افغانستان

ملا محمد رسول ته د هرات امنیتي ځواکونه پوځي مرستې ورکوي

نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی «احمد فرهاد مجیدي» وايي چې افغان امنیتي چارواکي د طالبانو له لیکو وتلیو کسانو ته پوځي تجهیزات ورکوي.

نوموړی وايي چې داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي په هرات ولایت کې ۲۰۷ ظفر قول اردو او د ملي امنیت ریاست د ملا محمد رسول کسانو ته په «پښتون زرغون» او «شینډنډ» ولسوالیو کې نظامي مرستې ورکوي.

ښاغلي مجیدي له یو خصوصي تلویزون «چکاد» سره په خبرو کې څرګنده کړې دغه پوځي مرستې په هرات کې د ملا محمد رسول قومندان «ملا منان نیازی» له امنیتي ارګانونو څخه ترلاسه کوي.

د ولسي جرګې وکیل ټینګار کوي چې داسې اسناد او شواهد ورسره شته چې د اختر په دوهمه ورځ د هرات قول اردو او د ملي امنیت مسئولینو په پښتون زرغون ولسوالۍ کې له پوځي تجهیزات بار لارۍ د ملا محمد رسول کسانو ته وسپارله.

فرهاد مجیدي د هرات امنیتي مسئولینو دغه کړنې د امنیت او ملي منافعو پر ضد ګام بولي او زیاتوي چې ډیر ژر به په ولسي جرګه کې امنیتي او دفاعي کمیټې ته په لیکلي ډول شکایت وړاندې کړي.

نوموړي د هرات په امنیتي چارواکو نیوکې کړي او د دې ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره یې اړینه بللې چې د والي په ګډون ټول امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړل شي.

وړاندې داسې راپورونه تر ګوتو شوي وه چې «ملا منان نیازی» په پلازمېنه کابل کې د ملي امنیت په ځانګړي میلمستونونو کې له دولتي چارواکو سره پرلپسې لیدنې کتنې کوي.

د تېرې می په میاشت کې یو شمېر روسي او غربي رسنيو هم راپور ورکړی وه چې د افغانستان ملي امنيت او د امريکا مرکزي استخباراتو اداره «سي ای اې» له طالبانو جلا شوې د ملا محمد رسول جنګیالیو ملاتړ کوي او هغوی ته مالي او پوځي مرستې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حسن

ای هی چې ستاسو په لیکو کې وو نو څه بدرد مو نه پسې ویل خو افسوس چې ستاسو له لیکو ووت نو سی ای اې شو او دا شو او ها شو لږ خپل وجدان ته وګورﺉ فکر وکړﺉ تاسو د چا په لاس کې یاستﺉ

pattang

حس خانه هره وتنه او تجزیه دصلیبي اشغالګرو او فاسد رژیم په ګټه ده !
چې نتیجه یې د پښتني او افغاني کلتور ، مېړانې ، غیرت ، تاریخي ميراث او خپلواکي نابودي ده نو دشلغمکو ملا صیب
دې اوس فکر وکړي چې جدایې او نفاق چاته ګټه رسوي !!!!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x