوي یعنې ۹۸٪سلنه استعداد له ځان سره واپس بېرته خاورو ته وړي. دا دا ډول مثال لري: یعنې یو کس د بانک په خپل اکونټ کې ۱۰۰۰۰۰ډالر لري او یواځې له ۲۰۰۰ډالرو څخه ګټه اخلي او ۹۸۰۰۰ډالر یې ټول په بانک کې پرته له کومې ګټې اخیستنې څخه د تل لپاره  پرېږدي.

د هر چا استعداد لوی دی، هر هغه چا، چې ګټه ترې اخیستې په پایله کې خپلې موخې ته رسیدلي دي او هر هغه چا، چې خپل ځان کم احساس کړی او له خپل پټ استعداد څخه یې ګټه نه ده پورته کړې هغوی ته تل خپل ځان بې استعداده ښکاري او خپلو هیلو ته هم نه دي رسېدلای. هر څومره، چې زیار وباسئ همدومره به مو پایله بریالۍ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د