نظــر

د حزب او دولت مذاکرات ناکام شول؟

غلام حضرت شاکر

له اټکل سره سم د حزب او افغان دولت تر منځ د مذاکراتو لړۍ ناکامه شوه ! سولې ته هیله من افغانان غوږ غوږ وو، چې د طرفینو تر منځ د سولې مثبت خبر واوري؛ خو د انتظار خلاف په مذاکراتو ښې پایلې مرتبې نه شوې! سیاسي محللین آن له پیله په دې نظروو چې د سولې دا بهیر ځکه ښې پایلې نه شي درلودلی چې درجن درجن دښمنان یې د سبوتاژ لپاره په کمین کې ناست ول، نظار شورا، په ایران پورې تړلې ډلې ټپلې، غربګرایان، کمونیستان، امریکا او لویدیځ هیوادونه ټول ددې مخا لف وو، چې د حزب لپاره د آزاد تنافس بستر برابر او رهبر یې له تورلیست نه بهر کړی شي! نظارشورا او په افغان دولت کې امتیازاتو ته رسېدلې ډ لې ټپلې حزب خپل اساسي حریف ګڼي، د حزب له نفوذ ، اهلیت، کیاست، او په ملت کې یې له پراخ محبوبیت نه وېرېـږي، دوی فکر کوي چې د حزب په موجودیت کې یې نه اوسنی مشر مقام خوندي پاتې کېدای شي، نه یې په پوځ او پولیسو کې د موجود مسلط حضور دوام شونی دی او نه د مجاهدینو په استازولۍ امتیازات غوښتلی شي، دوی اوسنی حالت د ځانونو لپاره غنیمت ګڼي، په نظام کې غوښنې برخې لري، وسلې، رتبې، پیسې ، صلاحیتونه ټول له دوی سره دي، آن تر دې چې د ولس مشر صلاحیتونه یې هم محدود کړي، لا چې تر زنه لاندې یې ورته خپل افراد ځای په ځای کړي!! طبیعي ده چې د دغو امتیازاتو د خوندي پاتې کیدو لپاره به، هم له حزب سره مخالفت کوي او هم له طالب سره!! ډېره عجیبه دا ده چې د حزب او دولت تر منځ د سولې د ناکامولو په پار خلیل زاد او د سي آی اې پخوانی غړی (رورابکر) له امریکا راغلل او خپلو لاسپوڅو ته یې سپارښتنه وکړه چې لاس په کار شي او د سولې پروسه بریالیتوب ته پرېنږدي!! رورابکر هغه څوک دی چې د افغانستا ن لپاره د فدرالي نظام سپارښتنه کوي او په نهایت کې د افغانستان تجزیه غواړي!! څلور کاله وړاندې په داسې مهال چې د طالبانو، افغان دولت، امریکا او حزب اسلامي تر منځ مذاکرات پیل شوي وو، د المان په برلین ښار کې د کرسټن دیموکراتانو لخوا یوه غونډه جوړه شوه، چې د امریکا جمهوري پلوه سناتورانو او د سي آي اې مکار غړي (رورا بکر) پکې برخه لرله، په هغې غونډه کې د افغانانو له جملې نه امر الله صا لح، محقق، دستم او احمد ضیا مسعود برخه وال وو ، دغونډې عمده موضوع دا وه چې افغانستان په فدرالي سیستم اداره کړی شي، هغه مهال د حزب وحدت نماینده ( ناطقي ) له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې له دې موضوع انکار ونه شو کړای او ویې ويل ، چې فدرالي نظام له هغوی سره يوه تيوري ده او د تمدن او بيان د آزادۍ په دې موجود دور کې ، ددغسي تيوري مطرح کول جُرم نه ګڼل کيږي !!! فدرالي نظام د رورابکر طرحه ده چې په نهایت کې یې افغانستان د وېشاک له ګواښ سره مخا مخ کېږي!! رورابکر پوهېږي چې د حزب په موجودیت کې یې د افغانستان د تجزیې طرحه عملي جنبه نه لري ؛ ځکه خو یې پایڅې وربډ وهلې او خپل لاسپوڅي یې وهڅول چې د حزب او دولت تر منځ دسولې روان ډیالوګ ناکام کړي!! متاسفانه رقیبان بریالي شول او د سولې په لاره کې یې ستر ستر پاټکونه واچول!!
حکومتي چارواکي نه حزب ته په کوم امتیاز قایل شول، نه یې د مهاجرینو د راستنولو وړاندیز ومانه، نه یې د انتخاباتو په کمیسیون کې حزب ته ځای ورکړ، او نه يې د بهرنیو ځواکونو له ایستلو سره موافقه وښوده، لا چې له حزب نه یې وغوښتل چې په اوسنۍ موجوده اډاڼه ، هم دوه سری حکومت ومني، هم د ډاکترعبدالله له پنځوس سلنه واک سره مخالفت ونه کړي او هم له امریکا سره امنیتي تړون تسلیم کړي، حال دا چې حزب اساساً مذاکرات د همدې لپاره پیل کړي چې د بهرنیو ځواکونو انسحاب ته لاره هواره شي، جنګ پای ومومي او مهاجرین په عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي، حزب بهرنیان د جنګ عاملین ګڼي او له افغان چارواکونه غواړي چې د وتلو لپاره یې معقول مهال وېش وټاکي، تر بشپړ انسحاب پورې یې موجودیت تعریف او مشخص حدود ورته ترسیم کړی شي، او….

