sadeequllah_badar

ادبي کره کتنه – ليکوال: صديق الله بدر

ادبي کره کتنه د مصري ليکوال ډاکتر محمد مندور ليکنه ده. مندور د ادبي مسايلو په کره کتنه کې په عربي، اروپايي او په تېره بيا په فرانسوي ادبياتو کې د ژور ادبي ليد څښتن دی. دغه کتاب افغان ليکوال اجرالدين اقبال پښتو کړی او په دیارلسوه اتيايم لمريز کال د دانش خپرندويې ټولنې له خوا په زرو ټوکو چاپ او خپور شوی دی.

ژباړونکي په دې نيت، چې کره کتنه په هنر او ادبیاتو کې د اوسني تمدن يوه ځانګړنه ده او د داسې کتابونو ژباړه د نړۍ له ادبي بهير سره اشنا کوي، د دې اثر پر ژباړې لاس پورې کړی دی.

دغه کتاب ۱۲۶ مخه دی، چې په ترڅ کې يې په څلورو څپرکو کې د ادب نقد او تاريخ، تعریف او ډولونه، د نويو پېړيو کره کتونکي او د کره کتنې ډولونه يې، تياتر او د تياتر نقد او ادبي ښکلا پوهنې بيان شوې دي.

کره کتنه د ادبپوهنې يوه ستره څانګه ګڼل کېږي. همدا کره ده، چې د يوې ادبي او پوهنيزې پنځونې ښېګڼې او نيمګړتياوې رابرسېره کوي. ادبپوهان ادبي کره کتنه له پوهنيزې کره کتنې يو څه ستونزمنه بولي او  دا په دې، چې پوهنيزه کره کتنه د ټاکل شويو او منل شويو اصولو په بنسټ ولاړه ده. خو ادبي کره کتنه، چې پر ادبي هستونو راڅرخي لانجه من او کړکېچن دی. ځکه هنر د ژوندانه د احساساتو هنداره ده او د هر چا ژوند د بڼې له مخې له بل سره توپير لري. په دغه اثر کې همدغه موضوع څېړل شوې او دا راپه ګوته کوي، چې پر يو ادبي اثر څه ډول کره کتنه وشي.

ليکوال د کتاب لومړی څپرکی د ادبي نقد تاريخ، تعریف، ډولونو او ځانګړنو ته بېل کړی. هغه ليکي، چې د ادب نقد د ادب له تاریخ نه مخکې دی او په دې باور دی، چې د ادب تخلیق کوونکی هم پخپله نقاد دی. نوموړي د خپلې د ادعا د ثبوت لپاره په پخوا زمانه په عربي جاهليت کې د الزدیاني نابغه مثال وړاندې کوي او  وايي چې هغه وخت کې يې د ده لپاره کېږدۍ درولې وه او ده د هغه کېږدۍ په منځ کې د شاعرانو اثار نقدول. په دې پسې هغه د يونان لومړنی نقاد، ډرامه ليکونکی او شاعر ارستوفان يادوي او پر دې بنسټ وايي: نقد د ادب له تاريخ نه مخکې او له ادبي اثارو سره جوخت منځ ته راغلی.

مندور ادبي نقد، د ادبي سبکونو د څېړنې او مطالعې فن او د هر يوه سره بېلول بولي او پر دې تعریف د پوهېدو لپاره غوره ګڼي، چې لومړی سبک وپېژندل شي. د سبک د تعريف په اړه مندور په دې اند دی، چې له سبک نه مطلب یوازې له لفظي پلوه د بیان څرنګوالی نه دی. بلکې د تالیف، تعبیر، فکر او احساس په کیفیت کې د ليکوال عمومي چلند دی. د ده هدف  دا دی، چې باید د يو اثر څلورګونو رغنده عناصرو: تالیف، تعبیر، فکر او احساس خبرې وشي. خو نوموړی دا هم وايي، چې د نقد بنسټ پر شخصي ازمايښت ولاړ دی. هغه ليکي: کله، چې موږ د يو لیکوال سبک تر څېړنې لاندې نيسو، نو د اثر څلور ګونو رغنده عناصرو په اړه خبرې کوو. لکه څنګه، چې کيسه ليکونکي، ډرامه ليکونکي او شاعران ځانګړي سبکونه لري، دغسې هر ليکوال هم ځان ته ځانګړی سبک لري، چې له نورو ليکوالو نه څرګند توپير په کې وينو او که څو اثارو يوه موضوع څېړلې وي، نو د اسلوب له پلوه به بېله بېله وي، ممکن د يو اسلوب ايډيالستي او د بل ریالستي وي، لکه چې وايو ساده او روان دي يا متکلف. نظریات، چې هرڅومره لاندې باندې کړو، نو بیا به هم هرومرو ومومو، چې د نقد بنسټ پر شخصي ازمايښت ولاړ دی. هر نقد له تاثره پیل کېږي ځکه هیڅوک نه شي کولای، چې ځان له شخصي ذوق او ازمايښت نه وشلولي.

