افغانستان

اسلام اباد: د افغان کډوالو د برخليک په اړه سبا درې اړخيزه غونډه کيږي

نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت يو پلاوی په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او برخليک په اړه اسلام اباد ته رسېدلی دی.

دافغانستان د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته ورسېد او هلته به په پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزو او مشکلاتو له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د جولايي د مياشتې په ۱۹مه نېټه په پلازمينه اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه دافغانستان پاکستان او ملګرو ملتونو درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

په دغه غونډه کې به په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو په تدريجي توګه د بيرته ستنېدو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې کیږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ الله مياخېل رسنيو ته ويلي چې په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د ۲۰۱۶ زيږديز کال د دسمبر تر ۳۱ مې نېټې پای ته رسيږي، خو زياته يې کړه چې په دغه درې اړخيزه غونډه کې به د افغان دولت له لوري د افغان کډوالو د بيرته ستنېدو په موخه يوه طرحه دغې درې اړخيزه غونډې ته وړاندې کړي.

په دغه سفر کې به سيد حسين عالمي بلخي خيبر پښتونخوا ته هم سفر کوي او هلته به د افغان کډوالو له استازو سره ګوري.

د يادونې وړ ده چې په خيبر پښتونخوا کې وروسته له هغې يو ځل بيا د افغان کډوالو ژوند تريخ شو چې تيره مياشت د تورخم په پوله د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني مليشو ترمنځ د پاکستان له لوري د دروزاې په جوړولو شخړه رامنځته شوه.

بل لورته په پاکستان کې ميشت افغان کډوال هم په دغه هيواد کې د وروستيو ځورونو له امله تنګ دي او غواړي چې بيرته خپل هيواد ته ستانه شي ، خو د سر پناه، امنيت او روزګار د نه شتون له امله يې له دومره سختيو سره پاکستان کې اوسېدو ته زړه ښه کړی دی.

يو شمير افغان کډوال وايي چې که چيرته افغان دولت، نړيوالې مرستندويه موسسې ورسره د کور او سرپناه په برخه کې مرستې کولو ته تيار شي ډیری افغان کډوال به خپل هيواد ته ستانه شي.

د یادونې وړ ده چې دا د افغان کډوالو په اړه ۲۷ مه درې اړخيزه غونډه ده چې د پاکستان ، افغانستان او ملګرو ملتونو له لوري ترسره کيږي، چې له دې وړاندې هم دې ته ورته غونډې شوې وې خو د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې يې ډير پرمختګ نه دی کړی.

ملګري ملتونه د بېرته ستنېدونکو هر هغه افغان کډوال په سر ۳۵۰ امريکايي ډالر ورکوي، څوک چې مهاجرکارت ولري، خو ددې ترڅنګ د هر يو کارت په سر د سفريې په نامه ۳۰ ډالر تر ننګرهار ، ۵۰ ډالر تر کابل او ۷۰ ډالر د افغانستان تر نورو لرې پرتو ولایتونو له پاره ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

These refugees are happy to live in Pakistan than Afghanistan

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x