ستونزه دا ده چې افغان دولت د ډاکترعبدالله او اشرف غني تر منځ وېشل شوی، دوی نه واحد دریځ لري او نه د بهرنیانو له وتلو سره موافقه کولی شي!! کېدای شي ولس مشر سولې ته مخلص وي ؛ خو ډاکترعبد الله او ټلواله یې نه سولې ته مخلص دي او نه تر لاسه کړي امتیازات له لاسه ورکوي!!

د سولې په دغې پروسه کې هغه څه چې د حزب لپاره مثبت ټکي ګڼل کېدای شي دادي چې :

۱ــ حزب ثابته کړه چې نه د جنګ طرفدار دی او نه یې مسبب؛ بلکې دا بهرنیان دي چې افغانستان ته یې جنګ را وړی او په افغانانو یې تحمیل کړی دی.

۲ــ د حریفانو خبره دا وه چې د اسلامي حزب د سولې اوسنی هاند د امتیاز د تصاحب لپاره دی؛ خو حزب د هیڅ ډول امتیاز غوښتنه ونه کړه.

۳ــ ځینو اټکل کاوه چې حزب امریکایانو ته تسلیم او د بهرنیو په شتون راضي شو؛ خو د اسلامي حزب اساسي شرط او تاکید په دې ؤ چې د بهرنیو پوځونو د وتلو لپاره معقول مهال وېش په پام کې ونیول شي، اساساً همدغه شرط دولتي چارواکي له سولې په شا کړل، چارواکو په دغه وړاندیز غور کول «سره کرښه» او تعمیل یې د نظام سقوط ته لاره هوارول وګڼل!!

۴ــ په تېرو پینځلسو کلونو کې حزب «ببـو» معرفي شوی ؤ، د کابل له ورانولو واخله بیا تر تېرو او اوسنیو جنګونو پورې ټول په حزب تپل کېدل؛ خو د انجنیر کریم عاقلانه مرکو او د حزب سوله ییز اقدام د حزب په نسبت ترهېدلي اذهان بدل کړل .

۵ــ د مهاجرینو د راستنولو په وړاندیز کې، حزب ثابته کړه چې د خپلو هېواد والو غم خور دی، او دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پینځلسو کلونو کې یې نه چا د راستنولو او ځای په ځای کولو غوښتنه وکړه اونه یې علی الاقل د یوې رایې حق ورکړ!!

۶ ــ عاقلان په دښمنیو کې هم د دښمن په وړاندې یو باب پرانیستی ساتي، ټولې دروازې په ځان پسې نه تړي؛ ځکه چې ټولې دروازې په ځان پسې تړل بې کمالی ګڼلی شي، حزب د سولې په اوسنۍ تګلاره کې د خپلو حریفانو په وړاندې یو ور پرانیست، کېدای شي یو مهال ترې د استفادې شرایط برابرشي. ان شاء الله .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x