مندور په دې بحث کې د نقد د دوو سترو مکتبونو یادونه کوي او وايي، سربېره پر دې چې نقد پر شخصي ازمايښت ولاړ دی، خو بیا هم دوه ستر مکتبونه، چې يو يې پر ذاتي نقد او تاثر او بل يې پر عيني يا موضوعي نقد ولاړ دی؛ منځ ته راغلي دي.

د ذاتي نقد په تشريح کې ليکوال ليکي، ذاتي نقد عقيده لري، چې ادب خپلواک او مستقل واحدونه لري. عموميت په کې په ځای نه دی او ډېرو ذوقي مسايلو ته دليل نه شو راوړلای او داسې نه شو ښودلای، چې نور يې هم ومني.

مندور عيني نقد د ذاتي نقد برعکس بولي، ځکه د ثابتو قواعدو له مخې د يو اثر تطبیق او تعمیم دی، چې دغه اثر پرې ولاړ دی. د لیکوال باور دا دی، چې ذاتي نقد د شخصي ذوق په بنيادونو او عيني نقد پر عقلي قواعدو ولاړ دی.

په دغه څپرکي ليکوال د نقد ډولونه داسې راپېژني: علمي نقد، اعتقادي نقد، تاريخي نقد، لغوي يا ژبني نقد.

په دويم څپرکي کې ليکوال په نويو پېړيو کې د کره کتنې تاريخي پس منظر بیانوي او پر هغو مکتبونو او شخصيتونو غږېږي، چې په دې برخه کې له تاريخي پلوه سترتيا لري. د دې په بحث کې الماني نقاد لیسینګ او فرانسوي سنټ بو او تر بو وروسته کسان فرانسس سارسي، فردینان برینټير، ژول لومتر، ميل فاګه او بوسټاو راپېژني، چې هر يو يې د نقد په برخه کې د يوه ځانګړي سبک او مکتب لکه: د فني نقد، تفسيري نقد، حکمي نقد، تاریخي نقد، تطبیقي نقد، تقریري نقد او موضوعي نقد بنسټ اېښودونکي دي. مندور د دغه بحث په پای کې د معاصر نقد تر سرلیک لاندې مو په اروپا کې له درې ډوله نقد سره اشنا کوي، چې مطبوعاتي نقد، پوهنتوني نقد او د شاعرانو او ليکوالانو نقد دی. ده ته په دې درې واړو نقدونو کې د لیکوالو او شاعرانو نقد غوره ښکاري. هغه ليکي: دلته ناقدين په خپله ادبیان، شاعران او لیکوال دي. معمولا دا ناقدين ادبي ښکلا پوهنې ته زیاته پاملرنه لري. د پل والري د شعر فن او رنګارنګي د دې ډول نقد غوره بېلګې دي. خو کله هم په دې ډول ناقدينو کې داسې کسان موندل کېږي، چې د کسبي ناقدينو په څېر لکه پل بورژه ګونګ او پېچلې ليکي. مندور وړاندې وايي: د دې ډلې په نقد کې هماغه روح احساسېږي، چې د ليکوالۍ په کړندود کې ليدل کېږي. مثلا اناتو فرانسس شوخ لیکوال دی، پل بورژه جدي څېړونکی او همدارنګه جدي ناقد هم دی، چې خپل عقايد او نظریات په درسي او تعليمي بڼه څرګندوي. دغسې د اندري ژید لکه چې په ليکنو کې يې عقل، تميز، چټکې اشارې او مقطع سبک ترسترګو کېږي، نقد هم همداسې دی.

د کتاب درېبم څپرکې تیاتر او د هغه نقد ته بېل شوی او په ترڅ کې پر يوناني او لاتيني تياترونو بحث شوی او همدارنګه د تراژیدي او کوميډي پېژندنه په کې شوې. ليکوال همدارنګه پر سمبوليکې یا رمزي ډرامې هم غږېږي، نوی تياتر هم راپېژني، په ژوند کې د تياتر ونډه راښيي او د تياتر د کره کتنې پر طريقې رڼا هم اچوي.

د کتاب په څلورم او وروستي څپرکي کې پر ادبي ښکلاپوهنې بحث شوی. د لیکوال په نظر د ادبي نقد او د ادب تاريخ تر څنګ يو ډول نوې ادبي څېړنې پیدا شوې، چې د ښکلا پوهنې د مشهور علم له يوې برخې ګڼل کېږي او ادبي ښکلا پوهنه يې بولي. ادبي ښکلا پوهنه پر دوو موضوعاتو غږېږي، چې په دې ډول دي:

لومړي: د ليکوال په روح کې د يوې ادبي ليکنې راټوکونه.

