افغانستان

ولسمشر غني دوه نورو امریکایانو ته دولتي مډالونه ورکړه

نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني تیره ورځ ماسپښين په ارګ کې د امریکا د سفارت مرسیتال ډیویډ ای لینډوال او یاد سفارت د سیاسي مستشاري میرمن الیزابیت رود سره وکتله.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه کتنه کې د امریکا سفیر هم حضور درلود، ولسمشر اشرف غني «د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا او همکاریو د پراختیا په برخو کې د هغوی د کوښښونو په درناوي ښاغلي ډیویډ ای لینډوال ته د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي مډال او مېرمن الیزابت ته د میوند معرکې د اتلې ملالۍ عالي دولتي مډال ورکړ.»

د یادوني وړ ده چې پنځه ورځي وړاندي هم ولسمشر اشرف غني یوه امریکايي جنرال ګورډان ډیفس ته ورته د بریال دویمي درجې دولتي مډال ورکړی وو.

هغه وخت د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وه: د «جنرال ډیفس د خدمتونو د قدرونې او د امریکا متحده ایالاتود خلکو او دولت د رښتینو مرستو د مننې په خاطر تورن جنرال ګورډان ډیفس ته د بریال دویمې درجې دولتي مډال ورکړل شو.»

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم پخواني ولسمشر حامد کرزي او اشرف غني د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش په شمول ګڼ شمېر امریکايي چارواکو او پوځي جنرالانو ته د افغانستان دولتي او ملي مډالونه ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x