نظــر

د افغانیت، ملي وحدت یا افغان شمولیت پردۍ اصطلاح

لیکوال: احمد ارشاد سعید (کابل)

افغانستان یو د هغو هیوادونو له ډلي څخه دی چې د زیاتو ناپیژندو او پردیو افکارو تر اغیزي او تأثیر لاندي راغلی دی. دا افکار کله د ملحدو کمونستانو له لوري د کمونیزم او هیومنیزم تر کفري نومونو لاندي وي، کله د ډیمکراټانو له لوري د ډیمکراسۍ او سیکولریزم تر کفري نومونو لاندي وي او یا په نورو نومونو باندي پر مسلمانانو خصوصاً د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت له امله پر افغانانو تحمیلږي. خو که د ټولو اصل ته وکتل شي، ټول افکار د کافرانو تر حمایې لاندي له یوې چینې څخه چې هغه د الله تعالی جل جلاله او د هغه د رالیږي رسول صلی الله علیه وسلم څخه بغاوت دی خړوبیږي.

نه پوهیږم چې الله تعالی جل جلاله ته د افغانانو قربانۍ قبولي شوي، که کوم بل شی دی چې هر وار یې له دې افکارو څخه د هغوی د اخلاص په تناسب ساتي، خو دومره ویلای شم چې دا د الله تعالی جل جلاله د محض احسان څخه علاوه په بل هیڅ شي نشي تعبیریدلای.

د پورتنیو افکارو څرک اوس هم په لویه فیصدي په نړۍ او په کمه فیصدي په افغانستان کې موجود دی، خو د منبر د بې مسؤلیتۍ او ناخبرۍ له وجې نړیوال خصوصاً افغانان ترې ډیر لږ خبر دي او په وړاندي یې مبارزه هم ډیره کمه ده. نو له دې امله چیري ډیر او چیري لږ اوس هم وجود لري.

ددې نظریاتو په سلسله کې یوه هم په افغانستان کې د افغانیت او ملي وحدت او په نورو هیوادونو کې د هغوی د قالب مطابق رایجیدونکې نظریه ده. دا نظریات په نورو کفري هیوادونو کې کیدای شي مؤثر او ګټور تمام شي، ځکه د هغوی اتحاد او یووالی له قومیت او نژادي اړیکو پرته په بله لاره ممکن نه دی، خو ددې خلاف افغانستان او اسلامي هیوادونه چې د اسلام د مقدس دین پیروي دي، هیڅکله د قومیت، نژاد پرستۍ او وطن پرستۍ په اړیکو متحد کیدلای نه شي او په دې لاري کې قربانۍ ته د شک په سترګه ګوري، ځکه تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو خصوصاً افغانانو د هیڅکله د قومیت او محض وطن لپاره قربانۍ نه دي ورکړي، بلکي ټولي قربانۍ یې د اسلام د مقدس دین او په دې خاوره او وطن کې د اسلامي نظام د بقا لپاره ورکړي دي، نو هغه ملت چې ټولي قربانۍ او سرښیندني یې د یوه هدف ( اسلام ) لپاره وي، هغوی د قومیت او ملتیت په نومونو راټول او متحد کول لوی حماقت او بې عقلي ده.

دا صحیح خبره ده چې د افغانستان اوسیدونکي افغانان بلل کیږي خو د ټولو افغانستان اوسیدونکو سره بغیر له دې چې مسلمانۍ او غیر مسلمانۍ ته یې وکتل شي یو ډول چلند کول یوه غیري معقوله خبره ده. که چیري دوی د ملي وحدت او افغان شمولیت لیبلونه او اصطلاحات هغو خلکو ته استعمالوي چې ټول غړي یې مؤمنان وي، نو افغانستان ته د هغوی د نسبت په خاطر دا یوه صحیحه او پر ځای اصطلاح ده، خو که دوی د ملي وحدت، افغانیت یا افغان شمولیت اصطلاح ددې لپاره استعمالوي چې تر دې نامه لاندي ټول افغانان خواه که هغه سیکولران او ډیمکراټان یا ملحد کمونیستان او یا هم غیر مسلم هندوان او سکان دي راټول کړي، نو دا یوه غیري صحیحه او نامنوونکې اصطلاح ده، ځکه اسلام یوازي مسلمانان وړونه بللي دي او یوازي هغوی یې د وحدت په تار پیودلي، په دې تار د نورو راګډول د اسلام او قرانکریم له اساساتو سره په لوی ټکر کې دي. هغه څوک هیڅکله په دې وحدت کې نه شي ګډیدلای چې د الله تعالی جل جلا له او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم څخه یا د ملحدو کمونستانو په څیر سراسر منکر وي، یا د ډیمکراټانو او سیکولرانو په څیر یې یوازي حاکمیت په مسجدونو پوري متعلق کوي او بس او په نورو ژوندنیو او سیاسي چارو کې یې حق سلبوي او یا هم د هندوانو او سکانو په څیر ورسره شریک نیسي، که چیري دا خلک په دې ځنځیر راګډ شي، دا ځنځیر بقا او ټینګښت نه لري او خامخا شکیږي.

