
هلمند : طالبانو سنګين ولسوالي بيا نيولي ، پي آر ټي محاصره ده
نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې له حکومتي ځواکونو سره نن سهار طالبانو په جګړې پيل کړی.
وروستي خبرونه ښيې چې طالبانو د سنګين ولسوالۍ واک يو ځل بيا تر لاسه کړی.
طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي د ولسوالۍ د مرکز ودانۍ ، امنيه قومنداني ، ټولي امنيتي پوستې او د بازار ډېره برخه نيول شوې او د پي آر ټي مرکز په داسي حال کې د طالبانو تر کلکي محاصرې لاندي دی چې زيات شمېر ځواکونه په کې بند پاته دي.
مجاهد په جګړه کې حکومتي ځواکونو ته د زيات مالي او ځاني زيان اوښتو تر څنګ زياتوي چې د پي آر ټي ټولي لاري د عسکرو پر مخ تړل شوي او بند پاتي عسکر په کې د خپل مرګ شېبې شماري.
حکومتي ځواکونو د سنګين د نيول کېدو اړوند تر دې دمه څه نه دي ويلي.
طالبانو کابو اووه میاشتې وړاندې د ۲۰۱۵ کال د ډیسمبر میاشتې په ۲۱مه د سنګین ولسوالۍ د لومړي ځل لپاره نیولې وه.