افغانستان

د کندز په قلعه زال کې د سهار راهیسي درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې وروسته تر هغه سخته جګړه ونښته کله چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو باندي بریدونه وکړه. ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې د ولسوالۍ مرکز یې محاصره کړی، پراخي سیمي یې نیولي او ګڼ شمېر عسکر یې وژلي دي.
بلخوا ځايي چارواکي وايي چې د طالبانو سره د جګړې لپاره یې تازه ځواکونه سیمي ته لیږلي او جګړه اوس هم روانه ده.

د قلعه زال ولسوال محب الله سعیدي هم رسنیو ته ویلي چې نن سهار وختي هغه وخت جګړه ونښته کله چې طالبانو زمونږ پر پوستو بریدونه وکړه. د نوموړي په وینا تازه ځواکونه سیمي ته را ورسیدله او طالبانو ته یې درانه تلفات واړول.

کله چې دهغه څخه د طالبانو د مړو شمېر غوښتنه وشوه، نوموړي وویل چې تر اوسه یې دا معلومات نه دي تر لاسه کړي. په عمومي ډول دولتي چارواکي د خپل اړخ تلفاتو شمېره د رسنیو سره نه شریکه وي.

خو د کندز ولایتي شورا مسؤولین او ځايي اوسیدونکي وايي چې طالبانو په دغه ولسوالي کې یو شمېر کلي او پراخي سیمي تر خپل کنټرول لاندي کړي دي.

کله چې نن ټکی اسیا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد څخه په دې اړه پوښتنه وکړه، نوموړي وویل: «هو د کندز قلعه زال ولسوالۍ په مرکز او پوستو بریدونه شوي، تر اوسه د دښمن ګڼ عسکر وژل شوي، پراخې سیمې نیول شوي، د ولسوالۍ مرکز محاصره ده، ډیره وسله هم نیول شوې، د دښمن ۲ فوجي موټر یو ټانک له منځه تللي، نور تفصیلات بیا د جګړې په پای کې درته لیږم.»

قلعه زال ولسوالي تېر کال هم طالبانو یو ځل نیولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x