کودتاچیانو د اردوګان د نیولو یا وژلو پلان درلود

نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): الجزیرې په ترکیه کې د ناکامې کودتا په اړه یو شمېر اسناد تر ګوتو کړي، چې په کې د کودتاچیانو ترمینځ تلیفوني اړیکي، واک ته د رسېدو څرنګوالی، د بیړني حالت اعلان او نور جزئیات په ډاګه شوي دي. اسناد ښيي چې درې چورلکې د اردوګان د اوسېدانې هوټل ته ورغلې وې تر څو نوموړی یا ووژني او یا یې ژوندی ونیسي.

الجزیرې د هغو ټلیفوني پیغامونو یوه کاپي تر لاسه کړې چې د کودتا مشرانو او ګډونوالو د «واټس اپ» له لارې تبادله کړي، کودتاچیانو د خپلمنځي اړیکو لپاره په «واټس اپ» پروګرام کې ځانګړی ګروپ جوړ کړی وه.

ټلیفوني پیغامونه په ډاګه کوي چې ټاکل شوې وه کودتا په ځايي وخت د سهار ۳ بجې پیل شي، خو یو بیړنی کار د دې لامل شو چې کودتاچیان له ټاکلي وخت څخه مخکې په انقره او استانبول کې په فعالیت لاس پورې کړي او دولتي ودانۍ، پلونه، د لوي درستیز دفتر او هوايي ډګرونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د شپې په ۹:۳۰ بجې کودتا پیل شوه، پوځي قطعات په ښارونو کې ځای په ځای شول او په ۱۵ دقیقو کې د استانبول د باسفورس تنګي دواړه پلونه د کودتاچیانو په واک کې شول، ۱۰ دقیقې وروسته د ترکیې تلویزوني چینل (TRT) د ودانۍ نیولو اوامر صادر شول.

د کودتاچیانو خپلمنځي اړیکي ښيي چې په استانبول کې د اتاتورک هوايي ډګر د شپې په ۱۰ بجې د پوځي قطعاتو لخوا محاصره شو او کودتاچیان د استانبول په زړه کې د «بیرم پاشا» په سیمه کې د پولیسو له مقاومت سره مخامخ شول.

د «واټس اپ» له پیغامونو څرګندیږي چې کودتاچیانو د استانبول په «الوطن سړک» واقع د استخباراتو ودانۍ نیولې، د کودتا مشرانو لخوا هدایات ورکول کېږي چې سیمې ته د امنیتي مشرانو راتګ څارئ او ژوندي يې ونیسئ.

ټلیفوني پیغامونه په ډاګه کوي چې یو شمېر پولیس تیار وو چې له کودتاچیانو سره یو ځای شي، حکومتي چارواکي په ۱۰ بجې پوه شول چې پر خلاف یې توطیه روانه ده، د کودتا مشرانو امر وکړ چې باید په هغو امنیتي ځواکونو ډزې وشي چې مقاومت کوي.

هغه عسکرو ته، چې په پلونو ځای پر ځای شوي وو، امر وشو چې په پلونو کې ایسارو ملکي خلکو ته د وتلو اجازه ورکړل شي، خو پولیسو ته د تېرېدو اجازه ورنکړل شي او که پولیس ټینګار یا مقاومت کوي باید ووژل شي.

په استانبول کې د الجزیرې دفتر مدیر «عبد العظیم محمد» وايي چې د پوځ د ځانګړو ځواکونو ۳ چورلکې په «مرمریس» ښار کې هغه هوټل ته رسېدلې وې چې اردوګان په کې مېشت وه، په چورلکو کې ۴۰ عسکر سپاره وو او غوښتل یې چې ولسمشر یا ژوندی ونیسي او یا یې ووژني. خو اردوګان نیم ساعت مخکې د یوې خاصې چورلکې په واسطه له سیمې څخه وتلې وه، د عسکرو او د ولسمشر ساتونکو ترمینځ نښته رامینځته شوه، د کودتاچیانو یوه چورلکه له کاره ولوېده او عسکر د غرونو له لارې وتښتېدل.

د الجزیرې خبریال وايي چې له کودتا څخه ۳ ساعته وروسته په «بورسا» ښار کې د نظامي پولیسو قومندان ډګروال «یورداک اکول کوش» ونیول شو، له نوموړي سره د ۸۰ کسانو نوملړ پیدا شو چې ټاکل شوې وه د کودتا تر بریالتوب او د بیړني حالت تر اعلان وروسته د حکومت چارې پرمخ یوسي. دغه کسان پوځي جنرالان، وزیران، قاضیان، وکیلان او والیان وو.

د کودتا د مشرانو ترمینځ تبادله شوي پیغامونه ښيي چې د هوايي ځواک پخوانی قومندان جنرال «اکن اوزتاک» د کودتا اصلي طراح وه، پلان داسې وه چې سهار ۶ بجې به بیړنی حالت اعلانیږي، د خلکو په ګرځېدو به بندیز لګیږي او هوايي پروازونه به ځنډول کیږي، خو کودتا د شپې له مخې شنډه شوه او د دې مرحلې تطبیق ته وخت پاتې نه شو.

سرچینه: الجزیره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د