نړۍ

اروپايي اتحادیه: ترکیه دي د ناکامي کودتا وروسته بشري حقوقو ته درناوی وکړي

فیدریکا موجیریني
فیدریکا موجیریني

نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو سیاسي مسؤولي رسنیو ته په وینا کې نن د دوشنبې په ورځ وویل چې ترکیه باید د کودتا پر ضد عملیاتو کې د انساني حقوقو درناوی وکړي او همداسي باید د ترکیې اساسي قانون څخه سرغړونه ونه کړي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تر منځ په بروکسل کې تر ملاقات وروسته فیدریکا موجیریني دغه خبري وکړې، او وې ویل: مونږ بلنه ورکوو چې د ترکیې د اساسي قانون احترام دي وشي، د اروپايي اتحادیې په صفت مونږ له ترکي چارواکو غواړو چې د قانون تطبیق ته باید تر بل هر څه اهمیت ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر سره سم موجیریني زیاته کړه: مونږ او ترکیه باید د دیموکراسي ، بشري حقوقو او ازادي احترام ولرو.

باید وویل شي چې د اروپايي اتحادیې دغه موقف وروسته تر هغه څرګندیږي چې په ترکیه کې د ناکامي کودتا وروسته ترکي چارواکو په پراخه کچه په کودتا کې د ښکېلو پوځیانو، قاضیانو او سیاسینو نیول پيل کړي، وروستي خبرونه وايي چې تر اوسه تر شپږ زره زیات کسان د کودتا په تور نیول شوي او دغه لړۍ لا پای ته نه ده رسیدلې.

ځیني بشري بنسټونه ویره لري چې د کودتا په نوم به د ترکیې واکمن چارواکي د خپل سیاسي مخالفینو سره زاړه حسابونه تصفیه کړي.

د یادوني وړ ده چې د ترکیه په اساسي قانون کې د اعدام پریکړه نشته، خو ولسمشر طیب اردوګان په خپله یوه وروستی وینا کې وویل چې د اعدام پریکړي دي یو ځل بیا قانوني حیثیت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x