په دې ډول استعمال سره د افغانیت او ملي وحدت اصطلاح د قریشو د زاړه جاهلیت چې یوازي پر قریش کیدلو او د ( انصر اخاک ظالماً او مظلوماً) پر مقولې سره راټول شوي وه مترادفه او یو شان ده. حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو دا رواج دړي وړي کړ او د ( انصر اخاک ظالماً او مظلوماً) چې د خپل ورور سره که ظالم وي په ظلم کې او که مظلوم وي د ظالم څخه په خلاصولو کې مرسته وکړه؛ د مقولې معنی چې پر قومیت راڅرخیدل بدله کړه او هغه یې په دې ډول چې که دې ورور ظالم وي د ظلم څخه په منع کولو او که مظلوم وي د ظالم څخه په خلاصولو سره یې مرسته وکړه چې په دې توګه دا مقوله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تعریف د اسلام له اساسي خبرو او احادیثو څخه شوه او ټول دار او مدار یې پر اسلام باندي شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول مسلمانان که هغه مکې وال قریش مهاجر وه که انصار او یا هم د حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه په څیر د کوم بل وطن وه، ټول یې د اسلامیت په تار وپیودل چې ښه مثال یې حضرت انس ابن مالک رضی الله عنه په کور کې د مکې والو او مدینې والو تر منځ د اخوت تړون وو. خو ددې په خلاف کله چې د اسلام څخه وروسته د اوس او خزرج چې په کلونو کلونو یې د قومیت پر سر جنګونه کړي وه یو ځل بیا یې تر منځ د قوميت اور چې د یوه سپین ږري یهودي ( شاس ابن قیس ) په واسطه ورته خاشه وهل شوې وه راپورته شو او نژدې وه چې جګړه و نښلي، رسول الله صلی علیه وسلم ژر صحنې ته حاضر شو او د هغې یې په سختو کلمو غندنه وکړه او دا نارې یې مرداري و بللې.

خو په افغانستان کې د امریکایي کرغیړن یرغل څخه وروسته په میډیا او دولتي چارو کې چې د افغانیت کوم تصویر وړاندي کیږي، دا د اسلام سره متضاده یو پردۍ او د نوي او معاصر جاهلیت په شکل د قریشو د زوړ جاهلیت منعکسه څیره ده چې هیڅکله د منلو او قبلولو وړ نه دی. د ( وامرهم شوری بینهم) د ایت څخه په استفادې سره په پارلمان او نورو دفاترو کې ملحد کمونیستان، سیکولر ډیمکراټان او سکان د قانوني حق په ورکولو ټول د مؤمنانو سره پر یوه میز راټول د قرانکریم علنی او ښکاره تحریف دی، ځکه دا ایت یوازي او یوازي د مسلمانانو د یوځايي مشورې لپاره را نازل شوی دی، نه دا چې نور دي هم په ګډ وي. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راپاتي رسالت په هیس ددې نوي او معاصر قومي جاهلیت؛ چې یوازي په افغانستان یا نورو هیوادونو کې هلته د اوسیدلو تر نامه لاندي ټول متحد کوي او اسلام ته اعتبار نه ورکوي له منځه وړل په نړۍ کې د هر مؤمن مسلمان اسلامي او دیني وجیبه ده تر څو ټول مسلمانان؛ که هغه افغانی وي که ایرانی، که هندی وي که پاکستانی، که ترکی وي که برتانوی، که مصری وي که عربی او یا د بل هیواد اوسیدونکی ټول یوازي او یوازي د نبوي منهج په څیر بغیر له کوم قومي او نژادي امتیازه د اسلام تر نامه لاندي په ټوله نړۍ کې سره راټول او یو مټی شي.

سبحانک اللهم و بحمدک، اشهد ان لا اله الا انت استغفرک و اتوب الیک

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close