دويم: پر ولسي پرګنو د ادبي ليکنې اغېز

د مندور په عقیده د لیکوال په روح کې د يوې ادبي ليکنې راټوکونه په رواني اصولو ولاړه ده. ځکه دا انساني مفاهيمو په باب بحث، څېړنه، پوهېدنه او درک دی، چې بیا دا مساله له ادبي نقد نه توپیر لري. ليکوال وړاندې ليکي، چې په ادبي ښکلا پوهنه کې رواني څېړنه، هغه مواد څېړي، چې ليکنه ترې جوړېږي او همدارنګه د هغه د فعل او انفعالاتو کیفیت د لیکونکي په روح کې تر غور لاندې نيسي.

پر ولسي پرګنو د ادبي ليکنې اغیزې په اړه مندور په دې نظر دی، چې دا بحث له وګړي او ټولنې سره د ادب بېلابېلې اړیکې بیانوي. هغه وړاندې له وګړي سره د ادب د اړيکې په اړه وايي: له وګړي سره د ادب اړيکې په دې پورې اړه لري، چې ترممکن حده پورې ادب بشري اړتیاوې پوره کړای شي. که ادبد يو ښکلي هنر په بڼه راڅرګند شي او يا د بیان د يوې وسيلې په توګه دلته ډېر مهم بحث په بشر کې د ښکلا د حس څېړنه، د هغه اصول، ډول ډول هدفونه او د هدفونو توپير يې دی. مندور وايي، چې دلته بیا پر درې موضوعګانو بحث کېږي: ښکلی، لطیف او عالي

مندور خپل دغه بحث غځوي او ليکي: له يوه پلوه، چې ادب تعبير دی؛ نو د ادبي ښکلا پوهنې علم د احساس د انتقال لومړنۍ نظریه څېړي. لکه عاشق ته د خپلې معشوقې لپاره د هغې سپی هم ښه ایسي.

د ټولنې او ادب اړيکې په باب مندور په دې ګروهه دی، چې رواني او ټولنيزې نظريې يو له بله سره په جګړه کې دي او د ادب د اصلي موضوع په باب اختلاف لري، چې ایا وظيفه يې د وګړي د روح تعبیر ده يا د ټولنې د ژوند تصوير؟ لکه ادب، چې په ټولنيز ژوند، ملي غورځنګونو او کله په سیاسي او ټولنيزو انقلابونو کې کوم نقش لوبوي؛ نو دغسې پورتني اختلافات رابرسېره کېږي، مثلا دا مساله څېړي، چې د فرانسې ادبیاتو څرنګه د ۱۷۸۹-۱۸۳۰ او ۱۸۴۸ انقلابونو ته لار اواره کړه او یا په نولسمه پېړۍ کې د ايټاليا د يووالي په غورځنګ کې ايټالوي ادبیاتو څومره ستره برخه لره او یا د روسیې د ۱۹۱۷ کال انقلاب او د ایټالیا د ۱۹۲۳ کال د فاشيزم او د المان په ۱۹۳۳ کال نازیزم کې ادبیاتو څومره ونډه لرله؟

مندور وايي، چې دا ډله په خپلو بحثونو کې د مورخانو پر څېړنو تکيه کوي، مثلا تر ننه پورې دا نظري شخړه روانه ده، چې د فرانسې په اتلسمه پېړۍ کې پر ولسونو د لیکوالو د اغېزې کچه او درجه څرګنده کړې او معلومه کړې، چې ایا لیکوالو د فرانسې د ستر انقلاب عاملین وو یا د هغه وخت سیاسي او ټولنيز نظام په خپله دا اور بل کړی و؟

مندور په دې بحث کې نور هم وړاندې ځي او ليکي، چې اوس په دې باب د فرانسې د ادبیاتو يو استاد دانیل مورنه د فرانسې د انقلاب عقلي اصولو په نوم يو کتاب لیکلی، چې ۳۵ کاله يې پر لیکلو تېر کړی. نوموی د ښارواليو او د وزارتونو له ارشیف نه شکایتونه راټول کړي او څومره ربړېدنې او ظلمونه، چې خلکو د وخت له واکمنانو لرل تر څېړنې لاندې نيولي او د هغوی له منځه يې داسې افکار او عقاید او حتی تعبیرونه، جملې او الفاظ راایستلي، چې د انقلاب لار اوارونکو قلاسفه و او لیکوالو ( روسو، ولتر، دیده رو، هولباخ، مونت سیکو) په لیکنو کې هم لیدل کېږي.

ليکوال د کتاب په پای کې د يادښتونو په بڼه پر هر څپرکي کې د راغلو نومونو لنډه لنډه پېژندنه کړې، چې هر يو يې د ادبي نقد په سبکونو کې د يو ځانګړي سبک خاوند دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.