نړۍ

جرمني: یوه افغان په تبر او چاړه لسګونه کسان ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د جرمني به ورزبرګ (Würzburg) ښار کې یوه افغان کډوال په تبر او چاړه د لسو څخه تر پنځلسو پوري کسان ټپيان کړي، چې د ځینو روغتیایې حالت یې د اندیښني وړ ښودل شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ځیني سرچیني وايي چې بریدګر د پيښي په ځای کې د پولیسو په ډزو وژل شوی خو د پولیسو ویاند نیم ساعت تر مخه وویل چې تر اوسه د بریدګر د وژل کیدو په اړه څه ویل تر وخت مخکې خبره ده.

پيښه د ځايي وخت پر ۹:۱۵ هغه وخت پيل شوه، کله چې یوه ۱۷ کلن افغان ځوان په یوه اور ګاډي کې دننه د «الله اکبر» ناره وکړه او پر شاوخوا خلکو یې د چړي او تبر په واسطه بریدونه پيل کړه.

د جرمني رسنۍ (DW) د خبر سره سم کله چې بریدګر د تيښتي هڅه وکړه، پولیسو هغه په ډزو وویشتی او ځای پر ځای یې وواژه.

د پولیسو سرچینو لږ تر لږه د ۳ ټپیانو حالت د انديښنې وړ ښودلی. او د پولیسو ویاند نیم ساعت تر مخه لار رسنیو ته وویل چې پيښه جریان لري، د پولیسو عملیات روان دي.

باید وویل شي چې د پيښي وروسته د ورزبرګ او اوچسنفورټ (Ochsenfurt) تر منځ د اورګاډي لاره تړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x