شعـــــرونه

یاد: سپين کوچی

سپين کوچی

لکه خوږ درد مې له زړه نه را چاپیر دی
دا سړی د چا په رنګ، د چا په څیر دی ؟!

تودومه پرې د زړه ژور زخمونه
لکه لمر مې د زړه خونې ته را تیر دی

چې پرې مستې مې د زړه د ښار کوڅې وې
اوس چې غلی دی حالاتو کې راګیر دی

ډیر ساده غوندې یې هم مه شمیره وخته
پوی د ژوند د هر کتاب په زوَرْ او زِیر دی

اوس مې خپلو پرهرونو ته زړه نه خورم
ستا د یاد د رڼو سپینو ستورو شمیر دی

ښاد او یاد چې پرې د زړونو کلی کور ؤ
اوس کوچی غریب له ډیرو خلکو هیر دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x