افغانستان

بدخشان : د خاش ولسوالۍ شاوخوا سيمي طالبانو نيولي او مرکز تر محاصرې لاندي دی

نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل):د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي چارواکو تر منځ نښتي شوي.

جګړه لومړۍ طالبانو د خاش ولسوالۍ په سرلوله، بقلک، کج ګردن، تاجکان، کزرها او ظلم آبادسيمو کې پيل کړې او يادي ټولي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستلي.

حکومتي چارواکو د يادو سيمو د نيول کېدو اړوند څه نه دي خپاره کړي خو وړاندي يې په بدخشان ولايت کې د وسله والو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او ويل يې دلته جګړو ځکه زور اخيستی چې وسله وال غواړي هغه سيمي لاندي کړي په کومو کې چې کانونه شتون لري.

د طالبانو ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي اوس د خاش ولسوالۍ مرکز د دوی له لوري په داسي حال کې تر کلکي محاصرې لاندي دی چې زيات شمېر پوليس هلته شتون لري.

مجاهد په جګړه کې چارواکو ته د دروند ځاني او مالي زيان اوښتو يادونه هم کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x