شعـــــرونه

دمؤمن زړه دعا

فتحان حنفي

زړه مې د خپل نور په تجلا باندې ژوندی ساته
زما خالقه خدایه ج په رحمت یې ګړندی ساته

ربه! ته یې داسې دخپل امر تابعدار کړه چې
تل درته لبیک کړي په ایثار یې سپېلنی ساته

تا سره یې تعلق جوړ ابدي کړه بختور به وي
ټولو خواهشاتو نه یې بېل او هم پردی ساته

بس چې ستا په عشق کې دېوانه وي او مجنون وي تل
ستا په مینه خوښ دی تل یې داسي لېونی ساته

هغه د منصور په طریقه یې دار ته پورته کړه
یا ورته ها عشق ورکړه پرې زړه مې ګلالی ساته

کړه یې د ګلزار په څېر چې خار نشي ازغی نشي
جوړ ترېنه ګلاب کړه او هم کټ مټ یې بابری ساته

کړه ورته عطا خوشبو د مشک او د عنبر په شان
تاته دي مائل وي په خپل ذکر یې سپرلی ساته

نشي د ګیدړ یا دچغال په څیر ډارن به وي
وي دي بهادر لکه یو پړانګ هم یې زمری ساته

ووته له زړه نه مې په شـــــعر کې دعا درته
قبوله یې کړه (ربه) ما (فتحان) هم مې زړګی ساته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x